د دودیزو نوروزي دستورو د تکرارولو راز
د لوې او متعال خدای په نامه او تاسو قدرمنو مینه والو ته چې د پسرلي په رارسیدو سره مو روح او زړه د بهار په زړه راښکونکې خوشبوۍ سره ژوندی او تاند شوی دی سلامونه وړاندې کوو. د پسرلي د پيل ورځې له ایراني لرغوني او ښاد جشن یعنې نوروز سره پخوانی تړاو لري. پيړۍ پيړۍ کیږي چې د دې ټاټوبي خلک او همداشان له ایراني کلتوره اغیزمن شوي نور خلک د نوروز جشن د هغه په ښکلیو سنتونو او آدابو سره نمانځي او له ځانه وروسته نسلونو ته د هغه په انتقالولو سره په راتلونکي کښې هم د دې جشن ترسره کول تضمینوي.
د ایران لرغوني جشنونه چې د ایران په اسطوره ایز تاریخ کښې جرړه لري، د ایرانیانو د سیمبولیکو باورونو یوه برخه منعکسوي او په حقیقت کښې کوې شو هغه د لرغوني انسان د هویت یو بل مثال وبولو. دا ملي جشنونه چې هر یو به یې د یوې افسانه اي کیسې له مخې او په یو خاص مناسبت او انګیزې سره نمانځل کیده، له ځانګړو مناسکو او دستورو سره مله وو. د دې زوږناکو آئیني جشنونو په زړه کښې نغتې ښادي، په ورځینو کارونو کښې د ګیر انسان روح ته خلاصون او تازګي ورکوي او هغه د کار او فعالیت دوام ته چمتو کوي. پر دې سربیره په ښاده توګه د دې جشنونو نمانځنه د خلکو ترمینځ د اړیکو او پيوند سبب کیږي، د یو داسې کلک او ارزښتناک پيوند چې په معنالرونکو سیمبولونو سره د یو ولس ډله ایز هویت جوړوي.
د هغو سیمو ټول خلک چې د ایراني کلتور په ساحه یا په بله وینا په (ایراني نړۍ) کښې ژوند کوي، د پسرلي د موسم په پیل کښې له یو ساحته بل ساحت ته د طبیعت په تیریدو او یوې نوې دنیا ته په داخلیدو سره د نوروز جشن نمانځي. په دې جشن کښې په پسرلي کښې د طبیعت او فطرت ژوندي کیدل او ورته د خلکو غبرګونونه په یوه سیمبولیکه ژبه او دستورو سره تکراریږي چې د پروګرام په دوام کښې یې ځینو ته اشاره کوو.
د نوروز دستوري کړچارونه په دریو ټاکلو زماني پړاونو ویشل کیږي چې د خلکو د ژوند په عادي بهیر کښې له بدلون سره مل دي. ایرانی محقق او مردم شناس علي بلوکباشي د دې پړاونو په هکله وايي: دا درې مرحلې په ترتیب سره د (بیلتون او جدایۍ) یا Separation، د تیریدو او منتقلیدو یعنې Segregation یا Transitionاو بلآخره د پيوستون یعنې incorporation او integration مرحله ده.
هغه په دوام کښې وايي چې په وړومبۍ مرحله کښې خلک له زوړ کال سره په مخه ښه کوي او د نوي کال هرکلي ته چمتو کیږي. هغوي په دې پړاو کښې ځانونه د وخت یو نوي پړاو ته داخلیدو ته چمتو کوي چې د پسرلي د پیغام او د نوروز د زیري د راوړونکو ډلو د تګ راتګ او په کلیو او ښارونو کښې د سیمبولیکو جشنونو ترسره کول د دغو دستورو یوه برخه ده. د نوروز هرکلی د خلکو له ډله ایز خوزښت او د دوړو له څنډلو او د ژوند د فضا له پاکونې سره مل وي او په تیرو زمانو کښې عامه عقیده دا وه چې د دې پاکونې په وجه له دوړو او ککړتیا سره دیوان او پيریان هم د خلکو د اوسیدو له ځایونو او ژوندانه څخه لرې کیږي.
