افغانستان په یمن باندې د عربستان د پوځي برید ملاتړ نه کوي

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر وویل چې هیواد به یې هیڅکله په یمن باندې د سعودي عربستان د پوځي حملې ملاتړ ونکړي.
ایسنا خبري آژانس خبر ورکړی چې عبدا... عبدا... پرون په دې خبرې سره چې افغانستان له جنګ او ناامنۍ څخه ډیر سخت زیانمن شوی دی، د یمن، سعودي عربستان او نورو عربو هیوادونو له حکومتونو یې وغوښتل چې خپل اختلافات د سیاسي خبرواترو له لارې هوار کړي.
عبدا... عبدا... په عین حال کښې ټینګار وکړ چې که سعودي عربستان ته د یو داسې هیواد په توګه ګواښ او خطر پیښ شي چې د مسلمانانو قبله پکښې ده نو کابل به د ریاض ملاتړ وکړي خو په اوسنیو شرایطو کښې په یمن باندې د عربستان د پوځي برید ملاتړ نه کوي.
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر له دې مخکښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل حکومت په یمن باندې د عربستان د حملو ملاتړ کوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ادعا کړې چې دا پریکړه یې د ملي امنیت د شورا په غونډه کښې له عالمانو او سیاسي او جهادي مشرانو سره له سلامشورې وروسته کړې ده

Add new comment