سعودي رژیم د حرمین شریفین په پلمه یوازې د خپل کورني حکومت د ساتنې هڅه کوي
پاکستان وزیراعظم نوازشریف نن په یو ورځني سفر ترکیې ته لاړ. نواز شریف وايي چې هیواد یې د اسلامي امت د اتحاد او یووالي غوښتونکی دی. هغه به د یمن د حالاتو په اړه له ترک چارواکو سره خبرې اترې وکړي. په دې سفر کښې د نوازشریف د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز، د هغه ځانګړی مرستیال طارق فاطمي او همداشان د پاکستان مرستیال خارجه وزیر اعزاز چودري د وزیراعظم ملګري دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم په یو ټیلیویژني پروګرام کښې ویلي چې پاکستان به د یمن د کړکیچ په اړه په مینځګړیتوب کښې د مشر رول ولوبوي، له بلې خوا د یمن د کړکیچ په هکله پرون د نواز شریف په مشرۍ یوه مهمه غونډه وشوه چې پکښې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف، د مالیې وزیر اسحاق ډار، د ملي امنیت او بهرنیو چارو کښې د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز، د وزیراعظم ځانګړي سلاکار طارق فاطمي، د پوځ قومندان جنرال راحیل شریف، د هوايي ځواکونو قومندان مارشل سهیل امان او د سمندري ځواکونو قایم مقام ایډمرل خان هشام بن صدیق او څو نورو امنیتي او سیاسي چارواکو ګډون درلود. په دغه غونډه کښې د یمن حالات وجاجول شول او د سعودي عربستان د امنیت د برابرونې ژمنه وشوه چې که د عربستان ځمکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخامخ شي نو پاکستان به ورته غبرګون وښايي. خو د یمن د مسئلې په هکله پریکړه وشوه چې د پاکستان د پارلیمان او سینیټ یوه ګډه غونډه د راتلونکې ګل یا دوشنبې په ورځ جوړه شي او وروستۍ یا فاینل فیصله به په همدغې غونډه کښې وشي.
دا په داسې حال کښې دي چې نواز شریف له دې مخکښې د عربستان له باچا سلمان بن عبدالعزیز سره په ټیلیفوني خبرو کښې په یو اړخیزه توګه په یمن باندې د عربستان له تیري څخه د ملاتړ په ترڅ کښې سعودي عربستان ته د پاکستان د پوځي ځواکونو د لیږلو چمتووالی اعلان کړی و خو د پاکستان د سیاسي او مذهبي مشرانو او د حکومتي چارواکو لخوا د ډیرو دباونو له امله یې اوس دا چاره سینیټ او پارلیمان ته پریښې چې هلته یې په اړه فیصله وشي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام یو مشر او د دغه هیواد د سینیټ غړي مولانا عطاء الرحمان په یوه وینا کښې د خپل ګوند پلویانو ته وویل چې د پاکستان سیاستونو د بهرنیو قدرتونو په غوښتنه جوړیږي. خو همداشان یې د عربستان او یمن حالت ته په اشارې سره زیاته کړه چې د حرمین شریفین دفاع او ساتنه د هر مسلمان دنده ده او د هیڅ شک ځاې پکښې نشته خو د یمن په اړه دې حکومت بیړه نه کوي بلکې په دې لړ کښې دې د ټولو قومونو د مشرانو په ګډون سره یوه متفقه فیصله وشي.
له دې مخکښې د هغه مشر ورور مولانا فضل الرحمان چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر دی هم په دې اړه خبرداری ورکړی و چې کوم کسان چې کوم کسان چې د حرمین شریفین د دفاع خبره کوي هغوي دې پخپل حد کښې ووسي، عربستان ته د ځواکونو لیږل څه اسان کار نه دی او پکار دي له خپل ګاونډي هیواد یعنې ایران سره اړیکو ته پاملرنه وشي.
