د شیعیانو ستر مرجع تقلید آیت الله العظیمی علی سیستانی د جهاد په اړه ۲۰ سپارښتنه
1: لکه څرنګه چې الله تعالی مومنانو ته د جهاد حکم ورکړې او جهاد یې د دین ستنو نه ګرځولې دې او جهاد کوونکیو ته یی په کورونو کښې ناسته کسانو باندې فضیلت ورکړې دې همدارنګه يي جهاد د پاره حد او آداب هم ښودلی دی چې هغه فطرت او حکمت هم تایید کوې تاسې هم دغه آداب وپېژنې او د هغې خیال وساتي او هر یو کس چې په ښه ډول دې خیال وساتئ هغه به د الله تعالی د برکتونو اخيستلو لایق وې او هر یو کس چې د دغې خیال و نه لرلو د هغه اجر او ثواب به کم وې او خپل هدف او امیدونو ته به نه رسېږي.
۲: جهاد عمومي او ټولنیز آداب لرې چي د مسلمانانې نه علاوه جنګ کښې هم پکار دي د دغو خیال وساتلې شی پیغمبر اکرم ص به هم خپلو اصحابو ته په جنګ تلو نه مخکښې د دغو آدابو سپارنه کوله امام صادق ع نه صحیح حدیث کښې دارنګه راغلی چې امام ع فرمایلي: هرکله چې د خدای رسول به غوښتې کسان جنګ ته لېږل هغوی به يي وغوښتل او بیا به يي خپل مخ ته کښېنو او ورته به يي او فرمایل: چي د الله تعالی په نوم او د الله تعالی په لار او د رسول الله قوم سره لاړ شي، زیاتي و نکړي، مړه شوې کسانو حصې یو نسي، دوکه و نکړي، بوډا ګان او ماشومان او ښځې مړې نه کړي او یوه ونه هم پرې و نکړي مګر دا چې ډېر مجبور شي
۳: دغې نه علاوه ، هغه مسلمانان چې د هیچا پروه نکوی هغوی سره جنګیدو د پاره هم عمومی آداب شتا چې له امام علی ع همدی ورځو د پاره مونږ ته رسیدلی دی او امام علی علیه السلام به هم د هغو آدابو خیال ساتلو او خپلو اصحابو ته به د هغو آدابو سپارښتنه کوله ، د اسلام ټول اولس هغه آداب قبلوی او هغی باندی اجماع لری، او هغی دغه آداب خپل ځان او د الله تعالی په منځ کښې حجت ګنړی او تاسو هم په دی آدابو او د امام علی علیه السلام سیرت باندي عمل اوکو، دومره پورې چي پیغمبر اکرم ص سپارښتې چې د غدیر او ثقلین حدیث په باره کښې دی باندې یی تاکید کولو د هغه ضمن کښې فرمایی: د خپل پیغمبر اهلبیتوع ته اوګورو او د هغوی صفتونو باندې پایبند اوسو او د هغی پیروی اوکړې ، څکه چې هغوی تاسو د هدایت لارې نه بهر ایستلی نه یو او د تاسو د ګمراهی اصلی وجه اوسبب هم نه دی ،پس که چرته لاړل تاسو هم لاړ شې او که چرته اودریدل تاسو هم اودریګې او هغی نه مخکښې مه ځو څکه چې ګمراه به شواو هغی نه وروسته هم مه پاتې کیګو چه مړه او هلاک به شو
۴: د انسانانو او د خلکو په قتلولو کښې الله تعالی خیال اوساتې او الله تعالی چې د کومو کسانو د قتلولو نه بندیز کړې دې او د هغی قتلول جایز نه ګنړی هغو ما قتلوو څکه چې د غټو ګناهانو نه ایوه دغه ده چې بې ګناه کسان قتل کی او د غټو ښو کارونو نه یو دغه دې چې د بې ګناه کسانو حفاظت اوکړی لکه څرنګې الله تعالی هم په خپل کتاب کښې تاکید کړې دې ؛ پوه شو چې د بې ګناه انسانانو قتلول خطرناك آثار د انسان زندګی کښې او د هغې نه پس لری او د امیرالمومنین علی علیه السلام سیرت کښې هم داسې راغلی دی چې هغی به دی باره کښې ډیر احتیاط او پام کولو چې په خپل خط کښې مالک اشتر ته داسې فرمایلی وو: د حرام طریقه سره ويني بهيول او تويولو نه ځان اوساته چي دغ کار عذاب د هر شی نه زیات دي او دی کار سره به د مرگ نژدي او نعمتونه به دي کټ شی او الله تعالی به د قیامت په ورځ د بې ګناه وینو بهیولو په باره کښې حکم کوی ، بس قدرت او طاقت د وینو تویولو ذریعه سره زیاته وا مه څکه چې دغه د حکومت کمزورلو او نابود کیدلو باعث جوړیګی نه دغه چې دغ سره حکومت محکم او طاقتور شی ، بې ګناه او خامخه قتلولود پاره د الله تعالی او ما په نیژدې هیڅه بهانه نشته ، څکه چې د هغې سزا بدل دې .
