عراق په یمن دسعودي عربستان له پوځي یرغل سره مخالفت وکړ

د عراق خارجه وزیر ابراهیم جعفري نن په یمن کښې د حوثیانو پرضد دسعودي عربستان تر مشرۍ لاندې له هوايي یرغل سره مخالفت وکړ او ویې ویل پوځي لاسوهنه حل لاره نه ده .
دعراق خارجه وزیر چې هیواد یې له داعش وهابي ترهګرو ډلو سره په جنګ بوخت دی وویل بغداد دیمن دکړکیچ لپاره دصلح ایزې حل لارې ملاتړ کوي .
دعراق خارجه وزیر وویل مونږ په یمن باندې دسعودي عربستان د پوځي یرغل ملاتړ نه کوو او دخارجي لاسوهنې پرضد یوو .
بل خبر داچې دعربو هیوادونو خارجه وزیران دمصر په شرم الشیخ کښې یوه غونډه کوي

Add new comment