حزب الله د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک ته غبرګون وښود
د لبنان حزب ا... د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا هغه سیاسي او له پلویتوبه ډک پریکړه لیک وغنده او رد یې کړ چې په سوریه کښې د حزب ا... لخوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ادعا یې کړې.
ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د حزب ا... په پرونۍ خبرپاڼه کښې راغلي: د بشري حقوقو د شورا دا سیاسي مصوبه، په نړیوالو ارګانونو باندې د امریکايي او صهیونیسټي محور د ولکې بیانونکې ده او ناعادلانه، نا انډوله، بې ګټې، بې اعتباره او ناجایز پریکړه لیکونه د هغې نتیجه ده.
حزب ا... ټینګار کړی چې د دغه پریکړه لیک په تصویبیدو کښې د سیمې د ځینو هیوادونو لاس لرل د صهیونیسټي دښمن له تیرو سره په مقابله کښې د حزب ا... له ستر رول څخه د هغوي د اندیښنې او ژورې کینې بیانونکی دی.
د حزب ا... په خبرپاڼه کښې ټینګار شوی چې دا ډول پریکړه لیکونه نه یوازې حزب ا...د مقاومت او جهاد لپاره له هڅې او ټینګار څخه نه شي منعه کولی بلکې په دې لاره کښې د هغه د هوډ د لاپیاوړي کیدو سبب ګرځي.
د ویلو ده چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا په جنیوا کښې پخپله وروستۍ کلنۍ غونډه کښې د امریکې، برطانیې، عربستان او قطر په غوښتنه د لبنان حزب ا... غورځنګ په سوریه کښې د بشري حقوقو د ترپښو لاندې کونکي په توګه وغنده.
Add new comment