دایران حکومت په ټول توان سره دملت دعزت دفاع کړي ده
داسلامي ایران ولسمشر وویل حکومت له نړیوالو قدرتونو سره په خبرو او ټولو نړیوالو اړیکو کښې ځان د هیواد دخپلواکۍ ساتونکی او دملي ګټو دفاع کونکي ګڼي او په ټول توان سره یې ددغه ګران ملت د عزت او سرلوړۍ دفاع کړي او وبه یې کړي .
زمونږ خبریال وايي دایران ولسمشر حسن روحاني پرون داسلامي ایران ستر لارښود ته په یوه لیک کښې دپینځه جمع یوې ډلې او دایران اټومي خبرو ته په اشارې سره وویل ددغو خبرو ستره بریا تر دې مرحلې پورې له ایران سره تعامل او تفاهم ته د نړۍ دعمومي افکارو لیوالتیا او دایران داټومي ټیکنالوژۍ دپرمختګ او ساتلوپه حق د نړیوالو قدرتونو اعتراف دی .
دایران ولسمشر له اټومي پلاوي او حکومت څخه د اسلامي انقلاب دستر لارښود دملاتړونو په قدرونې سره وویل حکومت داسلامي انقلاب د تعلیماتو ، دحضرت امام خمیني ره او د رهبرۍ دستر مقام د لارښوونو پراساس ځان دخلکو دغوښتنې پیروۍ کولو او داساسي قانون پراساس د خلکو دحقوقو ساتلو ته ژمن بولي .
دایران ولسمشر دسیمې چیلنجونو او د نړیوالو دباونو ته په اشارې سره وویل دخلکو په همت سره دایران دبایکاټ شرایط ددغه ملت د اقتصادي مقاومت په ډګر بدل شي او دانفلاسیون په کنټرول او داقتصادي رونق په شروع کیدا سره دبایکاټونو دحربې دسست کیدا پیغام بایکاټ لګونګو ته ورسول شي او هغوې دې ته مجبوره کړي چې منطقي خبرې وکړي او دګواښ ژبه په درنښت بدله کړي .
Add new comment