د انقلاب د معظم لارښود په شتون سره د فاطمة الزهرا س د شهادت د ویر مراسم تر سره شول
د ایرنا د راپور له مخې تیره شپه په تهران کې د امام خمیني ره په حسینیه کې د انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ايي په شتون سره د حضرت صدیقه کبرا س د شهادت د کلیزې د څلورمې شپې د ویر او عزادارۍ مراسم تر سره شول
په راپور کې راغلي په دې مراسمو کې ګڼو دولتي او امنیتي چارواکو مسئولینو او د خلکو د بیلابیلو پاټکیو استازو ګډون کړی ؤ .
غوندې ته یو شمیر وینا کوونکو ویناوې هم وکړې او شیعه یانو ته ېې د حضرت زهرا س درس توحید او په منان خدای ج اعتماد او اعتقاد وباله او زیاته ېې کړه د حضرت صدیقې س احساسات عین عقل او دین ؤ ځکه تر وروستیو ېې د ولایت له خط دفاع وکړه
همداراز د اهل بیت د عصمت او طهارت مداحانو هم مرثېې وویلې
دا مراسم به سبا شپه هم په دې حیسنیه کې تر سره شي .
Add new comment