بنا بر این ، که چرته ته یو دسې ځاى کښې روبرو شوې چې یقین درته نه وی نو بیا هغه ځاى کښې دسې کار اونکې چې د ته مخالف مړ شی بلکه دسې کار اوکه چي فقط ګواښ او تهدید شی دغه چې الله تعالی دې بهانه جوړه وی او د بې ګناه خلکو په باره د احتیاط کړې وی
۵: هغه کسان چې تاسو سره مقابلې ته راووتی نه دی او جنګ یی نه دې کړې د هغی خیال اوستی او الله تعالی د قوانینو خیال اوکړی بالخصوص مستضعف اوكمزورى کسان لکه چې زاړه او ماشومان او ښځې دومره پورې که چرته د هغی خپل خپلوان هم وی چې تاسو سره جنګیګی ، څکه چې د جنګ والا کسانو کورنۍ او خاندان هم تاسو د پاره حلال نه دې او صرف د هغی مال استعمالا وې شو
د امیرالمومنین ع سیرت هم همدی شان ته وو چې خپلو ملګرو او بالخصوص خوارجو به ورته ټينګار کولو باوجود بیا به هم علی علیه السلام د دښمنانو کورونو او ښځو او خپلوانوته متعرض نه کیدو او دسې یی فرمایلو: سړی یی مونږ سره اوجنګیدو او مونږ هم ورسره اوجنګیدو اما ماشومانو او ښځو ته حق نه لرو چې متعرض شو ، هغه ټول څیزونه چې جنګ کښې یی د ستاسو په خلاف استعمالاولو د تاسو حق دې اما هغه څیزونه چې کور او کورنې سره متعلق دی د هغی میراث دې تاسو هیڅ قسم ته حق نه لرو چې ماشومان او ښځو او میراث ته متعرض شو
۶: پام کوو چې نا جایز کارونو جایزکولو د پاره د خلکو دین باندي اونه تړو څکه چې دغه کار خوارجو د اسلام په اول کښې اوکړو نن صبا هغه کسان چې فقهې او پوهې نه لرې دی او د خوارجو پیرو کار دی او د هغی خوی یی آخستلې دې او کتابونو نه غلط مطلبق آخلی او د خوارجو والا کارونه صحیح ګنږی ، لذا تول مسلمانان یی ګرفتار کړی دی
دی باندې پوه شو هر یو کس چې شهادتین کلمه اووایی مسلمان دې د هغی وینه او مال ته پکار دې چې په درنه سترکه اوګورو حتی دومره پورې که چرته بې لاری او بدعت اوکړی څکه چې هر ایوه ګمراهی او بې لاری د کفر موجب نه جوړیګی او هر یو بدعت د دی موجب نه جوړیګی چې هغی د مسلمانی والا نوم او صفت لرې کړی او څه هغه انسانان چې فساد یی کړې او یا یی قصاص اخستې دې او مسلمان هم دې بیا هم د قتل لایق وی.
الله تعالی په قرآن مجید کښې جهاد کوونکیو ته دسې فرمایی:
. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّـهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّـهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا إِنَّ اللَّـهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿النساء: ٩٤﴾
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ... ﴿نسا:94﴾
ترجمه : اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے چې کله د خدای په لار کښې (د جنګ لپاره) وځئ نو ښه تحقيق وکړئ او څوک چې درباندې سلام واچوي (د اسلام څرګندونه وکړي) نو هغه ته مه وايئ چې ته مؤمن نه يې په داسې حال کښې چې (په خپلو دغو کړو سره) د دنيا د ژوند اسباب غواړئ .....
