دبالکان سیمی یو شمیر ځوانانو، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لیک ته ځواب ووایه
داسلامی کلتور او ارتباطاتو دسازمان د عمومی اړیکو د دفتر د رپوټ له مخی، داسلامی انقلاب معظم لارښودته، د بالکان سیمی یو شمیر ځوانانو په لیک کی، راغلی دی : په داسی یوه دنیا کی چی، د نیو لیبرالیزم یو اړخیز حاکمیت، د مسکینانو او بډایاتو ترمنځ د توپیر او واټن د زیاتوالی سبب شوئ دئ، او ستر ی قدرتمنی رسنۍ، د تمامیت غوښتونکو سیاستمدارانو، او پخوانیو ښکیلاکیانو په دستور، د ځوانانو د مغزونو او زړونو د تسخیرولو په لټه کی دی، ډیره ښه لاره؛ دځان باورۍ رامنځته کیدا، او د الهی ادیانو، په تیره بیا د اسلام د مبین دین څخه، د زمان او زمانی سره سم، درسته پیژنده ده .
Add new comment