سعودي عربستان او امریکا دیمن دکړکیچ مسوولان دي

دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی سعودي عربستان او امریکا دکړکیچ عاملان وبلل .
د یمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام په جمعې ور ځ پلازمینې صنعا کښې په دوو(۲) جوماتونو کښې ترهګرو بم چاودنو ته په غبرګون کښې چې څه دپاسه ۱۴۲ کسان پکښې وژل شوي وو وویل د امریکا او دسعودي عربستان په شمول د مینځني ختیځ ځینې عرب هیوادونه د قومي فتنې د اوور د بلولو په هدف سره په سیمه کښې دتکفیري ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .
هغه زیاته کړه سعودي عربستان په ښکاره دترهګرۍ د پراخیدا او په تیره بیادیمن په جنوب کښې د القاعده ترهګرې ډلې ملاتړ کوي او له دې کبله احتمال شته چې دصنعا دترهګرو حملو عاملان له سعودي عربستان څخه یمن ته ورغلي وي .
بل خبر داچې دیمن په کورنیو چارو کښې د مینځني ختیځ د ځینو عربو هیوادونو دلاسوهنو په دوام کښې دسعودي عربستان د ولیعهد ځای ناستي محمد بن نایف ، د ابوظهبۍ ولیعهد محمد بن زاید نهیان ، د قطر لومړي وزیر عبدالله بن ناصر بن خلیفه ال ثاني ، دبحرین و لیعهد سلمان بن حمد ال خلیفه ، او دکویتو دکورنیو چارو وزیر شیخ محمد خالد الحمد الصباح دیمن په حالاتو دغور لپاره دسعودي عربستان په پلازمینې ریاض ښار کښې غونډه وکړه .
سعودي عربستان، قطر، ترکیه ، متحده عربي امارات، اردن او ځینې نور عرب هیوادونه په ټولو اسلامي هیوادونو کښې د ترهګرۍ دپراختیا او دخلکو دوژلې ستر عاملان دي ځکه چې دغه هیوادونه ترهګرو ته هرډول مالي او پوځي مرستې ورکوي .

Add new comment