امریکا دافغانستان دکړکیچ په دوام کښې ستره ونډه لري
دافغانستان د سیاسي مسایلو کارپیژاند وویل امریکا په وملي وحدت حکومت کښې د ځینو ډلو په ملاتړ سره دهیواد دکړکیچ په دوام کښې ونډه لري .
دافغانستان په علومو اکیډمۍ کښې د افغان دایره المعارف دبرخې مشر حبیب الله رفیع له تهران رادیو سره په مرکه کښې له کابل څخه د ملاتړ په باره کښې دامریکا په کانګرس کښې د ولسمشر اشرف غني د وینا په باره کښې وویل اشرف غني دامریکا په ملاتړ سره واک ته ورسید او امریکا دافغانستان دملي وحدت دحکومت په جوړیدا کښې ستره ونډه لري .
هغه ډاګینه کړه چې دافغانستان دحکومت په جوړیدا کښې دخلکو رایو ته هیڅ ارزښت ورنکړل شو او دامریکا دخارجه وزیر په مرستې او ملاتړ سره د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ ملي وحدت حکومت جوړ شو .
دافغانستان دغه لیکوال په هیواد کښې له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې لپاره له امریکا د مرستې په اړه دافغانستان دولسمشر اشرف غني دڅرګندولو په باره کښې ټینګار وکړ داعش ترهګره ډله امریکا په سیمه کښې دځینو مخالفو حکومتونو دځپلو لپاره جوړه کړي ده او دداعش دملاتړو هیوادونو دپیژندلو لپاره له امریکا دافغانستان دولسمشر اشرف غني غوښتنه د پوښتنې وړ ده
Add new comment