ډیر زیات حدیثونه له امیرالمومنین علی علیه السلام مونږ ته رسیدلی دی چې هغی به دښمنانو ته کفر ویلو نه بندیز کول ،لکه خوارج به دغه کار کولو ، او امیرالمومنین علیه السلام به فرمایلو چې چې دغه دسې کسان دی چې نه پوهیګی او ذهن کښې یی شبهې او سوالونه دی اګرچه د امیرالمومنین علیه السلام دغه کار د هغو کار توجیه نشې کوې او د هغو کار د پاره بهانه نش جوړیدې
امام صادق علیه السلام او د هغه خپل پلار بزرګوار نه هم دسې نقل شوی دی : چې علی علیه السلام
به خپلو دښونانو ته مشرک او منافق نه نویلو بلکه دغه بی ویلو دغه د مونږ ورونړه دی چې حمله یی کړی دې او خپلو دشمنانو په باره کښې به یی دسې ویلو چې مونږ هغی سره د وجه نه نا جنګیګو جې هغی مونږ ته کافر وایی یا مونږ هغی ته کافر وایو .
۷: د هر ایوه مذهب او دین والا چې مسلمان نه وی ځان اوساتو څکه چې هغی هم مسلمانانو ته پناه راوړی ده او د مسلمانانو په پناه امان کښې دی هر څوک هغی ته متعرض شی خیانتکار دې او خیانت د فطرت او د الله دین په فیصلې کښې بدترین اعمالونه د ې او الله تعالی غیر مسلمانانو په باره کښ قرآن کریم کښې فرمایلی دی:
لَّا يَنْهَاكُمُ اللَّـهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّـهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿ممتحنه:۸﴾
دغه صحیح خبره نه دا چې مسلمانان د هغو کسانو د بې عزتی او د بې حرمتی کولو اجازت ورکړی چې مسلمانان هم نه دی او مسلمانانو ته یی پناه راوړی ده بلکه مسلمانانو ته پکار دې چې هغوی باندې خپل کورنی په شان غیرت اوکړی او د ایرالمومنین علی علیه السلام په سیرت کښې دی شان راغلی دی کله چې معاویه سفیا بن عوف د بنی غامد کورنی نه د خلکو ډرو دپاره عراق چاپیر ځیونو ته استولې وو ؤ سفیان بن عوف د مسلمانانو او غیر مسلمانانو د انبار اوسیدونکیو ته بريد اوکئو او يرغل یی کړو، امیرالمومنین علیه السلام په دی کار ډیر خپګان اوکړو او دسې یی اوفرمایل: دغه کس چې د بنی غامد کورنی نه دې خپل لښکر سره د انبار په اوسیدونکیو ننووتې دې ، حسان بن حسان یی قتل کړې دې او د تاسو لښکر یی خپل حد نه اوباستلې دې او زه خبر شوې یم چې د هغی ځينې لښکر په مسلمانانو او غیر مسلمانانو ښځو باندې چې مونږ سره همتړونى وې ،تعرض کړې دې او غاړګی او پسول یی ورنه په ناحقه وړیدې او هغې نه پس ډکو لاسونو سره واپس تلی دی ، هیچا هم ورته څه نه دی ویلی او وینه یی هم توی نه دې شوی او که چرته څوک دغه خبر واوری او له غمه مړ شی نو هغه کس د پاره ملامت نشته او د ما په عقیدې کښې د مرګ لایق دې
۸: د خلکو په مال کښې د الله تعالی خیال اوساتې چې د یو مسلمان مال بل مسلمان د پاره جایز نه دې مګر دغه چې هغه کس هغی باندې زړه سره راضی وی ، لذا که چرته یو کس هم د بل مسلمان مال په زور او زبردستی سره واخستو د جهنم اور یی اخستې دې ، او الله پاک دی باره کښې فرمایی:
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا ﴿نساء: 10﴾
ترجمه:
کوم کسان چې د يتيمانو مالونه په ظلم سره خوري بيشکه چې دوي خپلو ګيډو ته اور اچوي او ډېر زر به سخت اور ته ننه وځي.
