د معظم رهبر ليدتوګي (د تکفير فتنه د استکبار د اهدافو په لاره کښې)

((د اسلام د علماو له نظره تکفيري او تندلارې ډلې)) تر عنوان لاندې نړيوال کانفرنس له جوړېدو وروسته په دغه کانفرنس کښې ګډون کوونکو د ايران د ا سلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي سره کتنه وکړه. دغه کانفرنس په ايران کښې څو ورځې مخکې د نړۍ د درې اتيا هېوادونو د عالمانو په ګډون د تکفير له فتنې سره د مقابلې په هدف سره وشو.
په ا سلامي نړۍ کښې د تکفير له بهير سره مقابله،سولې، دوستۍ او ورورولۍ ته بلنه او د حکمت، موعظې او د نظر د تبادلې په بنياد د مذهبونو ترمېنځ تعلقات او له تکفيري ډلو څخه په ملاتړ کښې د لويديځي نړۍ د دسيسو او چلولونو د پېژندلو لپاره کوشش د دغه کانفرنس د جوړېدو له اهدافو څخه وو.
تکفيري تفکر يوه اوږده مخينه لري او له هم هغې ابتداء څخه د اسلام د شيعه او سني علماو له جدي مخالفتونو سره مخامخ شو.
له دې نه په تېرېدو سره چې بوډا برطانوي استعمار د تکفيري بهير د مهم سېمبول په توګه د وهابيت په پېدائش او پراختيا کښې تر څه حده پورې تاثير کوونکے ؤ هغه رول چې نن امريکه او صهيونېسټ رژيم د دغه بهير په راژوندي کولو او پياوړي کولو کښې لوبوي د نظر د خاوندانو له سترګو پټ نۀ دے پاتې. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د اسلامي نړۍ له علماو سره په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې داعش او د هغۀ جنايتونه د تکفيري بهير له سپېرو نتائجو څخه دي وفرمايل: ((د تکفير دغه بهير که څه هم نوے نۀ دے او يوه تاريخي مخينه لري خو څو کاله وشول چې د استکبار په نقشو، د سيمې د ځينو حکومتونو په پېسو او د امريکې، برطانيې او صهيونېسټ رژيم په شان د استعماري هېوادونو د جاسوسي او استخباراتي ادارو په پلانونې سره بيا راژوندے شوے او قوت يې پېدا کړے دے.))
په داسې حالاتو کښې چې د سيمې اسلامي هېوادونو اسلامي بېداري تجربه کوله او د لويديځ لاس پوسي عرب حکومتونه لړزېدلي او متزلزل شوي وو د استکبار لپاره د نجات يوازېنۍ لاره له اصلي لارې څخه د مسلمانو ملتونو د دغه ستر سپانده سېلاب منحرفول وو. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې حقله وفرمايل: ((د اسلامي بېدارۍ حرکت د افريقا د شمال په مختلفو هېوادونو کښې د عامه خلقو لخوا چې د استکبار په خلاف وو او د امريکې په خلاف وو يو حرکت او خوزښت ؤ. د تکفير بهير د دغه استکبار ضده ، امريکائي ضده او استبدادي ضده ستر حرکت تګلاره د مسلمانانو ترمېنځ په جنګ او ورور وژنې باندې بدله کړه. په دغه سيمه کښې د مبارزو وړومبۍ کرښه د نيواکي فلسطين پولې وې. تکفيري بهير راغے او دغه وړومبۍ کرښه او خط مقدم يې د بغداد په سړکونو، د دمشق په جامع جومات او د سوريې په مختلفو ښارونو او د پاکستان په سړکونو بدل کړ، او دغه شوه د مبارزې وړومبنۍ کرښه او خط مقدم، وګورئ د مسلمانانو په لاسو کښې ځواکونه او تورې د کومو کسانو په خلاف لګيا دي استعماليږي؟ دا پکار ؤ د صهيونېسټ رژيم په خلاف استعمال شوې وې... اوس دغه حرکت د امريکې او برطانيې د خدمت په کار بوخت دے.))