دویم پړاو چې د بیلتون غوره کولو یا منتقلیدو پړاو دی، په وري میاشت کښې د نوي لمریز کال د پیل وړومبنی دولس ورځې دي چې د کال د بدلیدو له شیبې پیلیږي. په حقیقت کښې دا پړاو د زوړ کال او نوي کال ترمینځ یوه انتقالي مرحله ده. په دې ورځو کښې خلک له کوره بهر خپل کارونه او فعالیتونه بندوي او د هغوي ډیر وخت په کور کښې له کورنۍ سره او د خپلوانو او دوستانو په کتنه کښې تیریږي. البته په دې وخت کښې د خلکو ترمینځ د ځینو نورو آدابو او رسمونو ترسره کول هم دود دي چې د هفت سین سُفرې یعنې د اوو سینونو د لرونکي دسترخوان غوړول، د ډالیو او تحفو راکړه ورکړه او د نمایشي او ورزشي لوبو ترسره کول د دغو آدابو یوه برخه ده.
د دې دستورو دریم پړاو چې د وري د میاشتې دیارلسمه نیټه او د نوروزي چُټیانو د ختمیدو او له ټولنې سره د پیوستون او د ټولنیزو فعالیتونو د پيلولو پړاو دی. د نوروزي دستورو د پاې مرحله په دغه ورځ له کوره بهر په پارکونو او طبیعي ځایونو کښې په ځانګړو مراسمو سره ترسره کیږي. په دغه ورځ ټولنیز نظم او تړونونه او د ژوند د معمول کارونه بندیږي او خپل ځاې ښادۍ، ساعت تیری او کورنۍ دمې ته ورکوي. طبیعت ته د انسان ستنیدل او ورسره پيلي کیدل او پکښې ډله ایزه تفریح او ساعت تیری د نوروزي دستورو د دې وروستۍ مرحلې د مراسمو مهمه برخه ده.
په دې ترتیب وینو چې د نوروز په دې دریو زماني پړاونو کښې د هر یو په سمبولیکو کړچارونو کښې ځیني رازداره مفاهیم شته چې د انسان او د نور او رڼا د پنځیدو له اسطورو سره تمثیلي غوټه لري او د خلکو له ټولنیز ژوند او کلتور او د هغوي له تاریخي او لرغونې مخینې څخه راوتلي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې په دې زمانه کښې یعنې په شلمه او یوویشتمه پيړۍ کښې چې مونږ پکښې وخت تیروو، د نوروز او د داسې نورو جشنونو نمانځل د نني انسان لپاره کوم پیغام لري؟ جوته ده چې هر کال د نوروزي دستورو ترسره کول او تکرارول ډیر ستر رول او کارکردګۍ لري چې ځینې یې په دا ډول دي: د کورنیو ترمینځ د لازیاتې مینې رامینځته کول، له یوبل سره د مختلفو پرګنو او طبقو د خلکو نزدې کول، د قومي، دیني او ژبنۍ هرې ډلې د خلکو ترمینځ د وحدت او کلتوري یووالي ټینګول او بلآخره د کلتوري غوټو ټینګول او له ایراني کلتوره د اغیزمنو ټاټوبو د خلکو ترمینځ د سولې او دوستۍ او پیوستون پياوړتیا ده.
زیاتره ټولن پيژاندي په دې باور دي چې په ایران او د ټولې دنیا د فارسي ژبو ترمینځ د نوروز پیغام، د بدلون پیغام دی. همدا چاره سبب شوې چې ځیني پوهان، ایرانیان یو بدلون غواړی ولس ګڼي، یو داسې ولس چې د خپلې خاورې د جغرافیايي او سټراټیجک موقعیت په خاطر تل له بدلانه سره مخامخ پاتې دي. له ختیځ نه لویدیځ ته د تلو لاره، د ابریشم لوې لارې تیریدل او آزادو اوبو ته لاس رسی د دې ټاټوبي ځينې ځانګړتیاوې دي چې د هغه د خلکو په ټولنیز او کلتوري ژوند یې هم اغیزه کړې ده.