او پیغمبر اکرم ص ارشاد فرمایی:
هر څوک چې د مسلمانانو مال نه یو شئ هم په زور او زبردستی اوچت کی الله تعالی پرله پسې د هغی نه مخ اړوی ، او د هغی ښو او نیکو کارونه هم راضی نوی او دهغی نیک او ښه کارونه هم شمیر کښې نه راوالی تر هغه پورې چې توبه اوکړی او مال خپل څښتن ته واپس کړی.
د امیرالمومنین علیه السلام سیرت هم دغه وو چې هغی به جنګ کښې هغه مال نه علاوه چې جنګ په باره وې د دښمنانو مال حلال ګڼلو نه ممانعت کولو او که یو کس اوواییل چې دغه ځمه ځانی مال دې او دلیل یی هم راوې نو امیرالمونین علیه السلام به ورته هغه ځانی مال واپسول ، روایت کښې مونږ سره دی شان ته هم شته دی چې مروان بن حکم وایی : کله چې امیرالمومنین علیع السلام د په بصرې کښې مونږ ته شکست راکړو ، د خلکو مال یی هغی ته واپس ورکړو ، کوم کس چې دلیل راوړې هغه ته به یی د هغه مال ورکړو او که کوم یو کس سره دلیل نوې نو هغه ته به یی قسم ورکړو .
۹: د ټولو محرماتو خیال اوستې او د هغی لاس او زبان ذریعه سره بې عزتی ما کوې او هغی ته تعرض هم اونکړې او د بل کس ګناه وجهې نه د بل کس نه بدل ماخلو چې الله تعالی په دې باره کښې فرمایی: وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ( انعام :۱۶۴)، څوک شک او ګمان وجهې نه او ننیسو ، او دغه شک او ګمان خپل ځان په نیژدې قابل اعتماد اوګڼی ، څکه چې كوټلتيا او دقت همغه کارونو کښې احتیاط کول دی ، شک او ګمان هم نورو خلکو باندې دلیل نه علاوه تجاوز کول دی ، خبردار د تاسو نفرت باعث جوړ نشی کوم کس سره چې نفرت کوو د هغی قابل احترام څیزونو ته تجاوز اوکو . لکه الله تعالی هم په دی باره کښې فرمایی:
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّـهَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿مایده: ۸﴾
امیرالمومنین علیه السلام کومه ایوه خطبه چې د صفین په جنګ کښې فرمایلی وه په هغي کښې دغه شان ته فرمایلی : د قتل شوی کسانو حصې یرغمال نه کړو او هر کله چې د هغی کورونو ته ورسیدو برده لرې نکړی او په کور کښې ننوتون نه پرهیز اوکړی او د هغی کور نه څه شئ اوچت نکړی مگر هغه څیزونه چې کمپ کښې وی او ښځو ته ازار ورنکړی دومره پورې که تاسو او د تاسو مشرانو ته زیاړې او ښنځلې هم اوکړی ؛ روایت کښې راغلی دی چې امیرالمومنین علیه السلام د جنګ جمل په آخره کښې یو ستر او لوی کور ته وراسیدو دروازه یی اووهله ، کله چې دروازه خلاصه شوه ښځې یی اوکتې چې د کور صحن کښې یی ژاړل او چې کله یی امیرالمومنین علیه السلام اوکتو اوچت آواز سره به یی ویلو چې دغه د مو ګرانو کسانو قتلوونکې دې ، اما امیرالمومنین علیه السلام هیڅه اونفرمایلو او هغی نه پس هغو کوټو طرف ته اشاره اوکړه چې هغی کښې د دښمنانو مشران مروان بن الحکم و عبدالله بن الزبیر غوندې کسان موجود وو ، خپلو ځینې ملګرو ته اوفرمایلو: که چيرې قرار وې چې عزیزان مې قتل کړی وې نو دغه کسان به مې قتلولو.
