ایران او روسیې دیمن دکړکیچ په حل کیدا ټینګار وکړ

دایران دخارجه وزارت د عربو اوافریقا دچارو مرستیال او د روسیې دفیډریشن شورا نایب رییس له صلح ایزو لارو د یمن دکړکیچ دحل پرضرورت ټینګار وکړ .
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ دایران دخارجه وزیر مرستیال حسین امیر عبداللهیان چې دسیمې دبدلونونو او دوه اړخیزه اړیکو په باره کښې د دروسیې له لوړرتبه چارواکو سره دسلامشورې لپاره ماسکو ته ورغلی دی نن د روسییې د مشرانو جرګې له مرستیال الیاس اوماخانوف سره کتنه او خبرې و کړې .
دایران دخارجه وزیر مرستیال دسیمې په مسایلو کښې دروسیې او ایران مهم رول ته په اشارې سره په دغو مسایلو کښې د دواړو هیوادونو دسلامشور د دوام پرضرورت ټینګار و کړ .
دایران دخارجه وزیر مرستیال دغه راز له روسیې سره د ایران داړیکو پراختیا دایران دخارجي سیاست په لومړیتوب کښې وباله .
دروسیې دفیډریشن شورا نایب رییس الیاس اوما خانوف هم په دغه کتنې کښې ویل روسیه دیمن په پیښو سخته اندیښمنه ده او دیمن د کړکیچ او دسیمې د نورو مسایلو له حل سره دمرستې لپاره چمتووالی لري

Add new comment