په افغانستان کښې د ښځو په خلاف په تشدد اعتراض
د افغانستان د ولسي جرګې استازيو د ښځو په خلاف د تاوتريخوالي له دوام څخه په مخنيوي باندې په تاکيد سره د مجرمانو د قصاص غوښتنه وکړه. هغوي قصاص د داسې غېرانساني اعمالو د کمولو لپاره يوازېنۍ لاره وبلله.
دا غوښتنه له دې وروسته وشوه چې دوه ورځې مخکې د افغانستان په هرات ښار کښې د تشدد او تاوتريخوالي ترټولو وروستۍ واقعه رامنځته شوې ده. په دا ډول چې د افغان غږ يا آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې په دغه لړزوونکي جنايت کښې خاوند د خپلې ښځې پوزه او شونډې پرې کړې او بيا وتښتېد. د افغانستان پوليسو د دغې مېرمن د خاوند د تښتېدو په تائيدولو سره وويل، تر اوسه د هغۀ په نيولو کښې نۀ دي کاميابه شوي او دغه سړے هم هغه شان د پوليسو تر تعقيب لاندې دے.
په هرات کښې له دغه لړزونکي جنايته وروسته په لسګونو خلقو د هرات ښار په مرکزي چوک کښې په راغونډېدو سره د دا ډول تاوتريخوالو او جنايتونو له عاملانوسره د جدي چلند غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر استازيو هم د دغه لړزوونکي جنايت په غندلو سره حکومت په کمکارۍ او سستۍ تورن کړ او وې ويل،تر هغه وخته چې حکومت له جنايکارانو سره سخت سلوک ونکړي د ښځو په خلاف د تاوتريخوالي او تشدد د کمولو لپاره به هيڅ اميد نۀ وي.
د افغان ولسي جرګې استازيو له حکومته وغوښتل چې د انسانيت په خلاف د دا ډول جنايتونو عاملان دې قصاص کړي. خو د افغانستان د ښځو د چارو د وزارت چارواکو وويل چې د ښځو په خلاف د تشدد د زياتېدو په اړه د ځينو غېر حکومتي ادارو رپوټونه نۀ تائيدوي.
د ښځو د چارو د وزارت مرستيالې مژګان مصطفوي د ښځو په خلاف د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه د ځينو غېر حکومتي ادارو وروستي رپوټونه بې بنياده وبلل او زياته يې کړه د دا ډول رپوټونه حقيقت نۀ لري.
خو د بشري حقوقو خپلواکه کمېشن چې يو غېر سرکاري اداره ده په خپل ترټولو وروستي رپوټ کښې د ښځو په خلاف د تشدد له زياتېدو څخه خبر ورکړے دے.
په دغه رپوټ کښې په حکومتي ادارو نيوکه شوې ده چې په ښځو باندې د تشدد د دوسيو په تعقيبولو کښې کمزورے عمل کوي او دا چاره د تاوتريخوالو او تشددونو د زياتېدو سبب شوې ده.
د افغانستان د ښځو د چارو وزيرې حسن بانو غضنفر هم په دې وروستيو کښې اعلان وکړ چې د هغې تر امر لاندې وزارت د روان کال له شروع څخه د ښځو په خلاف د تاوتريخوالي تقريباَ څلور زره واقعات ثبت کړي دي.
د هغې په قول قتل، د تشدد له لاسه ځان سوزونه، ځان وژنه، وهل ټکول او جبري وادۀ د ښځو په خلاف د تاوتريخوالي او تشدد له مهمومواردو څخه دي.
په همدې حال کښې د افغانستان د ښځو يو تنظيم هم په دغه هېواد کښې د ښځو په خلاف د تاوتريخوالي د زياتېدو په تائيدولوسره د دې چارې له پائېلو څخه اندېښنه څرګنده کړه او د ښځو حقوقو ته د افغانستان د حکومت د جدي پام لرنې غوښتنه يې وکړه.
د اېرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغان ښځو د تنظيم مشرې حسېنه صافي د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د ښځو په خلاف په تاوتريخوالو باندې د خواښينۍ په څرګندولوسره له ديني عالمانو، مدني ادارو او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو په خلاف له تاوتريخوالي او تشدد سره د مقابلې لپاره دې جدي اقدامات وکړي او په خپلو ژمنو دې عمل وکړي.
د افغان ولسي جرګې استازې فرخنده زهرا نادري فقر، بې روزګاري او بې سوادي د افغان ښځوپه خلاف د تاوتريخوالي اصلي عوامل وبلل او د دغه هېواد له ولسي جرګې يې وغوښتل چې د ښځو په خلاف د تاوتريخوالو د ختمولو په لړ کښې دې يو لړ قوانين تصويب او عملي کړي.
Add new comment