امیرالمومنین علیه السلام په باره کښې روایت شوې دې چې کله یی واوریدو چې د لښکر ځینې حجربن عدی او عمرو بن الحمق شان ته ملګری د صفین جنګ په وخت کښې د شام اوسیدونکیو ته ښنځل کوی ، امیرالمومنین ع اوفرمایل: زه نه غواړم چې تاسو ښنځلو کولو والا وو ، تاسو که چرې هغی ته د هغی حال بیان کوو دغه به ترې دی ښه وی چې تاسو هغی ته ښنځلې کوو او تاسو هغی ته دغه شان اووایو: ای الله مونږ او د هغی وینه حفاظت کښې لرې ، مونږ او د هغی په منځ کښې حالات ښه کې او هغی د بې لارې نه سمې طرف ته هدایت کړې دغه جې نا پوه حق اوپیژنی او بي لار کسان خپلې دښمنې نه لاس واخلی؛ د علی علیه السلام ملګرو هم د علی علیه السلام خبره اومنله او علی علیه السلام ته اوویل جې مونږ د ته خبره منو او ته نه ادب زده کوو
۱۰: خبر دار هر یو قوم چې تاسو سره څومره پورې او نجنګیګی هغه وخته پورې هغی خپلو حقوقو نه محروم مه کوو دومره پورې که تاسو سره نفرت هم لری، څکه چې د امیرالمومنین علیه السلام کښې راغلی دی چې هغی به خپلو مخالانو د نورو مسلمانانو غوندې رفتار کولو البته هغه وخت پورې چې جنګ شروع نوې شوې او د چنګ ابتدا به یی نه کوله مګر دغه چې هغی جنګ شروع کړې ؛ امیرالمومنین علیه السلام یوې ورځې په کوفې کښې وینا کوله چي خوارج په منځ وینا کښې باڅیدل او بارها یی اوویل: "لا حکم إلا لله" او امیرالمومنین علیه السلام او فرمایل: حقه خبره دا لیکن د باطل معنا د تري اخستي شی ، تاسو د ما په نیژدو درې خاصیتونه لرې : تاسو مسجد ته د ننوتو نه مانع نه جوړیګو ، هغه وخته پورې چې مونږ سره یی تاسو له کلنګ (خراج ) د اخستلو نه محروم کوو او تاسو سره جنګ هم نه شروع کوو مګر دغه چې تاسو جنګ شروع کړې
۱۱: پوه شو هغه کسان چې اوس د جنګ په حالت کښې دی ، هغی د نورو کسانو بې لار کولو خبرو وجه نه شک کښې دی بس تاسو دسې کار اونکړې چې دغه شک د خلکو ذهنونو کښې محکم او زیات شی او هغی په بې لاره کیدونکو طرفدارانو کښې بدل شی او دی کار په ذریعه سره به د ګمراه کوونکیو مدد اوکړی ، بلکه خپل نیک رفتار او نصیحت او عدالت او د ظلم او د بدکاری نه ځان ساتلو سره، بس دسې کار اوکړې چې دغه شک او شبهې بې اثره شی ، څکه چې هر څوک د ایوه مسلمان ذهن نه ایوه شبهه لرې کړی ، دسې دې لکه هغه ته یی ژوند ورکړې وی او هرڅوک چې یو کس شبهه کښې واچوی دسې دې لکه هغه یی مړ کړې وی .
د اهلبیتو او آيمه علیهم السلام سیرت هم دغه شان ته وو چې کومو کسانو سره جنګیدلې کوشش به یی کولو چې د هغو ذهن نه شک او شبهه اوباسی او که چیري د هغو ذهنو نه شبهه لرې نشی بیا هم دی کار په ذریعه سره په به یی غوختلو چي د الله تعالی په نژدې عذر ورسره وی او هغه اولسونه چې هغی نه پس راځی د هغو زړونو نه کینه لري کړی ، امام صادق علیه السلام فرمایی چې : د جمل د جنګ په وخت امیرالمومنین ع خپلو ملګرو ته اوفرمایلو : چي تر څومره مونږ او د هغی او د الله تعای په منځ کښې بهانه وی تر اومره په چنګ کولو کښې بیړه اونکړې .
او بیا یی د بصرې خلکو ته دسې اوفرمایلو: آیا تاسو ته ظال او ستمکار حاکم ښکارم؟
ټولو اوویل چې نه .
