دنړۍ خطرناکه لاره پرانیستل شوه
په اسپانیا کښې ددنیا ترټولو خطرناکه لاره له ښکلي کولو وروسته دخلکو لپاره خلاصه شوي ده .
هسې خو لارې د سفر داسانۍ لپاره جوړیږي خو ځینې لارې داسې هم وي چې ورباندې سفر کول ډیر سخت وي .
داسپانیا په ملاګا ولایت کښې کمینټیو ډیل رې لاره ددنیا په خطرناکو لارو کښې ګڼل کیږي چې اوس دښکلي کولو لپاره د څلور(۴) میلیونه ډالرو له لګولو وروسته دخلکو لپاره خلاصه شوي ده .
داسپانیا دغه خطرناکه لاره چې په ۱۹۰۵ میلادي کال کښې جوړه شوي ده او یوسل لس(۱۱۰) کاله لرغونوالی لري زر(۱۰۰۰) فټه لوړوالی لري او پلنوالی یې هم درې (۳)فټه او دوه (۲)اینچه دی .
دغه خطرناکه لاره څلور(۴) کلومیټره ده او دسمندر دپاسه په تیریدا سره دوه (۲)بریښناکوټونه له یوبل سره وصلوي .
له پینځلس(۱۵) کلونو وروسته دوباره په دغه پرانیسونکي لارې دتلو لپاره به هره ورځ شپږ سوه (۶۰۰)سیلانیانو ته ټکسونه ورکړل شي .
دویلوده چې داسپانیا په دغه خطرناکې لارې دتلو لپاره دروان میلادي کال تر جولاۍ میاشتې ټکسونه له مخکې څخه خرڅ شوي دي
Add new comment