په کابل کښې سوزول شوي انجلۍ بې ګناه وه
دافغانستان دکورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل په پلازمینې کابل کښې دقران کریم دسوزولو په تور په اوور کښې سوزول شوي انجلۍ بې ګناه وه .
هغه پارلمان ته وویل دافغانستان اوه ویشت(۲۷) کلنه انجلۍ فرخنده په پریکنده توګه بې ګناه وه او په هغې دقران کریم دسوزولو تور په کامل ډول غلط وو .
دافغانستان دکورنیو چارو وزیر زیاته کړه فرخنده یوه مذهبي انجلۍ وه او داسلامیاتو معلمه هم وه .
دافغانستان خلکو تراوسه ددغه انجلۍ دمړینې پرضد څو ځله مظاهرې هم کړي دي .
Add new comment