اسلامي ایران د سوریې د الحکسه بم چاودنې وغندلې
دایران داسلامي جمهوریت دخارجه وزارت ویندویې دسوریې په شمال ختیځ کښې ترهګرې چاودنې وغندلې.
زمونږ خبریال وايي د ایران دخارجه وزارت ویندویې میرمن مرضیه افخم نن دسوریې په شمال ختیځ کښې په حسکه ښار کښې دنوروز اختر دجشن په مراسمو کښې دسرزورو ډلو ترهګرې بم چاودنې چې دلسګونو ملکي خلکو د وژلې او ژوبلې سبب شوې وغندلې .
هغه ددغهو ترهګرو بم چاودنود قربانیانو له کورنیو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره هیله وکړه چې دټولو هیوادونو په ملګرتیا سره ترهګرۍ او سرزورۍ ختمه شي .
وړمه ورځ دسوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه کردمیشته ښار کښې دداعش ترهګرې ډلې لخوا دنوروز اختر دجشن په مراسمو کښې په دوو(۲)ګاډو کښې بم چاودنو څه دپاسه سل کسان چې ښځې او ماشومان پکښې شامل وو وژلي وو.
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره ټولې مرستې سعودي عربستان، ترکیه ، قطر، اردن ، متحده عربي امارات، اسرایل ، امریکا، انګلستان ، فرانسه او ځینې نور عرب اواروپايي هیوادونه کوي .
Add new comment