د پاکستان نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو هم د حرمین شریفینو د دفاع د ملاتړ په ترڅ کښې د یمن په جنګ کښې د پاکستان له پوځي مداخلې سره خپل سخت مخالفت اعلان کړی دی. د سیاسي او مذهبي مشرانو لخوا د مخالفتونو له سختیدو وروسته اوس پاکستان د ځواکونو د لیږلو لپاره نورې پلمې لټوي. مثلاً د ځواکونو د لیږلو ځینو پلویانو وړاندیز کړی دی چې سعودي عربستان ډیر مال او پیسې لري نو د پاکستان انساني ځواکونه په تیره بیا هغه ډله پوځیان دې استخدام کړي چې ریټایر شوي دي، او هغوي ته د عربستان تابعیت یا نیشنیلټي ورکړي او چرته چې ضرورت ویني هلته دې ترې کار واخلي او په دې جامه کښې د پاکستان خپل پوځیان هم عربستان ته لیږدول کیدې شي. پاکستان له هغوي ډیرو پیسو نه شي تیریدلی چې عربستان یې ورته ورکوي، په تیره بیا له هغو یو نیم میلیارډ ډالرو چې تیر کال یې له عربستان څخه د همدې ځواکونو د لیږلو په بدل کښې ترلاسه کړې دي.
دې حالاتو ته په پام سره یو څو پوښتنې ذهن ته راځي.
۱:آیا د یمن خلکو واقعاً په حرمین شریفینو باندې د حملې ګواښ کړی و؟
شواهد او قرائن ښودنه کوي چې داسې کوم خطر نشته. د یمن خلک یوازې د خپلو حقوقو د پوره کیدو په سر د خپل هیواد له حکومت سره مشکل لري او له څو کالو راهیسې ورسره ښکیل دي. نو بس سعودي عربستان په یمن کښې د خلکو د بیدارۍ له څپۍ څخه ویره لري چې ممکنه ده دا بیداري د عربستان خلکو ته هم ورسي چې د یوې کورنۍ لخوا پرې حکومت کیږي او ځپل کیږي.
۲:سعودي عربستان چې د یمن د مظلومو خلکو په خلاف یې ائتلاف جوړ کړی او له پاکستان څخه یې هم غوښتني چې ورسره ملګری شي، ادعا کوي چې په یمن کښې د منصور هادي قانوني حکومت پکار دي بیرته راشي په داسې حال کښې چې هادي له ولسمشرۍ استعفا ورکړې ده او له هیواده تښتیدلی دی. په هر حال پوښتنه دا ده چې که فرض کړو چې د یمن حکومت قانون و او که عربستان غواړي چې هغه ورستون کړي نو ولې هغه وخت چې په مصر کښې د محمد مرسي قانوني حکومت چې د انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شوی و، د امریکې او اسرائیلو په ملاتړ سره د جنرال السیسي لخوا ړنګ شو، نو عربستان نه یوازې د هغه د دفاع او ساتنې لپاره هیڅ ونکړل بلکې د نورو څو عربو هیوادونو په ملتیا یې له جنرال السیسي سره دولس میلیارډ ډالر مرسته هم وکړه.
۳:سعودي عربستان که د یمن د حکومت لپاره ډیر اندیښمن وي او د هغه د بیا واکمنولو لپاره یې د فارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو، مصر او ترکیې ائتلاف هم جوړ کړی او له پاکستانه هم غواړي چې ورسره ملګری شي او له څو ورځو نه د یمن په مظلومو خلکو بمبارۍ کوي، نو ولې هغه وخت چې په فلسطین کښې د غزې په مظلونو خلکو د صهیونیسټ رژیم لخوا وحشیاني هوايي او توغندويي بریدونه کیدل او د ښځو او ماشومانو په شمول پکښې د غزې په زرهاو مسلمانان شهیدان شول او غزه ورانه ویجاړه شوه، د داسې یو ائتلاف د جوړولو په فکر کښې ولې نه شو؟ څرګنده ده چې په غزې باندې د اسرائیلو حمله د امریکې په ملاتړ سره وه او په یمن باندې د عربستان حمله هم د امریکې او اسرائیلو په حکم او ملاتړ سره شوې او عربستان او ورپورې اړوند نور رژیمونه نه شي کولو د خپلو بادارانو د خوښې خلاف فیصله وکړي.
باید ووایو چې په یمن باندې حمله هغه دام او لومه ده چې امریکې او اسرائیلو خوره کړې چې په وړومبي پړاو کښې پکښې پخپله عربستان ګیر شوی او موخه یې د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچول، د سیمې د هیوادونو ترمینځ جنګ رامینځته کول، د دغو هیوادونو ټوټې کول، په سیمه کښې پر موجودې انرجۍ او زیرمو باندې واکمنیدل او د صهیونیسټي رژیم ساتنه ده.
Add new comment