دایران او پینځه جمع یوې ډلې ګډ فهم ته درسیدا امکان شته
دایران داټومي انرژۍ موسسې مشر دفنی مسایلو په زمینه کښې ګډ فهم ته د سویزرلینډ په لوزان کښې د اټومي مرکچي لورو درسیدا خبر ورکړ .
زمونږ خبریال وايي دایران د اټومي انرژۍ موسسې مشر علي اکبر صالحي نن سهار دسویزرلینډ په لوزان کښې دامریکا او ایران داټومي خبرو دنوي پړاو په لومړۍ ورځ خبریالانو ته وویل مرکچي لورې دفني مسایلو په زمینه کښې ګډ فهم ته رسیدلي دي چې په راتلونکي کښې اصلي موافقې ته په رسیدا کښې مرسته کوي .
دایران داټومي انرژۍ موسسې مشر علي اکبر صالحي دخبرو په دغه پړاو کښې موافقې ته درسیدا لپاره اټکل سخت و باله .
هغه هیله وکړه په ننیو خبرو کښې ګډون کونکي په تیرو مسایلو غور کولو سره پوه شي چې په کومو موردونو کښې د پام وړ مسایل شته .
دایران او امریکا داټومي خبرو دنوي پړاو لومړنۍ غونډه پرون د دواړو هیوادونو دخارجه وزیران محمد جواد ظریف او جان کیري او دایران داټومي انرژۍ دموسسې دمشر علي اکبر صالحي او د امریکا دانرژۍ د وزیر ارنیسټ مونیز په ګډون سره دسویزرلینډ په لوزان کښې ترسره شوه .
دامریکا یوه (۱)چارواکي ویلي دي که چیرې ایران او امریکا په خبرو کښې موافقې ته ډیر نږدې شي د پینځه جمع یوې ډلې نور خارجه وزیران به هم له خبرو سره یوځاې شي .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف پرون سویزرلینډ ته له تلو مخکې وویل دخبرو دغه پړاو ډیر حساس دی او پینځه جمع یوه ډله په تیره بیا څلور (۴)لویدیځ هیوادونه باید په دې مرحلې کښې د موافقې او دباو ترمینځ یو(۱) شی انتخاب کړي .
ایران او پینځه جمع یوه ډله د روان میلادي کال دمارچ دمیاشتې تر یودیرشمې(۳۱) نیټې پورې موافقې ته درسیدا لپاره مهلت لري .
Add new comment