نوروز او اسلامي ثقافت

ليکواله: مېرمن ستاره
ترجمه: عبدالماجد درانے
نوروز، د پسرلي د موسم وړومبنۍ ورځ، د طبيعت د تازګۍ، غوړېدنې او د انسان د ژوند د فضا د تاند والي ورځ ده. نوروز د پنځون او خلفت د شنه کتاب وړومبنے باب دے چې هر کال په بيا راتلو سره په کائناتو کښې نوے روح پوکي. نوروز د پسرلي او د ژوند ابتداءده. مورخانو نقل کړي دي چې نوروز په ايران کښې له ميلاده مخکښې له دريمې زريزې يعنې له ننه پنځه زره کاله مخکښې دود ؤ. دا جشن او دستوره که څه هم د زرهاو کلونو په اوږدو کښې له ډېرو بدلونونو سره مخامخه پاتې شوې ده خود اسلام په راتلو او د ايرانيانو په مسلمانېدو سره نوروز ورو ورو له اسلامي اعتقاداتو سره واخښل شو او ديني رنګ او بوی يې خپل کړ. نوروز چې د طبيعت په بدلون او بيا ټوکېدو سره شروع کيږي، د معاد، بدلون، ودې او بشپړتيا د اصل رايادونکے دے او پکښې ډېرې دعاګانې او مستحب اعمال ځاے کړې شوي دي.
يو ډېر مهم بدلون چې د نوروزي جشن په آدابو کښې رامېنځته شو، د نوي کال په دسترخوان باندې د قرآن کريم ثابت او پراخ شتون دے. د کال د بدلېدو په شېبو کښې د قرآن پاک لوستل، د هفت سين دسترخوان چاپېره د ټولو کسانو لخوا د قرآن کرېم ښکلول، د قرآن کريم د پاڼو ترمېنځ د پېسو کېښودل او د تبرک او د کورنۍ د کسانو د مال او پانګې د برکت موندلو په نيت هغوي ته د دغو پيسو ډالۍ کول ټولې د نوروز دستورو ته د خلقو د احترام نښې دي.
د نوروز او د هغه د نمانځنې په حقله ډېر روايتونه شته دي چې په دې ټکي دلالت ورکوي چې اسلام دا مراسم د ېوې مهمې ورځې په توګه تائيد کړي دي او په همدې وجه د فقيهانو په کتابونو او اسلامي متنونو (په تېره بيا د خداے دګران رسولﷺ د پاکو اهلبېتو﷩ په مکتب)کښې د دې ورځو په حقله ډېر آداب ذکر شوي دي. له دغو آدابو څخه يو چې په اسلام کښې ورته خاصه پاملره شوې، پاکوالے او طهارت دے.
د اسلام ستر ديني عالم شېخ عباس قمي په مفاتيح کتاب کښې ليکي: دخداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم يو نمسي حضرت امام جعفر صادق (ع)د مُعَلّی بن خُنَنېس په نامه خپل يو شاګرد ته نصحيت وکړ چې کله د نوروز ورځ راشي نو غسل وکړه، خپلې ترټولو ښې او پاکې جامې واغونده او په ډېرو ښو خوشبويانو (عطرو) باندې ځان خوشبويه کړه او په دغه ورځ روژه ونيسه، نمونځ وکړه او د شُکر سجده وکړه.
د طبيعت د نوي کېدو وخت د نړۍ له خالق او پنځونکي سره د خالصانه تړاو د ټينګولو لپاره يوه ډېره ښه شېبه ده. په دې له مينې او خلوص نه د ډک تعلق او ارتباط کښې د کائناتو له خالق څخه د ګفتار ،کردار او عمل په شمول په ټولو حالاتو کښې د بدلون غوښتنه کوو. د کال د بدلېدو د دعا په چوکاټ کښې دا غوښتنه د طبيعت د بدلېدو او د کال د نوي کېدو په شېبه کښې يو رسم دے. خلق په دې دعا کښې د پاک رب له درګاه غواړي چې د هغوي د وجود طبيعت په ډېر غوره او نېک طبيعت بدل کړي کوم چې الهي فطرت دے.
د نوروز اختر د وړوکي اختر يعنې د عيدالفطر يو ډول رايادونکے دے. په وړوکي اختر کښې روژه لرونکے کس پس له يوې مياشتې عبادت او روژو نيولو، په هغه ورځ اختر کوي چې له توحيدي فطرته يې دوړې څنډل شوې او خپل توحيدي فطرت ته ستون شوے وي.