د وئیلو ده چې که څه هم نوروز د ایران د خلکو په باورونو او دودونو سنبال دی خو د نورو ولسونو د ژوند له یو بل مهم اړخ سره هم نزدې تړاو لري. د انسان له طبیعت او ژواک چاپیریال سره د نوروز پیوستون او پیئلتیا د ټولو انسانانو لپاره په زړه پورې ده. د پسرلي په پیل کښې د پنځون خلقت، د سړو خاورو له تله د بوټیو زرغونیدل او د پنځون بیا ژوندي کیدو ته هیله مندیدل د نوروز د جشن ترټولو مهمه ځانګړتیا ده، د هغه جشن چې پکښې انسان ځآن له طبیعت سره هم غږه کوي او ورسره د سوله غواړي ګډ ژوند لپاره خپله پوره پوره هڅه کوي. له طبیعت سره د دې ملتیا یو ډیر مهم مثال د نوي کال له پیلیدو مخکښې د هرې کورنۍ لخوا د یوډول حبوباتو شنه کول او د نوروزي مراسمو تر پاې پورې د هغو ساتل او بیا روانو اوبو ته د هغو سپارل دي او دا هغه سمبولیک کار دی چې په نوي کال کښې د خیر او برکت او د کرهڼې د رونق او لازیات زرغونوالي له آرزو سره مل دی.
نوروز له طبیعت او د ځمکې له ګردش او د پنځون د نړۍ له نوي کیدو سره غوټه لري. خو د نوروز دا اړخ یوازې د خلکو د توجه وړ نه دی بلکې ایرانیان نوروز ته د یو دیني جشن په سترګه هم ګوري چې اسلامي فرهنګ یې هم ترسره کول تائيدوي.
نوروز د ښادۍ او تفریح جشن دی او په اسلام کښې په ښاد ژوند کولو هم ټینګار شوی دی. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: ښادي تاندوالی او تازګي راوړي او غم، پریشانی او خفګان. په همدې وجه په اسلام کښې د مومن انسان خوشالول عبادت او د خدای پاک جل جلاله د رضایت د جلبولو سبب ګنل شوی او دې دین د مومنانو د ښاد ژوند کولو او د خوشالۍ اوزارونو ته پاملرنه ضروري بللې ده. د روښانه رنګونو جامې او خوشبوي، د جشن په غونډو کښې ګډون او د اسلامي اخترونو، واده، د اولاد د زیږیدو او له حج څخه د ستنیدو په شان مناسبتونو کښې د ښادۍ د مراسمو ترسره کول د مسلمانانو د خوشالۍ لپاره د اسلام په دین کښې له شویو سپارښتنو څخه دي. همداشان په لیدو کتو د خپلوانو او دوستانو په احترام او د محرومانو حال ته په پاملرنې باندې ټینګار د روحي او معنوي ښادۍ لپاره له دیني دستورو څخه دي چې په نتیجه کښې یې ټولنه هم تروتازه او تانده کیږي.
نوروز یو هغه مناسبت دی چې د نوي کال په پيل کښې په خلکو کښې د تاندوالي او ارامښت روحیه پياوړې کوي او د هغه مراسم او سیمبولونه هم د سالمو فردي او جمعي خوشالیو په رامینځته کولو کښې مهم رول لوبوي. د نوي کال د پیلیدو په ورځو او شیبو کښې د قرآن کریم د تلاوت او دعا غوښتلو په شان آداب، د خپلوانو او اشنایانو کتنه او یو بل ته ډالۍ ورکول او ډله ایز تفریحات د دې جشن د نمانځلو په وخت د ایرانیانو نور اعمال دي. همدې ځانګړتیاوې نوروز د نړۍ په نورو سیمو کښې د نوي کال د نورو ډیرو جشنونو څخه بیلوي، له هغو جشنونو چې د غفلت او بې خبرۍ او یا د ځینو ناسمو کړنو لپاره یو فرصت دی او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کښې هیڅ مثبت بدلون نه راولي.
خو نوروز داسې نه دی. نوروز یو داسې جشن دی چې له معنوي او ملي دستورو سره مل دی او دا دواړه آئینونه د سالم او پاک ژوند د ډول یو مثال او له تیرو وختونو نه تراوسه پورې د ایرانیانو د پام وړ دی.
Add new comment