په یمن دسعودي عربستان حملې دخلکو دوژلې سبب کیږي
دایران داسلامی جمهوریت ځينو سیاسي او پارلماني چارواکو په یمن دحملو پایلې د سعودي عربستان لپاره ډیرې ناوړه او پښیمانه کونکي وبللې .
زمونږ خبریال وايي دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یمن دسعودي عربستان هوايي تیري ته په غبرګون کښې وویل دغه حملې د بې ګناه خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نلري او باید زر بندې شي .
دایران خارجه وزیر دیمن دسیاسي ډلوترمینځ خبرې او له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره دیوه پراخ بنسټه حکومت جوړول دیمن دکړکیچ یوازې حل لاره وبلله او دسیمې او لویدیځو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ دغه تنګ نظره لوبې ته چې د ترهګرو دهدفونو په چوکاټ کښې ده او دهیڅ هیواد لپاره ګټه نلري ورګډ نشي .
د ایران دخارجه وزارت ویندویې میرمن مرضیه افخم هم په یمن کښې دسعودي عربستان د جنګي الوتکو دحملو دغندلو په ترڅ کښې چې د یو شمیر ملکي خلکو دوژلې او ژوبلې سبب شوې وویل دغه حملې یو خطرناک او دهیوادونو ملي واکمنۍ ته په احترام کښې له نړیوالو مسوولیتونو سره توپیر لرونکی اقدام دی .
هغې خبردارې ورکړ چې په یمن پوځي تیرې به د ترهګرۍ او سرزورۍ له پراختیا پرته بل هیڅ نتیجه ونلري .
د ایران دخارجه وزیر مرستیال حسین امیر عبداللهیان هم وویل دیمن دمسایلودحل په باره کښې دایر ان دریځ دداخلي خبرو په پیاوړتیا سره دیمن دپیوستون ملاتړ او د داخلي ګوندونو استازیو ته د چارو سپارل دي .
د ایران دپارلمان د خارجي سیاست او ملي امنیت دکمیسیون مشر علاالدین بروجردي هم په یمن دسعودي عربستان پوځي یرغل ته په غبرګون کښې ویل د اوور لګول بې شکه خطرناکې پایلې لري او دسیمې حساسیتونو ته په پام سره اسلامي دنیا په پراخ ډول له کړکیچ سره مخ کیږي .
هغه وویل دهغه اوور چې سعودي عربستان لګولی دی لوږې به دغه هیواد ته هم ورشي .
Add new comment