دیمن ترینګلي او کړکیچن حالات
من حالات یوې حساسې مرحلې او البته تاؤتریخجن پړاؤ ته رسیدلي دي . عربستان جنګي الوتکې هماغه راز دیمن بیلابیلې سیمې بمباري کوي . اوس هم دیمن بیخ بینائی تاسیسات دعربستان د جنګي آوزارونو بلکې دجنګي تجهیزاتو په نښه دي . په دغه شان شرائطو کې دملګروملتو امنیت شورا دیمن دبحراني حالاتو باندې غور کولو په لټه کې شوې ده . ټاکل شوې چې دملګروملتو امنیت شورا نن په دې اړه یعني په یمن دعربستان دهوائي حملو د درولو په باب غونډه جوړه کړي او کومې فیصلې وکړي . دغه غونډه دروسیې په غوښتنې سره ترسره کیږي . له دې مخکې دیمن انصار ا... غورځنګ له روسیې غوښتي وو چې ددغه هیواد دحالاتو په باب دې څيړنې او مداخلت وکړي .
اوس مهال دیمن عام خلک دعربستان دجنګي الوتکو له بې امانه او وحشي ډوله بمباریو سره مخامخ دي . ملګروملتو پخپل وروستی راپورکې ویلی دي ، په تیرو دوو اونیو کې په یمن دعربستان په هوائي حملو کې کابو پنځه سوه شل کسان وژل شوي دي .که دټپیانو شمیر هم ورزیات شي ، نو په جوت ډول ویل کیدلی شي عربستان په یمن کې په یوه ستر جنایت لاس پورې کړی دی .
ځيني خبرونه ددې ښودنه کوي چې دعربستان ځواک په همداوروستیو کې له یمن سره ددغه هیوادپه ګډو پولو کې خپل مشکوک خوځښتونه هم پیل کړي دي
شک نشته چې عربستان دامریکا په شنې اشارې سره ، دیمن حاکمیّت او مځکنی وحدت په نښه کړی دی . یمن ته دعربستان دنظر او فکر ډول ته په کتنې سره ، په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې یوټکی په ډير روښانه توګه د درک وړ دی ، هغه دا چې ریاض هیڅکله پخپل ګاونډکې دیوه متحد، باثباته اوقدرتمند یمن له وجوده خوشال نه دی .
دیمن خلک تر اوسه پورې ددغه هیواد داخلي جنګونو خاطره چې دعربستان په لمسونې سره ترسره کیدله ، هیره کړې نه ده . په همداوروستیو میاشتو کې چې انصار ا... غورځنګ په یمن کې په یوه اصلي لوبغاړي او اساسي مهرې بدل شوی ، عربستان بیا هم موقعیَت مناسب ولید څو پر یمن یو بل ګوزار وکړي .
دم ګړۍ عربستان دفارس خلیج دملګرتیا شورا دغړي هیوادونو په نمایندګۍ سره دیمن له ملت سره د دښمنۍ بیرغ پورته کړی دی . ریاض دیمن د مستعفی او تښتیدلي ولسمشرمنصور هادی او همداراز په یمن کې له القاعدې ترهه ګرې ډلې په ملاتړ سره غواړي ، په دغه هیواد کې پر انصار ا... ولسی ِغورځنګ ډګر تنګ کړي . یو داسې اقدام چې انصارا... غورخنګ دیمن په جنوبی سیمې په تیره دمنصور هادي په مرکز عدن ښار کې پخپل پرمختګ سره ، ثابته کړې ،بې نتیجې به وي .
دم ګړۍ دیمن پوځ دیمن د ولسی کمیټیو په بشپړ ملاتړ سره ددغه هیواد دفاع کوي .
شته شواهد ښئي چې له انصار ا... غورځنګ سره اړونده ځواکونه دعربستان دهرډول احتمالی مځکنۍ حملې په بڼه کې دمقاومت توان لری . پر ډې اساس داسې بریښي هغه څه چې په یمن کې دعربستان په وسیله رامینځةشوي ، دهغه هیواد له خوا یوه داسې خطرناکه لوبه ده چې په ورستیو کلونو کې دمینځني ختیځ سیمې دزیاترو شخړو او جنجالونو دراپورته کولو یوه برخه ده . هیڅ شک نشته چې دعربستان دغه نوي سیاسی لوبه به هیڅ ګټه ونه لري او زر یا په ځنډ سره به ددغه هیواد لمن هم راګیره کړي
له همدااوسه په یمن دعربستان دهوائی حملو به باب په آل سعود کورنۍ کې دننه ځیني اختلافات راپورته شوي دي . دسیمې اونړۍ ځینو ډير هیوادونو هم دیمن په عامو خلکو دعربستان دهوائي بمباریو په محکوم کولو سره ، دریاض دغه غیر مسئولانه اقدام په سیمې کې دبې ثباتۍ اوناکراریو عامل بللی او له نړیوالو اورګانونو او ادارو ئې غوښتي دي په اوسني حساس وخت کې پخپلو دندو په عمل کولو سره دې دنړۍ په دغې سیمې کې دسولې اوامنیت ساتونکي شي .
Add new comment