خواجه آصف: د یمن خلاف ائتلاف کښې نه شاملیږو

د پاکستان دفاع وزیر سعودي عربستان ته د پوځي ځواکونو لیږل دروغ وبلل او ویې ویل چې هیواد یې تراوسه سعودي عربستان ته د پوځي ځواکونو د لیږلو فیصله نه ده کړې او په یمن باندې د حملې په ائتلاف کښې به شامل نه شي.
د ایرنا د رپورټ له مخې خواجه آصف دا څرګندونې بیګا ماښام د یوې لویدیځې رسنۍ له هغه خبر وروسته وکړې چې ویلي یې وو، ټاکل شوې چې پاکستان په یمن باندې د حملې په ائتلاف کښې د شاملیدو لپاره عربستان ته ځواکونه لیږي.
همداشان په بهرني سیاست کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي سلاکار طارق فاطمي د ځینو لویدیځو رسنیو دا رپورټونه په کلکه تکذیب کړل چې ګني د پاکستان جنګي الوتکې د یمن په خلاف هوايي بریدونو کښې ګډون لري.
سي، این، این خبري چینل پرون ادعا کړې وه چې د پاکستان پنځلس جنګي الوتکې د سعودي عربستان په مشرۍ یمن ضده عربي ائتلاف کښې ګډون لري.
په عین حال کښې پرون د پاکستان د وزیراعظم په مشرۍ د یمن د حالاتو د څیړلو په موخه یوه غونډه وشوه چې پکښې پریکړه وشوه چې د پاکستان د دفاع وزیر او د ملي امنیت او بهرنیو چارو کښې د نوازشریف د سلاکار په شمول د پوځي چارواکو یو پلاوی به ډیر زر، د یمن د مسئلې په هکله د خبرواترو لپاره ریاض ته لاړ شي.
په دې وروستیو ورځو کښې په یمن باندې د حملې په ائتلاف کښې د ګډون لپاره له پاکستانه د سعودي عربستان له غوښتنې وروسته د پاکستان حکومت په رسمي ډول ویلي چې ځان د عربستان د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع او ساتنې ژمن ګڼي خو په عین حال کښې يې په ډاګه ویلي دي چې په یمن باندې د حملې په ائتلاف کښې د شاملیدو نیت نه لري.

Add new comment