پاکستان به د یمن په هکله له ایران او ترکیې سره سلا کوي

د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې هیواد به یې د یمن په هکله د هرډول وروستۍ او فاینل پریکړې له کولو مخکښې له ایران او ترکیې سره مشوره وکړي.
د ایرنا د رپورټ له مخې خواجه آصف پرون د اپریل په اتمه نیټه پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف تګ ته په اشارې سره وویل: په دې سفر کښې به د یمن د مسئلې په اړه د اسلام آباد دریځونه او پریکړې د ایراني چارواکو په خبرتیا ورسولې شي.
هغه همداشان د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ د سیاسي تفاهم په هرکلي سره ټینګار وکړ: بې له شکه په سیمه په تیره بیا د مینځني ختیځ په بدلونونو کښې د ایران په ټاکونکي رول سترګې نه شي پټیدې.
د پاکستان دفاع وزیر وویل چې ترکیې ته د وزیراعظم نوازشریف ننی سفر هم د یمن د حالاتو په اړه د انقرې له چارواکو سره د خبرواترو او سلامشورې په موخه شوی دی.
خواجه آصف په دې خبرې سره چې ټاکل شوې د یمن موضوع راتلونکې دوشنبې د پاکستان د پارلیمان او سینټ په ګډه غونډه کښې وڅیړله شي، وویل: د پارلیمان استازو چې هره فیصله وکړه حکومت به یې ومني.

Add new comment