ایران په پنځم ځل یمن ته انساندوستانه مرستې ولیږلې
د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د ادارې د مرستې او ژغورنې د څانګې مشر وویل: د ایراند انساندوستانه مرستو پنځمه جوپه نن سهار د یمن پلازمینې صنعاء ته لیږدوله کیږي.
د ایرنا د رپورټ له مخې ناصر چرخ ساز بیګا د تهران په مهر آباد هوايي ډګر کښې خبریالانو ته وویل: د مرستو په دې پړاو کښې ۱۹ ټنه درمل او طبي تجهیزات او دوه ټنه خوراکي شیان شامل دي چې نن سهار پنځه بجې یمن ته لیږل کیږي.
هغه ټینګار وکړ چې یمن ته د لیږل شویو مرستو په تیرو څلورو پړاونو کښې ۵۰ ټنه درمل او طبي، روغتیايي او د استوګنې وسایل او همداشان خوراکي شیان د یمن د خلکو لپاره لیږدول شوي دي.
هغه همداشان وویل چې د یمن د خلکو د اړتیا او غوښتنې په بڼه کښې به له دغه هیواد سره د اسلامي ایران انساندوستانه مرستې دوام ومومي.
Add new comment