د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې په لسګونو طالبان ونیول شول
د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د امنیتي ځواکونود ترهګرۍ پرضد په ننیو عملیاتو کښې شل(۲۰) طالبان ونیول شول .
له دغو شلو(۲۰) نیول شویو طالبانو څخه لس(۱۰) کلاشینکوفونه او ځینې نورې وسلې کشف او ضبط شوي دي .
پرون هم دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې دامنیتي ځواکونو په هدفمنو عملیاتو کښې پینځلس (۱۵)شکمن کسان نیول شوي وو .
بل خبر داچې دپاکستان په کراچۍ کښې په اورنګي ټاون کښې دامنیتي ځواکونو په حملې کښې پینځه (۵)طالبان ووژل او پینځلس (۱۵)نور ونیول شول.
دپاکستان پوځ دغه راز دخیبر قبایلي سیمې په تیراه کښې هم دتکفیري ترهګرو ډلو په پټنځایونو دجنګي الوتکو په حملو کښې د یوسل اتیا (۱۸۰)کسانو دوژل کیدا او ژوبلیدا خبر ورکړ .
دپاکستان پوځ وویل دخیبر قبایلي سیمې په تیراه کښې ددوې په تیرو دوو (۲)ورځو عملیاتو کښې کابو اتیا (۸۰)ټروریسټان وژل شوي او سل (۱۰۰) نور ژوبل شوي هم دي .
په دغو عملیاتو کښې اوه(۷) حکومتي عسکر هم مړه شوي .
دغه راز دپوځ یو میجر هم ژوبل شوی .
د لشکر اسلام ترهګرې ډلې ویندوی صلاح الدین ایوبي وویل دیولسو (۱۱)حکومتي عسکرو مړي له مونږ سره دي .
د پاکستان خیبر سیمه د القاعده ، لشکر ، اسلام ، طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی
Add new comment