د کال د بدلېدو د وخت دعا هم په لنډو جملو سره د انسان په وړاندې همدا لاره خلاصوي. دا دعا د ((يا مقلب القلوب ولابصار)) ((يعنې اے هغه خدايه چې زړونه د کمال په لور او سترګې د ځان په لور اړوې)) په جملې سره شروع کيږي. زړونه د ځمکې د کرې په شان بدليږي او څرخي خو کمال ته د رسيدو لپاره پکار دي له بدلونه وروسته ټينګ او ثابت ووسي. سترګې هم همداسې کيږي ځکه چې سترګې د زړه مطيع او فرمانبردارې دي.
د دعا په ورپسې برخه کښې متعال خداے د شپې او ورځې د مدبر په نامه بولو او وايو: ((يا مدبّر الليل و النهار)) شپه او ورځ د تيَرې او رڼا سمبولونه دي. که خداے تعالیٰ جل جلاله شپه او ورځ بدلوي رابدلوي نو تيارۀ او رڼا هم پنځوي نو بس يوازې هغه دے چې کولې شي زمونږ له زړونو تيَرې لرې کړي او د خپل معرفت نور زمونږ د زړونو په آئينه باندې وځلوي. لکه څنګه چې پخپله د قرآن کريم د سورۀ بقرې په ۲۵۷ آيت کښې فرمائي: ((خداے د هغو کسانو ولي او سرپرست دے چې ايمان يې راوړے دے، هغوي له تيرو وباسي او د نور او رڼا په لور يې بيائي.))
د نوروز د دعا په وروستۍ برخه کښې پس له دې چې خداے تعالیٰ جل جلاله د کال او د طبيعت د بيلابيلو حالاتو بدلونکے بولي، له هغه بې ساري ذاته غوښتنه کوي چې زمونږ حال په ډېرو غوره حالاتو بدل کړي، ((يا محول الحول والاحوال، حول حالنا الیٰ احسن الحال))، ځکه چې د انسان کمال په دې کښې دے چې د حال بدوالے د حال په ښه والي او د حال ښه والے په ډېرو غوره او بهترينو حالاتو بدل کاندي. د انسان د راتلونکي لپاره ترټولو غوره حال يعنې هغو ټولو کمالاتو ته رسېدل دي چې په خاطر يې هغه انسان نومول شوے دے.
په نوروز کښې د ايرانيانو او ځينو نورو ملتونونو چې نوروز نمانځي يو کار د هفت سين يعنې د اوو سينونو د دسترخوان غوړول دي چې معمولاً د کال د بدلېدو له شېبې څو ساعته مخکښې خورول کيږي او د طبيعت په ورځ چې د هجري نمريز کال د وري د مياشتې ديارلسمه نيټه ده، راغونډول کيږي. د دغه دسترخوان ترڅنګ ځينې کورنۍ په قرآني هفت سين دسترخوان هم خاص اعتقاد لري. قرآني اوۀ سينونه په يوې رکېبۍ يا پلېټ کښې په اوبو او زغفرانو سره ليکل کيږي او د هفت سين په دسترخوان اېښودل کيږي. د (اوۀ) عدد غوره کول ډېر د پام وړ دي.
ستر عالم او په يوسل لسو ټوکو کښې د بحارالانوار نومي د احاديثو د کتاب ليکونکے علامه مجلسي په دې حقله ليکي: اسمان اوۀ طبقې او زمکه اوۀ طبقې(چته) ده او اوۀ فرښتې يا ملائېکې ورباندې موکلې دي او که د کال د بدلېدو په وخت د قرآن کرېم داسې اوۀ آيتونه تلاوت شي چې له (سين) څخه شروع کيږي نو لوستونکي يې له زمکنيو او اسماني آفتونو څخه په امان کښې ساتل کيږي.
دا قرآني اوۀ سينونه د قرآن پاک اوۀ آيتونه دي چې په سلام سره شروع کيږي. په دې کښې په يو سلام کښې، په ريښتيو مومنانو باندې د خداے سلام دے چې د سورۀ ياسين په ۵۸ آيت کښې فرمايي: سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ. د تفسير په کتابونو کښې راغلي دي چې د دې سلام په رڼا کښې د مومنانو لپاره تل پاتې امنيت او سوکالي ټينګيږي. د دې آيت په حقله د آيت ا... ناصرمکارم شيرازي په تفسيرِ نمونه کښې د پېغمبراکرم حضرت محمد مصطفی(ص) يو حديث راغلے دے چې فرمائي: په هم هغه حال کښې چې جنتيان د جنت په نعمتونو کښې غرق وي، د هغوي د سر د پاسه به د نور يوه رڼا پريوزي او يو غږ به پورته کيږي چې، سلام دې وي په تاسو اے بهشتيانو! دا د خداے د لطف او کرم نظر او د خداے هم هغه ژمنه او وعده ده چې وې فرمايل: د خداے سلام دې وي په ريښتينو الهي مومنانو. د خداے دا سلام، جنتيان دومره ځانته جذبوي چې له هغه نه بغېر، له بل هرڅه نه غافليږي. بيا فرښتې هم په هغوي باندې درود ليږي.
