دسعودي عربستان ښاریزو په یمن دال سعود رژيم په حملې اعتراض کښې مظاهرې وکړې
دسعودي عربستان ښاریزو په یمن دال سعود رژيم په حملې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
تسنیم خبري اژانس وايي د سعودي عربستان په ختیځ کښې دالقطیف سیمې وسیدونکو په مظاهرو سره په یمن د سعودي عربستان او دنورو عربو هیوادونو دپوځونو په حملو اعتراض وکړ او دغه حمله یې دیمن دملت په برخلیک کښې ښکاره لاسوهنه وبلله .
دسعودي عربستان مظاهره چیانو دیمن له خلکو وغوښتل خپلې انقلابي لارې ته دوام ورکړي .
دبحرین الوفا اسلامي ګوند هم نن په یوې(۱) بیانیې کښې له خلکو وغوښتل سبا دیمن دخلکو دملاتړ لپاره دسعودي عربستان پرضد مظاهرې وکړي .
دبحرین دغه ګوند وویل دیمن پرضد دسیمې د دیکتاتورو حکومتونو تیری دیمن او دخلکو دانقلاب پرضد ښکاره دښمني ده .
سعودي عربستان دامریکا، مصر ، بحرین، متحده عربي اماراتو ، قطر او کویت وغیره په ملګرتیا سره په یمن پوځي حمله کړي ده چې له کبله یې تراوسه پنځوس (۵۰) کسان مړه شوي او له سلو(۱۰۰)زیات ژوبل شوي هم دي .
Add new comment