په پاکستان کې د امریکائي ډرون حملو اودهغودجنایتونو تائيدیدا
د پآکستان حکومت په دغه هیواد کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دحملو له امله دسلګونو خلکو وژله منلې ده . دپاکستان پارلیمان ته ددغه ه۹یواد د حکومت په رسمي راپوروکې ټينګار شوی دی چې په تیرو لسو کلونو کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو د توغندوي حملو له امله په قبایلی سیمو کې څه دپاسه دوه زره دوه سوه کسان وژل شو يدي .
دپاکستان حکومت ددغه هیواد د پارلیمان استاذو ته دخطاب په باب دیوه سند په خپرولو سره ویلی دي ، په دغو کلونو کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دحملو له امله پر دوه زره دوه سوه کسانو وژلو سربیره ،دوه سوه اتیا نور ټپیان شوي هم دي او په سلګونو کورونه او دغه راز ګاډي هم تباه شوي دي له دې سره سره ، دبشری حقوقو ځيني فعالان باوري دی ، اسلام اباد د مرګ ژوبلو دقیقې شمیرنې چې څه دپاسه درې زره تنه ښودل کیږي ، نه دي وړاندې کړي . د ویلو ده چې دامریکائي بې پیلوټه الوتکو په توغندوي حملو کې زیاتره وژلې دپاکستان په جنوبی او شمالی وزیرستان قبایلی سیمو کې اوښتي دي چې ویل کیږي زیاتره ئې عام خلک دي چې ددغه هیواد دخلکو او حکومتی چارواکو سخت غبرګون او کرکه ئې هم په ځان پسې درلودلې ده .
له ۲۰۰۵کاله راهسې دپاکستان په قبایلی سیمو دامریکادبې پیلوټه الوتکوحملې ددواړو هیوادونو یوه مهمه ستونزه او چلینج دی . دپاکستان دحکومت ،پوځ او ولس له مخالفتونوسره سره امریکا خپلو دغو حملو ت ه دوام ورکړی دی . دغه هیواد مدعي دی چې بې پیلوټه الوتکې ترهه ګر وګړي په نښه کوي خو دشاهدانواو دملګروملتو دتائيد په اساس ددغو حملو زیاتره قربانیان عام خلک په تیره بیا ښځې او ماشومان دي . داموضوع لامل شوې څو په پاکستان کې دامریکا په ضد کرکه اونفرت لازیات شی او ددغه هیواد خلک په تیره بیا دخیبرپختونخواه صوبې اوسیدونکي دپراخو مظاهرو په جوړولو سره ددغه ډول حملو د درولو جدي غوښتنه وکړي . خو امریکا دغو اعتراضونو او مظاهرو ته له پامه پرته هماغه راز دپاکستان په قبایلي سیمو دخپلو بې پیلوټه الوتکو توغندوي حملو ته دوام ورکوي . که څه هم ځینو لودیځوالو رسینو ادعا کړې ده چې امریکا دافغانستان په باب دلازیاتې ملګرتیا په باب دپاکستان دنظردجلبولو لپاره دخپلو بې پیلوټو الوتکو حملې درولې دي ، خو خبری راپورونه په پاکستان او افغانستان کې کې ددغو حملو د دوام خبر ورکوي .
له دې امله دپاسکتان په خاورې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دحملو دمرګ ژوبلو په هکله دپاکستان دحکومت له خوا درسمي راپور وړاندې کول ښئ چې داسلام اباد دحکومت له نظره دپاکستان په خاوره دامریکائي بې پیلوټه الوتکو دحملو دوسیه نه یوازې هماغه شان پرانیستې ده بلکې دغه احتمال ، چې ددغه هیواد حکومت دوژل شویو کسانو د خونبها او دتاوانونو دورکولو غوښتنه وکړي لیرې،نه دی. په عین حال کې دې ته په پام سره چې دپاکستان خلک په صالحې محکمې کې په دغه هیواد کې دامریکا په جنایتونو دغور کولو غوښتونکي دي ، دبې پیلوټه الوتکو دحملو په باب پارلیمان ته داسلام اباد دحکومت له خوا درسمي راپور وړاندې کول ښئ چې دمسلم لیګ ن څانګه هڅه کوي له دغو حملو سره په ارتباط کې دخپل کړچار په باب دپاکستان دولس نظر جلب کړي او داسې وبریښوي چې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو په حملو او دهغو په جنایتونو دغور موضوع هماغه شان په نظر کې لري او تعقیبوي ئې ،ځکه ځيني ټولنې دپآکستان حکومت په قبایلی سیمو دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دحملو لپاره ددغه هیواد له حکومت سره په پټو موافقو تورنوي .
Add new comment