له اسلامي تعليماتو څخه يو ډېر ښکلے تعليم چې د فرد او ټولنې لپاره ډېر آثار او برکات له ځان سره لرلې شي، صله رحم او د نوروز په رخصتيو کښې د خپلو خپلوانو، يارانو دوستانو او کورنيو ملاقاتونه او ليدنه کتنه ده. په اسلامي روايتونو کښې په دې سنت او دود باندې ډېر تاکيد شوے دے چې د نوروز د جشن په چُټيانو کښې يو ځانګړے او بې مثاله موقعيت لري ځکه چې د روح د غوړېدنې او د انسان د فکري وړتياو ژوندي کېدل او روحی لوړتيا په صله رحم او د مومنانو، خپلوانو او دوستانو په ليدو کتو سره بڼه نيسي. د دې ښه او د خداے لخوا د خوښونکي دود او دستور ښکلې او ښائېسته پائېلې د انسان د فردي او اجتماعي ژوند په مختلفو برخو کښې ډېرې په زړۀ پورې او د پام وړ دي.
د عمر برکت، د فقر او غريبۍ ختمېدل، د چارو سمېدل او له دې ټولو مهم د مينې، مهربانۍ او يوزړۀ توب د فضا رامېنځته کېدل او د مومنانو د ستونزو په هواري کښې مرسته کول ټول د ليدو کتو او د صله رحم برکتونه او نتيجې دي.
پېغمبراکرم(ص) د دې ښه سنت او دود په حقله فرمائي: له يو بل سره ليدنه او ملاقات په زړۀ کښې مينه او دوستي پېدا کوي. همداشان يې فرمايلي دي: د ديني وروڼو کتنه د روژه ماتي او د شپې د تهجدو په شان د مومن د خوشالېدو سبب کيږي.
د نوي کال د شروع کېدو په ورځو کښې د ايرانيانو او نورو هغو ملتونو چې نوروز نمانځي يو بل دود د مقدسو ځايونو او قبرونو زيارت کول دي. زيارت چې د ملاقات، دعا او آرامښت ګډوله ده، د خلقو په ژوند او د انسان په روحي او رواني سلامتيا کښې ډېر تاثير لري. په حقيقت کښې زيارت، صله رحم ته ډېره مشابه چاره ده. ليدنه او ملاقات مينه له ځان سره لري او د بدن نزدې والے د روح د نزدې کېدو سبب کيږي. او له دې لارې له مادي نزدېکت څخه معنوي نزديکت ته رسېدې شو او له يوبل کره په تګ راتګ سره د کوربه مينه ترلاسه کولې شو او زيارت هم په دې کښې شامل دے. يعنې زيارت کونکے ځان د يو کريم کوربه د مينې تاودوخۍ ته نزدې کوي چې وجود يې ګرمي واخلي او د زړۀ کور يې روښانه شي.
زیاتره ايرانيان او نور نوروز نمانځونکي قامونه په دې چاره باندې په پوهېدو سره د کال د بدلېدو په شېبه کښې د خپل باطني بدلون لپاره د اولياء کرامو، مذهبي مخکښانو او بزرګانو د هغوي د قبرونو د زيارت په وسيله خپلې غوښتنې کوي. په دې وجه د هر نوي کال په شروع کښې وينو چې په ميلينونه مسلمانان په تېره بيا د خداے د ګران رسول (ص) او اولياء کرامو پېروکار په شوق سره مذهبي ځايونو ته ځي. په ايران کښې د اتم معصوم امام حضرت امام علي رضا(ع) حرم د کال د بدلېدو په شېبه کښې ترټولو زيات زيارت کونکي او مينه وال لري. د څه باندې لس لکه مربع ميټرو په پراختيا سره دا سپېڅلے حرم له خلقو ډکيږي. له هغه وروسته د ايران په قم ښار کښې د بي بي معصومې(س) حرم او په شيراز کښې د حضرت احمد بن موسی(ع) حرم د نوروز په ورځو کښې ترټولو زيات زيارت کونکي لري.
ګرانو مينه والو د نوي کال د رارسېدو او د تاند پسرلي په مناسبت چې د خداے تعالی جل جلاله د لايزال قدرت او د طبيعت د ژوند د نوي کېدو نښه ده، تاسو ټولو ته مبارکي وايو او له خداے پاک څخه غواړو چې دا نوے کال د ټولو انسانانو په تېره بيا د مسلمانانو لپاره له خېر او برکت او معنويته ډک وي. هره ورځ مو نوروز او نوروز مو پېروز او بريالے شه.

Add new comment