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي له غاصب صهيونېسټ رژيم سره د تکفيريانو او د هغوي د ملاتړو ساز باز، له صهيونېسټانو سره په نابرابره جنګ کښې د غزې د مسلمانانو يوازې پرېښودل او د اسلامي هېوادونو د ارزښتناکو بنسټيزو مرکزونو ويجاړول د دغه بهير د اسلامي ضد والي لپاره يو بل دليل وبالۀ او وې فرمايل: ((وګورئ په دغو هېوادونو کښې څومره تيلي چاڼ ځايونه ،څومره کانونه، څومره هوائي ډګرونه، څومره سړکونه، څومره ښارونه او څومره کورونه د دغو کورنيو جنګونو او ورور وژنې له کبله له منځه لاړل؟ څومره وخت پکار دے، څومره پېسې پکار دي او څومره لګښتونه بايد ولګي چې دا هر څه يو ځل بيا خپل وړومبي حال ته راوګرځي. دا هغه زيانونه او ګوزارونه دي چې تکفيري ډلې په تېرو څو کلونو کښې تر ننه پورې اسلامي نړۍ ته ورکړي دي.))
اسلام د رحمت او بزرګوارۍ دين دے. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) وفرمايل: ((زۀ د اخلاقي فضائلو د تکميل لپاره مبعوث شوم. هغه حضرت او د هغۀ پاک اهلبېت عليهم السلام هغه بزرګان وو چې دوستان او دښمنان يې اخلاقي فضائلو او کردار ته ګوته په خوله پاتې دي. قران شريف او د مسلمانانو ديني تعليمات د مسلمانانو او غېر مسلمانانو په شمول د انسانانو د کرامت او د خلقو د حقوقو د خيال ساتنې د ضرورت په باره کښې له الهي سپارښتنو څخه ډک دي.
د اسلام د مبين دين ښکلاوې د انسانانو د روغ فطرت لپاره دومره جاذبې او زړۀ راښکونکې دي چې هر کس حتی غېرمسلمانان چې کله د دغه الهي دين له حقيقت سره مخاميږي نو په وجد کښې راځي. د استکبار سرمشران چې د خپل ژوند د دوام يوازېنۍ لاره د محمدي (ص) اسلام د ښکلې او انساني څېرې په پټولو کښې بولي کوشش کوي چې په هرې ممکنې طريقې سره وي دغه الهي او ظلم دښمنه مکتب ته د هغوي د ګروهنې او تمايل مخنيوے وکړي. د تکفير بهير د اسلام د دښمنانو لپاره په ښۀ توګه دغه امکان رامنځته کړے دے. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د اسلامي نړۍ علماو ته د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې وفرمايل: ((تکفيري بهير په دنيا کښې د اسلام څېره داغداره او بدرنګه کړه. د دنيا ټولو خلقو په ټيلي ويژنونو کښې وليدل چې يو کس کښېنوي او په تورې سره ترې سر پرې کوي بې له دې چې څه جرم پرې ثابت شوے وي.(د قران شريف د سورۀ ممتحنه په اتم او نهم مبارکو آيتونو کښې راغلي دي:) ((خداے تاسو له هغو کسانوڅخه چې (د دين) په چاره کښې له تاسو سره نۀ دي جنګېدلي او تاسو يې له خپلو وطنونو نۀ يئ شړلي نۀ منعې کوي چې ورسره نيکي وکړئ او ورسره انصاف وکړئ، ځکه چې خداے انصاف کوونکي خوښوي. خداے تاسو يوازې له هغو خلقو سره له دوستۍ منعې کوي چې د دين په چاره کښې يې له تاسو سره جنګ کړے دے او تاسو يې له خپلو کورونو څخه شړلي يئ او په بهر شړلو کښې يې له يو بل سره مرسته کړے ده.)) دغو تکفيريانو درست اپوټه عمل وکړ،مسلمانان يې ووژل، جنګ نۀ کوونکي غېرمسلمانان يې ترتورې لاندې راوستل، د هغوي تصويرونه په ټوله دنيا کښې خپارۀ شول... دغه هر څه د اسلام په نامه تمام شول، د رحمت اسلام، د تعقل اسلام او د منطق اسلام ، خو دوي دغه اسلام په يو بدرنګه شکل کښې معرفي کړ، له دې نه اوچت بل کوم جنايت دے؟ له دې فتنې نه بله کومه زياته خبيثه فتنه ده؟))
