د ایران ولس مشر له ایراني اتومي مرکچي تيم قدرونه وکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولس مشر حسن روحاني نن د دې هیواد له مرکچي تيم قدرونه وکړه .
فارس خبري اژانس وايي ولس مشر حسن روحاني تیره شپه په خپله ټیوټر پاڼه کې د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف ، د اتوم انرژۍ د سازمان له مشر علي اکبر صالحي او د اتومي مرکچي ټيم له ټولو غړیو مننه او قدورنه وکړه .
د ایران مرکچي ټيم له ۹ ورځې پر له پسې او سختو خبرو اترو وروسته د اتومي جامع پروګرام په اړه موافقې ته ورسید او ګډه بیانیه ېې خبره کړه
د بیانېې په اساس به ګډ جامع پروګرام له دری میاشتني تکمیل وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هم تصویب شي.

Add new comment