د یمن او عربستان په سرحد کې سخته جګړه روانه ده
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، خبري سرچینو ویلي چې د عربستان او یمن ترمنځ سرحد کې د سعودي له پوځ سره د یمن د پوځ او انصارالله غورځنګ د ځواکونو سخته جګړه روانه ده.
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې د یمن پر سرحدي سیمو د سعودي د چورلکې په داسې حال کې الوتنې کوي چې ددواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه او د راکټو، توغندیو او توپونو تبادله روانه ده.
خبر وايي چې دا د پنج شنبې ورځې راهیسې چې سعودي او ملګرو یې د یمن د مستعفي ولسمشر، عبدربه منصور هادي د ملاتړ په موخه د یمن پر استوګنو سیمو د پراخ برید له وخته تر اوسه پورې ددواړو لوریو ترمنځ تر ټولو سخته جګړه ده.
په دې جګړه کې تر اوسه پورې په لسګونو ولسي کسان و ژل شوي او په زرګونو بې کوره او کډه شوي دي.
Add new comment