د انقلاب د معظم لارښود په شتون کې د بې بې فاطمة الزهرا س د شهادت د کلیزې له امله د عزادارۍ مراسم تر سره شول
د فارس د راپور له مخې د انقلاب د معظم لارښود په شتون سره د دری واړو قواوو د مشرانو ، دولتي چاوراکو او مسئولانو امنیتي جنرالانو او مشرانو او د خلکو د بیلابیلو پاټکیو په شتون سره د بې بې فاطمة الزهرا س په شهادت د غم اوښکې توېې شوې
په دې مراسمو کې د انقلاب د معظم لارښود د خور انقلابي میرمنې سیدې فاطمې د ترحیم مراسم هم تر سره شول
اسلامی ایران د بي بي فاطمې سلام الله علیها د شهادت د تلین په غم کې ډوب دی
نن سه شنبه د جمادي الثانی د میاشتې دریمه نیټه د رسول الله مبارک د ګرانې لور اود امیر المومنین حضرت علی علیه السلام د قدرمنې میرمنې حضرت بي بي فاطمة الزهرا سلام الله علیها د شهادت د تلین له ورځې سره سمون خوري .
تهران ریډیو د دغه غمجنې ورځې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو قدرمنو اوریدونکو ته تسلیت وړاندې کوي.
د عالمیانو د ښځو د سردارې بي بي فاطمې د تلین په غم کې د ایران په ټولو ښارونو کې د ویر او ماتم دستورې جوړیږي.
تر ټولو لویې د ویر دستورې په مشهد ښار کې د امام رضا علیه السلام په زیارت او په قم ښار کې د بي بي معصومې سلام الله علیها په زیارت کې روانې دي او مسلمانان د هغه قدرمنې بي بي په غم کې او ښکې تویوي.
Add new comment