په لوزان کی د موافقی لپاره د مذاکرو دوام
د سویس په لوزان کی د ایران او ۵+۱ ډلی اټمی مذاکری، نن پخپله شپږمه ورځ، هماغه راز دوام لری
سره له دی چی ، پیچلی موضوعګانی لا پاتی دی، موافقی ته د رسیدا لپاره، امیدونه او هیلی هم زیاتی دی .
د ایران دکارپیژندونکی پلاوی مشر، حمید بعیدی نژاد، تیره شپه د لوزان د بوری واژ په هوټل کی، د خبریالانو سره په مرکه کی، دیته په اشاری سره چی، سلا مشوری او مذاکری، په ټولو سطحو او زمینو دوام لری، زیاته کړه : هره شیبه ممکنه ده، یولړ بدلونونه رامنځته شی .
بعیدی نژاد، هغه موارد چی؛ د هغو په باره کی اختلاف وجود لری، څو موضوعګانی وبللی، او ویی ویل : دغه موضوعګان مهم دی، خو یواځی په ایران پوری هم مربوط نه دی، او حتی پخپله ۵+۱ ډله هم باید، د هغو په باره کی نتیجی ته ورسیږی .
په اوس حال کی، د اختلاف وړ ډیر مهم بحثونه، په دریو موضوعګانو باندی متمرکز شوی دی : لمړۍ موضوع، د بایکاټونو په لغوه کیدا پوری مربوطه ده .
دویمه موضوع، په ایران کی د سوله ایزو اټمی تحقیقاتو او فعالیتونو پراختیا، او دهغو په هکله تحقیق دئ . او دریمه موضوع، د تصمیم نیونی او سیاسی ارادی د وروستیو حلقو بڼه نیول دی، داشان چی اجازه ورکړی؛ مذاکری له خنډونو څخه واوړی، او د موافقی د لیکلو لپاره، د ضروری زمینو او چارو د رامنځته کیدا سبب شی .
نور موارد هم، لکه د موافقی د نیټی او دورې، اود اټمی فنی مسایل وجود لری ، چی د موافقی په نورو برخوکی شتون لری .
خو داپوښتنه مطرح ده چی، آیا د نن ورځی د شپی تر نیمایی پوری به، ټولی چاری او مسایل تمام شی؟ او که کومه موافقه ترلاسه نه شی، په دی صورت کی به، کومی ګزینی او موضوعګانی مطرح شی ؟ ځینو سرچینو ویلی دی چی، که خنډونه لیری شی، او پرمختګ وجود ولری، د مذاکری اړوندی خواوی به، شاید د پنجشنبی تر ورځی پوری په لوزان کی پاتی شی؛ مګر په اوس حال کی ټول نظرونه او پاملرنی، موجودی وضعی ته ځیر شوی دی، او پردی باندی ټینګار کیږی چی، دغه کار باید، په همدی ځای، یعنی په لوزان کی تمام شی .
یوه بله فرضیه هم داده چی، مذاکری و درولی شی، او بیا له سره پیل شی، چی په دی صورت کی به، حالات لا زیات پیچلی شی . ځکه چی، د هغو مذاکرو د پروسی د تخریبولو لپاره، کار ړنګونکی تحرکات وجود لری کوم چی، د هغو په باره کی په ځلونه، خبری اتری شوی دی .
د دغو مواردو له جملی څخه، یو مورد؛ د امریکا په کانګرس کی تحرکات دی زیاتره برخه یی د جمهوریت غوښتونکو، یعنی د باراک اوباما د مخالفانو په واک کی ده . هغوی ویلی دی ؛ چی نتیجی ته د دغو مذاکرو د نه رسیدو په صورت کی، د اپریل په ۱۴ نیټه به، دایران په ضد نوی بایکاټونه ولګول شی ، چی د داشان یو کار معنا به، احتمالا د ټولو دغو مذاکرو ختمیدا وی .
په هر حال، هغه هڅی چی روانی دی؛ د مذاکری د ټولو خواؤو جدیت دئ؛ ځکه چی، د دغی مسئلی ، او د ایران د اټمی پروګرام په باره کی د څه دپاسه یوی لسیزی جنجال زیږونی د ختمیدا یواځنۍ حل لاره، مذاکره ده .
اوس مهال د ټولو مذاکره کونکو لور ټینګار دادئ چی فرصت باید له لاسه ور نه کړو . که څه د مارچ ۳۱ نیټه، وروستئ فرصت نه ګنل کیږی؛ خو د بحثونو د دوام، او په نهایی شوی فنی جزئیاتو سره، بشپړ موافقی ته د رسیدا لپاره، یوه مهمه مرحله ګنله کیږی . سره له دی حاله؛ تر اوسه لا نشو ویلای چی، نن؛ سبا او یا په راتلونکو ګړیو کی، کوم خبرونه له لوزان څخه، خپاره شی، او د یو نیم کالو بی مخینو بیړنیو ډیپلماټیکو هڅو نتیجه به، څرنګه وشی ؟
Add new comment