بیا یی اوفرمایل: ایا ما قسم باندې پښې ایښې دی ؟ ټولو اوویل چې نه .
بیا یی اوفرمایل: آیا ما ځان او خپل کورنې د ًپاره دنیا جمع کړی دا ؟ ټولو اوویل چې نه .
بیا یی اوفرمایل: ایا ما د الله تعالی حدونه فقط د تاسو حق کښې لاګو او جاری کړی دی او نور مه پریګدولی دی؟ ټولو اوویل چې نه .
امام حسین علیه السلام هم دغه شان کار په کربلا کښې اوکړو او په حقیقت کښې د هغی هدف او مقصد د خلکو ذهنو نه یی شک ا و شبهې اوباستل وو، دغه چې په ټولو حجت ختم شی ، لکه څه شان ته قرآن او پیغمبر اکرم ص په دی شطباندې تاکید کړې دی چې ایوه قوم سره هم جنګ جایز نه دې مګر دغه چې په هغی باندې حجت ختم شی او څومره چې کیدای شی د هغی ذهنونو نه د ظلم او بې عدالتی شک او شبهه لرې کړلې شی.
۱۲: څوک دغه ګمان او نکړی چې ظلم او ستم په ذریعه سره ځینې کارونه صحیح کیګی در حالیکه عدالت سره هغه کارونه نه کیګی ، څکه چې دغه سوچ ځینی واقعیتونو وجه نه چې سوچ او نتیجه نه علاوه او د تاریخ او د مخکښینی اولسونو نه حاصلیګی. دغه ټول د ظلم والا سخت پیغامونو ته هشدار ورکوی او په حدیث شریف کښې راغلی دی: هرڅوک چې عدالت هغی د پاره سخت وی ، ظلم به هغی د پاره د هغه نه زیات سخت وی ؛ په دغه زمانې واقعاتو کښې ههم سوچ کوونکی د پاره عبرتونه شتا دی ، ځېنې حاکمان د حکومت کولو د پاره چې حکومت یی محکم وی ظلم ځان د پاره وسیله جوړیی او په هزاران کسانو ظلم کول جایز ګڼی دغه پورې چې له کوم ځایه یی ګمان هم نکولو چې مبتلا به شی هغی یی مبتلا کړی دی دغه وایی چې په خپل لاس یی حکومت خراب کړې دې
۱۳: دومره پورې که چرې ...
۱۴: هغه کسان چې تاسو ورسره مخامخ کیګې د هغی مدافع او خیر خواه اوسو دغه چې هغی هم د تاسو غاړه واخلی او د دښمن په مقابلې کښې تاسو سره مدد اوکی،که درځنه کیدای شی د ضعیف کسانو مدد اوکړی چې د تاسو کورانی او ورونړه دی ، د خپلو خپلوانو په شان هغی سره مهربان او دلسوز شی ، او دغه هم اوپیژنې چې تاسې د الله تعالی په مخ کښې یی ، د تاسې کارونه ثبت کیګی، د تاسو نیتونو باندې خبر دې او تاسو په امتحان آچوی.
