دافغانستان ولسمشر وویل امریکا او افغانستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ګډې ګټې لري .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې امریکا ته په سفر تللی دی له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل څرنګه چې غمیزې مونږ یو بل ته نږدې کړي یوو نو اوس داسې ګډې ګټې شته چې مونږ يې په ښکاره اعلانولی شو .
دافغانستان ولسمشر اشرف غني له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل دافغانستان دفاع کول دپوځ ، پولیسو او دحکومت دنده ده .
اشرف غني وویل دافغانستان ملي امنیت عسکرو په حقیقي ډول خپل توان ښودلی او مونږ اوس په دفاعي حالت کښې نه بلکې په یرغلیز حالت کښې یوو .
هغه وویل هغه فیصله چې د امریکا دعسکرو دشمیر په باره کښې کیږي له ولسمشر او کانګرس سره اړه لري خو مونږ دامریکا دغیر جنګي ماموریت دبڼې په څرنګوالي راضي یوو او لومړنۍ دنده دافغانستان دفاع او دراتلونکي تضمین دي چې د افغانستان د ملت ، پوځيانو ، پولیسو او حکومت پرغاړه دی .
دافغانستان ولسمشر به نن دامریکا له خارجه وزیر جان کیري ، دفاع وزیر اشټون کارټر سره کتنه وکړي .
دافغانستان ولسمشر اشرف غني دغه راز دهغو زرګونو امریکایانو چې په افغانستان کښې دجنګ په وخت مړه یا ژوبل شوي دي درنښت وکړ
Add new comment