(۰۱)د مور او پلار خدمت کول
مورپلار سره نیکي او له هغوي سیره په ادب سره ناسته پاسته او معاشرت کول په هغو کارونو کې شامل دي چې دانسان دخوشبخطۍ او نیکمرغۍ لامل کیږي .لکه څنګه چې خداوندمتعال دقرآن کریم د احقاف سورې په پنځلسم آیت کې فرمائي :،مونږ انسان ته سپارښتنه کړې چې له خپل موراو پلار سره نیکي وکړي ، دتامور په کړاؤ اوزحمت سره دتادحمل پيټی وړی او په درد اوزیارسره ئې حمل ترسره کړی دی او دهغه دشیدو او باردارۍ دیرش میاشتنی پړاؤ ئې تمام کړی ، څو کله ماشوم چې یو نوزیږی ؤ ، وده ئې وکړه او څلویښت کلن شو ،نو عرض وکړ، پروردګاره !ماته توفیق راکړې څو دهغه نعمت شکر وکړم چې ماته او زما پلاراومور ته دې ورکړی . او داسې ښه کارونه وکړم چې ته ورنه خوشاله شې ، او دمابچي صالح وګرځوې :.
دوستانو ددغه آیت په تفسیر کې دقرآن کریم ستر مفسّر خداي بخښلی علامه طباطبائی لیکي ،له خدايه دانسان دغوښتنې مطلب دادی چې خداي پاک دهغه زړه ته داسې الهام کړي چې دهغه دنعمتونو شکر وکړي او صالح عمل ترسره کړي او له خپل مور اوپلار سره نیکي وکړي او همداراز دهغه بچیان هم د هغه په حق کې نیکي وکړي او داحترام په سترګه ورته وګوري ، لکه څنګه چې ئې د خپل مورپلار احترام کړی دی .
دزکریا بن آدم په نامه یو کس وائي ، یو مسیحي وم چې مسلمان شوم او دخداي کور ته لاړم یعني حج ته لاړم . په مدینې کې مو دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام زیارت وکړ او دځان له معرفی کولو وروسته چې مخکې مسیحي وم او اسلام مو قبول کړی او اوس مسلمان یم ، هغه ته مو عرض وکړ، مور اوپلار مو مسیحي دي او مور مو هم نابینا ده او زه ورسره ژوند کوم او دهغو هرډول خدمت کوم او ورسره خوراک کوم آیا کوم مشکل لري .؟
امام بزرګوار وفرمایل .، آیاهغوی دخوک یا خنځیر غوښه خوري ؟ ومو ویل نه هیڅکله ئې هم نه خوري .
امام بزرګوار بیا وفرمایل ، له هغو سره خواړه خوړل هیڅ فرق نه کوي له خپلې مورسره لازیات په ښو اخلاقو سره چلند کوه او که مړه شي ،نو پخپله ئې دجنازې مراسم په غاړه واخله .
دحج له ترسره کولو وروسته کوفې ته ستون شوم ، او له خپلې مور سره مو د امام دسپارښتنو په اساس ډیره مهرباني وکړه او له هغو مو قالي بدل کړل او ومولمبوله او خدمت مې وکړ . یوه ورځ مې مور تپوس وکړ ،زویه ، ته خو مخکې مسیحي وې دومره دې له ماسره مینه نه کوله اوس چې مسلمان شوی ئې ، لازیات دمااحترام کوې . مور ته مې وویل ، مورې دا د پیغمبر اکرم دیوه لمسي سپارښتنه ده .
بیا مو مور وویل ،هغه پيغمبر دی ؟ ومو ویل نه دهغه یو لمسی دی . بیا مو مور وویل ، زویه د تا دین په ټولو دینونو کې غوره دین دی داماته هم رازده کړه څو مسلمانه شم . ماورته شهادتیّن او لمونځ ورزده کړ . هغې د ماسپيښین ،مازدیګر او ماښآم لمونځ ولوست. هماغه شپه ئې هیلې پوره شوې ، ماته ئې وویل ، هغه شیان چې ماته دې ویلی او راښودلي بیا راته ووایه او هغې بیا تکرار کړل او مړه شوه . کله سهار شو مسلمانان غونډ شول او هغې ته ئې غسل ورکړ او پخپله مې پرې لمونځ وکړ او د امام جعفر صادق علیه السلام په سپارښتنې سره مو په قبر کې ښخه کړه .
Add new comment