د لوزان بيانيه، د وروستۍ موافقې په مدار کښې حرکت
د نهۀ ورځنۍ غونډې د موافقه ليک په چوکاټ کښې د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې د خبرو اترو يو بل مهم پړاو په لوزان کښې ختم شو. د دغو خبرو اترو نتيجه هغه يوه بيانيه وه چې د تېر زيارت يا پنجشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف او د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مسئولې او د پينځۀ جمع يو ډلې د غږ ملوونکې مېرمن فيډريکا موګريني لخوا رسانه اي شوه.
د لوزان د بيانيې له مخې په لوزان کښې له رامنځته شويو تفاهمونو څخه په استفادې سره د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې په اېټمي خبرو اترو کښې موافقه به په ډېره ممکنه لنډه موده کښې حتمي شي.
اوس د موافقې د غټو غټو عنوانونو په ډاګه کېدو ته په پام سره د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې د خبرو اترو مخې ته يو روښانه پس منظر راغلے دے.
لويديځ له دولسو کالو زياته موده وشوه چې د ايران د سوله ايز اېټمي پروګرام په خلاف په جنجال جوړونې سره کوشش کړے دے چې ايران يو اېټمي ګواښ وښئ او نړيواله ټولنه هم په دغه جوړ کړې شوي تاوتريخوالي کښې ښکېله کړي. د دغه فضاء جوړونې هدف د دې ادعا القاء کول وو چې د سانټريفيوژ د مرکزونو او د نطنز، فوردو او اراک د تاسيساتو په شمول د جوړېدو په حال کښې د اېټمي مرکزونو ساتنه به د اېټمي وسلو د جوړېدو سبب شي. د امريکې چارواکو دغه بې سنده او بې مدرکه ادعا د ايران په خلاف د کانګرېس د بائيکاټونو او د سپينې ماڼۍ د مصوبو په شمول د بائيکاټونو بهانه وګرځوله خو د ايران اېټمي ټيم د سياسي او نفسياتي دباوونو په مقابل کښې په ټينګې اودرېدنې سره وښودله چې دې ته تيار نۀ دے چې دغو فضاء جوړونو او دباوونو ته غاړه کيږدي او که وټاکلې شي چې يوه موافقه ترلاسه شي نو پکار دي د ايران د اېټمي حقوقو د احترام او د دوو اړخيزو اعتماد په بنياد وي. که څه هم د ايران او پينځۀ جمع يو ډلې ترمېنځ د دغو مذاکراتو په دوران کښې دغه خبرې اترې له يو لړ لوړو ژورو سره مخامخې شوې او په واشنګټن کښې ځينو ډلو په ځلونو د ايران په خلاف د بائيکاټونو د ساتلو او حتی د نويو بائيکاټونو د لګولو غوښتنه وکړه چې په ايران باندې لا زيات دباوونه راوړي.
د هغوي وړومبۍ سناريو او منصوبه په ډېر خوشبينانه حالت کښې د خبرو اترو له لارې په کامله توګه د اسلامي جمهوريت د اېټمي پروګرام اودرول او ختمول او بالاخره دغه پروګرام په يو سطحي فعاليت باندې بدلول وو چې د هغوي د وېنا له مخې فرق هم نۀ کوي چې د دغه پروګرام مقصد سوله ايز وي يا فوځي وي، په هر حال يې وويل چې پکار دي د ايران د اېټمي تاسيساتو ټغرغونډ شي، خو دغې منصوبې او سناريو د لويديځ د دباوونو او زياتو غوښتنو په مقابل کښې د اسلامي جمهوريت د مقاومت په دليل ماتې وخوړه.
هغوي په خبرو اترو باندې د تاثير کولو لپاره په داسې حال کښې چې خپله وړمبۍ منصوبه يې تعقيبوله د دويمې طرحې سخته پروپېګنډه يې هم کوله او په دوو موضوع ګانو باندې د خبرو اترو په ترڅ کښې يې وړومبې د بائيکاټ سختولو او دويم د فوځي حملې د ګواښ ادبياتو ته په ستنېدو تمرکز وکړ. په داسې حال کښې چې د ګواښ او بائيکاټ د پروژې ماتې ته په پام سره په نويو حالاتو کښې د هغوي واقعي شننه دا وه چې د ايران د حقوقو په خيال ساتنې سره اېټمي موافقه يوازېنۍ وروستۍ حل لاره ده.
د ايران اېټمي ټيم په حقيقت کښې د هغو خبرو اترو په دوران کښې چې په جنيوا کښې د 2013 کال د نومبر د څلوريشتمې د موافقې په بنياد ترلاسه شوې او د ګډ اقدام د پروګرام په نامه ونومولې شوې وکړې شول د خبرو اترو فضاء د لويديځ له سياسي او نفسياتي طوفانونو او دباوونو نه له ډکو لايو څخه د نظرياتو د نزدې کولو لپاره د خبرو اترو او اصولي موافقې ته د رسېدو لپاره د روغې جوړې لوري ته لارښونه کړي چې يو ځل د تل لپاره يوه موافقه لاسليک شي چې تر ټولو مهم عنصر يې د يورانيمو د پخولو په شمول د اېټمي فعاليتونو دوام دے او دا چې ايران دنيا ته وښئ چې هيڅکله د اېټمي وسلو په لټه کښې نۀ دے او نۀ به وي.
اوس د سوئيزلېنډ په لوزان کښې په ترلاسه شوي تفاهم سره د يورانيمو د پخولو په آئي آر شپږ او آئي آر اتۀ نومې مشينونو باندې د يورانيمو پخولو تحقيق کول او پراختيا ورکول به دوام مومي، د اراک د درنو اوبو برېښنا کوټ درنې اوبۀ به پاتې کيږي او د يو اېټمي مرکز په توګه د فردو د تاسيساتو ساتنه اوهلته کښې د سانټريفيوژ زرو مشينونو ساتنه د ايران له سرو کرښو څخه وو چې په دغه تفاهم کښې يې خيال ساتلے شوے دے.
د ايران اسلامي جمهوريت موافقې ته د رسېدو لپاره د منطق په بنياد عمل وکړ او د لوزان بيانيه له دې نظره د اعتماد جوړونې لپاره يو مضبوط بنياد دے. داسې يوه موافقه په قطعي توګه د سيمې او نړۍ په سطح د يو لړ سترو اثارو سبب ده او په آخر کښې به يې نتيجه يوه ښه او د ټولو د ګټو ضمانت ورکوونکې موافقه وي.
Add new comment