۱۵: د مونځ ادا کولو نه غافل نشې چې د الله تعالی درګاه کښې نمونځ نه ښه عمل نشته دې او نمونځ یو شان ته ادب دې چې انسان یی د الله تعالی په مخ کښې خیال ساتی او درود دې چې آستی ؤ نمونځ د دین ستنی او د اعمالو د قبلیدو ملاک او معیار دې او الله تعالی د جنګ او د ډر په وخت کښې هغی کښې کمې کړی دې اوکه چرته څوک د نمونځ تمام وخت کښې د جنګ حالت کښې وو په ایوه تکبیر(الله اکبر) هم بسوالې کوې شې دومره پورې که چرته قبلې طرف ته ی مخ هم نه وو او پروردګار عالم په دې باره کښې فرمایی:
"حافظوا على الصلوات والصلاة الوسطى وقوموا لله قانتین، فإن خفتم فرجالاً أو ركباناً، فإذا أمنتم فاذكروا الله كما علّمكم ما لم تكونوا تعلمون"
الله تعالی مومنانو ته د جنګ په وخت کښې حکم ورکړې دې چې د ځان او د اسلحې پام اوساتی او ټول یوه ځې نمونځ مه کوی او ځېنې کسان د حفاظت د پاره اودریګی ا احتیاط اوکړې په نمبر نمبر نمونځ اوکړې ، د امیرالمومنین علیه السلام سیرت هو دغه شان وو چې د نمونځ ادا کولو په باره به ېې ملګرو ته وینا کوله او امام باقر ع فرمایی : چې د جنګ په حالت کښې او وایل: هر څوک چې هر طرف مې مخ وی نو اشاره سره وی نو نمونځ اوکړی ، څکه چې امیرالمومنین علیه السلام د صفین په شپه یی نمونځ ادا کې دې او د غرمې او د مزدیګر او د مخام او د نمسښتن (عشا) په وخت یی فقط تکبیر او لا اله الالله او د سبحان الله او د الحمدلله ورد او ذکر کولو او همدغه د هغی نمونځ وو او امیرالمونین ع هم هغی ته دوباره او نفرمایل چې نمونځونه مې دوباره اوکړې
۱۶: د الله تعالی ذکر او یاد او مرګ او د قرآن مجید تلاوت په ذریعه سره دخپل ځان سره مدد اوکړی . امیرالمومنین به هم دغه شان ته کول ، امیرالمومنین علیه السلام په باره کښې راغلی دی چې دوو صفونو په منځ کښې یی پوزې (حصیر) اوغوړولو او ټوله شپه نمونځ او ذکر او دعا کښې مشغول وو او د هغی یو طرف او بل طرف ته به غشی غورزیدلو اماا علیه السلام به عغی ته هیڅه توجه نه کوله او آخر وخت پوري د خپل ځای نه پانڅیدو.
۱۷: الله تعالی د ستاسو مدد اوکړه . پام کوو چې د تاسو رفتار نورو خلکو سره د جنګ او د صلح په وخت دپیغمبر اکرم ص او د اهلبیت علیهم السلام غوندې وی دغه چې اسلام د پاره د عزت باعث جوړ شوڅکه چې دغه دین د فطرت نور او دعقل شهادت او د اخلاقو پیژنګلوی باندې جوړ شوې دې او د ی ښودلو د پاره همدغه بس دا چې اسلام د سوچ او د فکر او د ښو اخلاقو جنډه اوچته ککړی او په خپلو اصولو کښې د سوچ او د فکرچې زندګی سره برابر دی دعوت ورکوی ا الله تعالی په دی باره کښې فرمایی:
"ونفس وما سوّاها فألهمها فجورها وتقواها قد أفلح من زكّاها وقد خاب من دسّاها" (سوره شمس)
او امیرالمومنین علیه السلام فرمایی: الله تعالی د خلکو ّ په منځ کښې یو بل پسې پیغمبران راولیګل
چې د فطرت وعده انسان ته اوښئ او هغه ته د الله تعالی پویر شوی نعمتونه دوباره یاد کړی او د دعوت او تبلیغ په ذریعه سره هغی باندې حجت تمام کړی او د عقل پټې خزانې څرګندې کړی ؛ که مسلمانانو دی خبرو باندې غور او فکر کړې وې او دی زدکې په مطابق یی عمل کړې وې ، هغی د پاره به برکتونه ښکاره شوی وو او دغه د برکتونو رڼا به ټولو افقونو او طرفونو کښې روښانه شوی وا ؛ څکه چې د دغه مسایل که چېری اهل علو ته اوسپارلې شی ـ لکه کوم شان ته الله تعالی حکم ورکړې دې ـ ده دی معنې او مفهوم باندې په سم او صحیح پوه شوی وو
