تکریت آزاد شو
ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د عراق پوځ او ولسي ځواکونو د تکریت د امنیته ودانۍ په شمول مختلفې سیمې دداعش او تکفیري ځواکونو له لاسه و ایستلې.
د عراق الحشد الشعبي ځواکونو او فډرال پولیسو هم خبر ورکړی چې د عملیاتو د نوي پړاو په بهیر کې چې تېره شپه پيل شوې، توانېدلي چې تر نن ماسپښین پورې العلم پل هم ونیسي.
د یوبل خبر له مخې د عراق لومړي وزیر، حیدرالعبادي هم نن د یوې بیانیې په خپرولو سره په رسمي توګه له داعش څخه د تکریت د نیولو خبر ورکړ.
Add new comment