آیا په یمن باندې د حملې فیصله دعربانو فیصله وه؟

د افغانستان حکومت په یمن کښې د عربستان د پوځي مداخلې د ملاتړ په ترڅ کښې په یوه خبرپاڼه کښې په ډاګه ویلي چې د حرمین شریفینو دفاع د هر مسلمان دنده ده او د افغانستان حکومت او ولس د هغو ساتنې ته چمتو دی. د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ په خبرپاڼه کښې راغلي چې دا پریکړه یې د افغانستان د علماو له سراسري شورا او د دغه هیواد له جهادي مشرانو سره له سلامشورې وروسته کړې ده.
تهران راډیو په دې هکله د افغانستان له دریو سیاسي کارپوهانو او شخصیتونو سره جلاجلا تماسونه نیولي او د هغوي نظرونه یې وپوښتل چې په دوام کښې یې له تاسو سره شریکوو. په دغو دریو کارپوهانو کښې د افغانستان مشهور شناندی وحید مژده، د دغه هیواد یو جهادي مشر او تکړه لیکوال محمد حسن ولسمل او د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کښې د دایرة المعارف د مرکز مشر حبیب ا... رفیع صیب شامل دي.
ښاغلي وحید مژده په دې اړه وايي چې د افغانستان حکومت په دې خاطر چې عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کښې مرسته وکړي او پر پاکستان دباو واچوي، په یمن کښې د عربستان له پوځي مداخلې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې که ضرورت شو نو افغانستان چمتو دی چې د حرمین شریفین دفاع او ساتنه وکړي. د ښاغلي مژده په وینا که داسې وشي نو دا به د افغانستان د حکومت یوه ستره تیروتنه وي ځکه چې د اشرف غني اصلي نیت دا وی چې د افغانستان د سولې پروسې ته د عربستان مرسته جلبه کړي نو باید امریکې ته یې مخه کړې وی او له دغه هیواده یې غوښتي وی چې پاکستان تر دباو لاندې راولي. ځکه چې دا امریکا ده چې نه غواړي په افغانستان کښې جنګ ختم شي او دا چې پاکستان چې په افغانستان کښې هر کار کول غواړي هغه د امریکې په نیغ په نیغه امر سره کوي.
ښاغلي مژده زیاه کړه: اوس چې پاکستان د یمن په خلاف د عربستان په جنګ کښې د عربستان ملاتړ کړی او دغه هیواد ته خپل ځواکونه لیږل غواړي، دا هم د امریکې په حکم کوي.
دویمه دا چې آیا حرمین شریفین ته د یمن د خلکو او یا د حوثیانو لخوا کوم ګواښ یا خطر پیښ شوی و چې په دې پلمه د عربستان ملاتړ کوي. مژده صیب زیاتوي چې سعودي عربستان د هغو نورو هیوادونو په ملتیا چې د یمن د خلکو په خلاف یې ائتلاف جوړی کړی دی، ولې یې هغه وخت چې د غزې مظلوم مسلمانان په وارو وارو د اسرائیلو لخوا له وحشیانه بمباریو سره مخامخ شول او د ښځو او ماشومانو په شمول پکښې په زرهاو کسان شهیدان شول او غزه ورانه شوه، ولې یې داسې کوم ائتلاف جوړ نه کړ. هغه وايي چې دا یوه امریکايي او صهیونیسټي دسیسه ده چې عربستان یې عملي کوي او اوس د افغانستان او پاکستان په شان هغه هیوادونه چې د امریکې لخوا یې مالي ملاتړ کیږي، مجبور دي چې د دې دسیسې ملاتړ وکړي.
د افغانستان تکړه او مشهور لیکوال محمد حسن ولسمل صیب هم په دې اړه وايي چې د افغانستان حکومت دې وړومبی خپل وران کور سم کړي.
هغه زیاتوي: په داسې حال کښې چې افغانستان زخمي زخمي دی او له تیرو څلویښتو کالو نه په وینو کښې لغړیږي او سعودي عربستان، امریکا او پاکستان په دې وینه تویونه کښې اصلي لوبغاړي دي، څرنګه د افغانستان حکومت چې تراوسه یې خپل کابینه نه ده جوړه کړې شوې، ځانته دا اجازه ورکوي چې په دې عجیبه پریکړې سره د هیواد ستونزې زیاتې کړي. ولسمسل صیب همداشان زیاته کړه چې د افغانستان د علماو شورا هم له حکومت څخه یوه حقوق اخیستونکې شورا ده او هرڅه چې ورڅخه حکومت وغواړي همهغه شان فیصله کوي.
ښاغلي ولسمل د جهادي مشرانو په باب هم وویل چې د افغانستان جهادي مشران نور نو هغه تیر تقدس نه لري او هغوي په مالي فساد کښې ډوب شوي دي. ځمکې غصبوي او د هغوي د کورنیو نښتو په وجه افغانستان د طالبانو له ښکارندې سره مخامخ شو. د هغوي کوم کار سم و چې لا دا به یې سم وي چې د افغانستان حکومت ته یې مشوره ورکړې چې د یمن خلاف جنګ کښې له عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
هغه په پاې کښې وویل چې د افغانستان د حکومت دا فیصله به د هیواد په دننه او هم بهر، د افغانستان لپاره ډیرې بدې پایلې ولري.
د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کښې د دایرة المعارف مرکز کشر حبیب ا... رفیع صیب هم په دې هکله وویل چې د افغانستان حکومت یوه ستره تیروتنه کوي چې ځان په یوه داسې ستره لوبي بلکې په هغه ستره دسیسه کښې شاملوي چې د امریکې، اسرائیلو او انګلستان لخوا برابره شوې ده. هغه وايي: دا ائتلاف چې د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن په خلاف جوړ شوی، په حقیقت کښې د انګلستان او اسرائیلو په حکم جوړ شوی چې موخه یې په سیمه کښې د مذهبي جنګونو جوړول دي.
رفیع صیب وايي که سعودي عربستان او نور عرب هیوادونه واقعاً خپلواک او آزاد واې نو د غزې په خلاف د اسرائیلو د ځلونو ځلونو بوږنونکو بمباریو او حملو په وخت به یې داسې یو ائتلاف جوړ کړی و. خو هغوي د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې داسې کوم ائتلاف نه شو جوړولی څکه چې د امریکې او اسرائیلو په تاوان تمامیده او په دې وجه د افغانستان حکومت هم نن سبا له یوې داسې حملې او ائتلاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړی چې امریکې، برطانیې او اسرائیلو پلان کړی دی.
عزیزانو بده به نه وي چې په پاې کښې د مصر د مشهور لیکوال او شناندي محمد حسنین هیکل خبرو ته اشاره وکړو چې په یمن باندې د سعودي عربستان له برید وروسته یې په ډاګه وویل: دا عربي پریکړه نه وه بلکې یوه غربي او لویدیځه فیصله وه.

Add new comment