۱۸: د احتیاط او د پام په ځاې کښې بیړې نه ځان اوستې دغه چې په خپله د هلاک کیدو نه ځانونه بچ کړې ، څکه چې د تاسو دښمنانو کوشش دغه دې چې تاسو دغه شان ځایو ته احتیاط نه بغیر لاړ شې او احتیاط نه علاوه مخکښې لاړ شې ؛ خپلو صفونو او د خپلو کارونو شروع کولو کښې فکر او سوچ اوکړې او په یو اقدام کښې هم بیړه ( جلدی) اونکړې مخښکې د دی نه چې پوره پوره د هغی ټول طرفونه او احتیاجات هغی د پاره فراهم کړی الله تعالی دی باره کښې فرمایی:
"یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُوا جَمِیعًا" و می فرماید: "إِنَّ اللَّهَ یُحِبُّ الَّذِینَ یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْیَانٌ مَّرْصُوصٌ"؛
تاسو له پکار دې د خپلو دښمنانو نه زیات محکو او طاقتور وې ، څکه چې تاسې په حق لاره یو او پوه شو که چرته تاسو درد لرو نو هغی به هم درد لری او تاسو په هغ الله باندې امید لرو چې هغی نه لری او د هغی امیدونه د سراب په شان دروغ دی او هغی د واقعیت او رڼا نه لرې دی او په شک او د شبهو په تیارو کښې غورزیدلی دی
۱۹: هغه کسان چې تاسې سره روبرو دی او د هغی دښمن یی ډهال(سپهر) جوړ کړې دې پکار دې چې خپلو حمایت کوونکیو ته خیر خواه وی ، د هغی د قربانیانو او د ایثار قدر اوکړی ، هغی ته ازار او تکلیف مه راساوی او دی مجاهدانو په باره کښې بدګمانی مه کوی ، څکه چې الله د یو کس حق بل کس د پاره واجب نه دې کړې مګر دغه چې د هغه حق یی هو دی د پاره واجب ګرځولې دې
پوه شې چې یو کس هم د تاسې په شان ، د تاسې خیرخواه نه وی مګر دغه چې تاسې پاک وې او ښه کار د پاره یو بل سره څنګ تر څنګ اودریګې ، دومره پورې چې په ځېنې وخت کښې یو بل معاف کړې حتی هغه ګناهانې غټې ولې نه وی ، څکه هرڅوک چې ګمان اوکړی چې یو عام کس د هغی ته له خپلو خپلوانو نه بهتر وو ، او هغی سره هم پیمان شی ، توهم او خیال د کوی او هرڅوک چې اوغواړی هغه کارونه تجربه اوکړی چې مخکښې تجربه شوی دې، بغیر څه شکه چې پښیمانه به وی ؛ او پوه شې چې هرکس د معاف کیدو نه شروع اوکړه ، هغه معافی چې کړی یی دې هغه نه علاوه د نورو معافیانو جې هغی د بعد کیګی هغه ته به اجر میلاویګی او دغه اجر د الله تعالی په نیژدې هم نه خرابیګی او دغ انسان ته به د قبر او د قیامت تیارو او سختیانو کښې ورکوی ؛ هر کس چې د مسلمانانو د حمایت کوونکیو حمایت اوکړو او یا د هغی د کورنی محافظت یی اوکړو او هغی سره مدد اوکړی ، دغه به هم د هغه جهاد او جنګ کوونکی په شان اجر لری
۲۰: ټولو ته پکار دې چې بد تعصبات لرې کړی او ښه اخلاق چوړ کړی ، څکه چې الله تعالی خلک په مختلفو اولسو او قومونو کښې پیدا کړی دی دغه چې یو بل سره اوپیژنی ، او یو بل له فایدې ورڅوی او د یو بل ملا تړ چوړ شی ، بنا بر این تنګ فکرونه او یوازې غررو په تاسو باندې غلبه اونکړی ، د دی نه علاوه ښه پوهیګې چې د تاسې او ټولو مسلمانانو په سر څه راغلو دغه چې مخکښې لاړ شی ټول او طاقت یی غیر ضروری چیزونو کښې خرج کړل ، بنابر این فتنه نه ځان اوستې چې ظالمان به فقط د تاسې ګریبان نه نیسی او دغه چې فتنه ښکاره شوی دی ، کوشش اوکړې چه خاموشه یی کړې ، او دعغی زیاتیدو نه ځان اوستې ، او ټول د الله تعالی رسی مضبوطی سره اونیسې او اختلاف مه کوې ، او پوه شې که چرته الله تعالی د تاسې زړونو کښې نیکی او ښتیا اووینی ، تاسې چې کومه نیکی یی آخستی دې د هغی ځو برابر به درتا درکړی ، الله تعالی په هر څه قدرت او طاقت لری
Add new comment