په یمن دسعودي عربستان حمله دامریکا په اجازې سره شوي ده

دترکیې دستراتژیکو مسایلو شناند په یمن دسعودي عربستان او دهغه د ملګرو دتیري هدف صهیوینسټ رژيم ته خدمت کول وبلل .
دترکیې د یورت ورځپاڼې سیاسي مفسر او د ستراتژیکو چارو شناند حسني محلي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل دسیمې هیوادونه باید خبر ووسي دسیمې په هیوادونو تیري او یرغلونه دصهیونیسټ رژیم د امنیت تامینول او داسلامي هیوادونو کمزوري کول دي .
هغه سعودي عربستان او قطر منحرف او داسرایلو خادمان وبلل .
دترکیې دغه شناندي وویل په یمن دسعودي عربستان او دامریکا دنورو نوکرانو تیری په عراق او سوريې کښې د صهیونیسټانو دپلانونو دوام دی .
هغه وویل سعودي عربستان ،امریکا او نور عرب هیوادونه په عراق کښې دشیعه او سني مسله مطر ح کوي او کابوپینځه (۵)کاله کیږي چې په سوریې کښې هم دعلوي او سني موضوع د جنګونو سبب مطرح کوي او اوس یې په یمن کښې د شیعه حوثیانو موضوع پلمه ګرځولي ده .
دترکیې دغه شناندي په دې خبرې سره چې دسوریې پینځلس(۱۵) فیصده خلک علویان دي وویل نو بیا څرنګه دولسمشر بشار اسد حکومت توانیدلی دی چې دقسم خوړلیو دښمانانو په وړاندې مقاومت وکړي .
دترکیې دغه سیاسي شناند وویل په یمن کښې اکثره سوشلیسټان، ملي پال او ازادي غواړي خلک دحوثي غورځنګ په څنګ کښې ولاړ دي او سعودي عربستان ته د امریکا ، پاکستان ، ترکیې ، مصر او دځینو نورو عربو هیوادونو دمشرانو سفرونه هم ددې ښودنه کوي چې نوي دسیسه روانه ده .
دامریکا یوه مسوول چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې امریکا په یمن دسعودي عربستان په حملې کښې له عربستان سره مرسته کړي ده او کوي یې .
په امریکا کښې دعربستان سفیر هم وویل سعودي عربستان په یمن دحملې په باره کښې له امریکا سره مشوره کړي وه او امریکا هم په یمن د حملې اجازه ورکړي ده .

Add new comment