اسلامی ایران د بي بي فاطمې سلام الله علیها د شهادت د تلین په غم کې ډوب دی

سبا سه شنبه د جمادي الثانی د میاشتې دریمه نیټه د رسول الله مبارک د ګرانې لور اود امیر المومنین حضرت علی علیه السلام د قدرمنې میرمنې حضرت بي بي فاطمة الزهرا سلام الله علیها د شهادت د تلین له ورځې سره سمون خوري .
د دغه غمجنې شپې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو قدرمنو اوریدونکو ته تسلیت وړاندې کوي.
د عالمیانو د ښځو د سردارې بي بي فاطمې د تلین په غم کې د ایران په ټولو ښارونو کې نن شپه او سبا د ویر او ماتم دستورې جوړیږي.
تر ټولو لویې د ویر دستورې په مشهد ښار کې د امام رضا علیه السلام په زیارت او په قم ښار کې د بي بي معصومې سلام الله علیها په زیارت کې روانې دي او مسلمانان د هغه قدرمنې بي بي په غم کې او ښکې تویوي.

Add new comment