سلګونو طالبانو د فراه په پشت رود ولسوالۍ حمله کړې ده

د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ ولسوال ملا غوث الدین وویل د طالبانو تر اووه سوه زیاتو غړو نن د پشت رود ولسوالۍ په مساو سیمه حمله کړې .
له بلې خوا د فراه د والي ویاند عبد الرؤف رحماني هم په دې اړه وویل تر اوسه په دې حمله کې دوه پولیس زخمیان دي خو دری طالبان هم په کې وژل شوي دي.
تر اوسه هغه ډير جزیات نه دي ورکړي .
له بلې خوا د قندوز د والي ویاندسرور حسیني هم وايي د ولایت د ودانۍ مخې ته په بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله یو تن پولیس مړ او ۱۰ نور ټپيان دي
طالبانو هم موږ ته تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي د هلمند په خانشین کې پرون په یوه پوسته حمله شوې څلور رینجر او ۹ عسکر په کې له منځه تللي دي

Add new comment