مولانا جلال الدين محمد بلخي

د 672 هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په پينځمه نېټه د ايران يو تکړه شاعر او عارف مولانا جلال الدين محمد بلخي چې په مولوي مشهور ؤ د نننۍ ترکيې په جنوب کښې د پخواني ايران په يو ښار قونيه کښې وفات شو.
مولوي د اومې هجري قمري پېړۍ يو ډېر ستر او تکړه شاعر او د اسلامي نړۍ يو متفکر او عارف ګڼل کيدۀ. هغه په 604 هجری قمری کال کښې د اوسني افغانستان د شمال په بلخ کښې وزېږېد. مولوي يوه موده وروسته له خپل پلار سره قونيې ته لاړ او د پلار له وفاته وروسته د زدکړو د دوام لپاره حلب او دمشق ته يې سفر وکړ. دغه نامتو شاعر قونيې ته له ستنېددو وروسته په تدريس، وعظ او خطابت باندې لاس پورې کړ ان تردې چې په 642 کال کښې د هغې زمانې له مشهور عارف شمس تبريزي سره يې ملاقات وشو. دغه کتنه او اشنائي د مولانا جلال الدين په روح کښې يو ستر انقلاب رامنځته کړ او هغۀ سملاسي د تدريس مسند پرېښود او له دې وروسته يې د نفس په تذکيې او اصلاح لاس پورې کړ او خپل تل پاتي اثار يې هم په همدغه دوران کښې وليکل. د مولوي تر ټولو اهم اثر «مثنوی معنوي» دے. همدارنګ«فيهِ ما فيه»، «مکتوبات مولانا»او «رباعيات»د دغه ستر ايراني شاعر او عارف له نورو اثارو څخه دي.

Add new comment