په داسې حالاتو کښې د مسلمانانو په تېره بيا د اسلامي نړۍ د عالمانو دنده څه ده او څه ډول له دغې فتنې سره صحيح مقابلې ته راپاڅېدې شي؟ د اسلامي انقلاب معظم رهبر په وړومبي پړاو کښې دغه مبارزه د مختلفواسلامي مذهبونو د علماو لخوا د يو علمي او منطقي غورځنګ محتاجه وبلله او وې فرمايل: ((پکار دي يو ستر علمي خوزښت ترسره شي. دغه کسان (يعنې تکفيريان) له سَلَفِ صالح څخه د پېروۍ يعنې د پېغمبراکرم (ص)له سوچه سنت څخه د پېروۍ په دروغو شعارونو سره دغه مېدان ته داخل شول، پکار دي له دغه کار څخه چې دوي يې ترسره کوي او له هغه حرکت څخه چې دوي يې کوي د سلف صالح بيزاري پکار دي د دين په ژپې ،د علم په ژبې او صحيح منطق سره ثابته کړې شي.)) معظم رهبر د دغو انحرافي تفکراتو په دام کښې له ګېرېدو څخه د مسلمانو ځوانانو ژغورنه د اسلام د عالمانو يو بل کار وبالۀ او وې فرمايل: ((ځوانان وژغوريئ، ځينې داسې کسان دي چې د دغو ګمراه کوونکو افکارو تر تاثير لاندې راځي او بې چاره دا خيال کوي چې يو ښۀ کار ترسره کوي... خيال کوي چې لګيا دي د خداے په لار کښې جهاد کوي. دا هغه کسان دي چې د سورۀ احزاب د اوۀ شپېتم او اتۀ شپېتم مبارکو آيتونو له مخې د قيامت په ورځ به خداے پاک ته عرض وکړي: (( اے پروردګارا! مونږ د خپلو مشرانواو بزرګانو اطاعت وکړ او مونږ يې له لارې نه بې لارې کړو. اے خدايه دوي ته دوه برابره عذاب ورکړې او لعنت پرې وکړې، ستر لعنت.)) (اوخداے له هغوي څخه دغه بهانه نۀ قبلوي).... پکار دي دغه کسان وژغوروو، دغو ځوانانو ته نجات ورکړوو او دا د علماو ذمه واري ده.))
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د تکفيري ډلې په سنبالتنيا او پراختيا کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د رول په اړه بېدارونه هم د عالمانو دنده او ذمه واري وبلله. دوي همدارنګ د فلسطين په قضيې باندې تاکيد وکړ او وې فرمايل: ((پرې نږدئ چې د فلسطين او د قدس شريف قضيه او د مسجدالاقصی مسئله هېره کړې شي. هغوي غواړي چې اسلامي نړۍ د فلسطين له قضيې څخه غافله شي. په همدې ورځو کښې د صهيونېسټ رژيم کابينې د فلسطين د هېواد د يهوديت اعلان وکړ، يعنې د اسلامي نړۍ په غفلت کښې د يو يهودي هېواد په توګه يې اعلان وکړ.... ، ټولو ملتونو ته پکار دي له خپلو حکومتونو څخه د فلسطين د مسئلې غوښتنه وکړي، اسلامي عالمانو ته پکار دي له خپلو حکومتونو وغواړي چې د فلسطين مسئله تعقيب کړي، دا يوه خاصه مهمه دنده ده.))
د اسلامي انقلاب معظم رهبر بيا د اسلام د دښمنانو په تېره بيا د امريکې او صهيونېسټ رژيم جبهه له نور کله نه زياته کمزورې وبلله او مسلمانان يې د هغوي په خلاف اتحاد او يووالي ته راوبلل او وې فرمايل: ((مونږ (يعنې ايران) په الهي توفيق او فضل سره د مذهبي اختلافاتو له محدوديته تېر شوو. مونږ هغه مرستې چې د لبنان له حزب ا... سره مو وکړې چې شيعه دي، هم هغه مرستې مو له حماس سره وکړې د فلسطين له اسلامي جهاد سره مو وکړې او بيا به هم ورسره کوو.مونږ د مذهبي محدوديتونو اسيران نۀ شوو. مونږ دا ونۀ ويل چې دا شيعه دے، دا سني دے، هغه حنفي دے، دا حنبلي دے،دغه شافعي دے او هغه زېدي دے، مونږ هغه اصلي هدف ته وکتل او مرسته مو ورسره وکړه او ومو کړې شول په غزه او نورو سيمو کښې د فلسطيني وروڼو موټي مضبوط کړو او انشاء ا... دې چارې ته به دوام ورکړوو.))

Add new comment