د استکبار مرګ(02)

حقیقت دا دی چې د مختلفو اسلامي مذهبونو ګډ ټکي دهغوی تر اختلافاتو زیات دی نو د کینې او سختې دشمنۍ لپاره څه دلیل پاتې کیږي چې د داعش په شان ترهه ګرې او تکفیري ډلې یې د اسلام په نامه ترسره کوي . قران د اسلام دین د رحمت او ګډ سوله ایز ژوند دین ګڼي او په خپله پیغمبر هم مسلمان هغه کس ګڼي چې له لاس او ژبې یې نور په امان کې وي خدای تعالی خپل پیغمبر د نړیوالو لپآره رحمت معرفي کړی دی ، هر څوک چې شهادتین ووایي مسلمان ګڼل کیږي او په دې د ټولو مذهبونو اجماع دی . نو کوم اعمال چې داعش یې کوي د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم له تعلیماتو سره هیڅ تړاو نه لري.
یو بل ټکی چې ټولو امامانو ورباندې تاکید درلود ، د ټولو انسانانو د حقوقو او حرمت ساتنه ده مثلا حضرت علی علیه السلام د خپل حکومت په لنډه شان موده کې نه یوازې د مسلمانانو بلکې په خپل اسلامي ټاټوبي کې د پروت یو یو غیر مسلم کس د حقوقو په ساتنه ټینګار کاوه . اوس ، داعش ، هر کس چې دهغوي په شان فکر ونه کړي او د اسلام له تعلیماتو د هغوي په غلط او انحرافي باور عقیده ونه لري هغه کافر ګڼي او د وژلو مستحق . اسلام تر هغه وخته پورې چې یو کس یا ډله د اسلامي عقیدو او د مسلمانانو د خاورې او ناموس په خلاف وسله پورته نه کړي هیڅکله له دغه شان کس یا ډلې سره د مقابلې اجازه نه ورکوي. د پیغمبر او اهل بیتو کړچار د دې خبرې ګواه دی. په حقیقت کې هغه څاروي ډوله تاوتریخوالی چې داعش او نورو ترهه ګرو ډلو په عراق او سوریې او نورو اسلامي ټاټوبو کې کړی او هغه تاکید چې لویدیځ دولتونه او رسنۍ یې په اسلام پورې د دغه تاوتریخوالي د تړلو لپاره کوي ، د مسلمانانو تر مینځ د اختلاف او د اسلام د سوله غواړې څیرې له داغي کولو پرته بل هدف نه لري.
ویلی شو چې د داعش په شان له ترهه ګرو ډلو د لویدیځو دولتونو او په سر کې یې دامریکا د حمایت تر ټولو لوی سبب دادی چې دوي اساسا سلبي ماهیت لري یعنې د دغه ډلې مهارت د تمدن په جوړولو کې نه بلکې د هغه څه چې موجود دي په نفي کولو او ورانولو کې دی . په بله ژبه ، دغه بهیر د بدلون طاقت لري خو د رغاونې طاقت نه لري. او تمدن نه شي جوړولی. له دې امله ده چې د لویدیځ اسلام مخالفه دولتونو ورته پام ګرځولی دی. په حقیقت کې لویدیځ دولتونه په اسلامي ټاټوبو کې د افراطي او تکفیري بهیرونو په ملاتړ او سنبالښت سره غواړي په سیمه او نړۍ کې د اسلام ګروهنې څپه منحرفه کړي او یا یې له مینځه یوسي. د اسلام دښمنان د افراطي ډلو په ملاتړ سره هڅه کوي په مسلمانو هیوادونو کې له بیدارۍ راپیدا شوی طاقت د صهیونسټ رژیم د ګواښ په شان له اصلي موضوعاتو بل لور ته واړوي. په همدې لړ کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود په اسلامي هیوادونو کې د ترهه ګرو او افراطي ډلو د ماهیت په تحلیل کې وفرمایل: « یو شمیر تکفیریان خبیث صهیونسټ رژیم ته د پام په ځای د اسلام او شریعت په نامه اکثره مسلمانان تکفیروي او د اختلافاتو او تاوتریخوالي د پیدا کیدو زمینه برابروی او په همدې وجه د دغه تکفیري بهیر وجود د اسلام د دښمنانو لپاره یو زیری دی .» د رهبرۍ ستر مقام د « اشداء علی الکفار رحماء بینهم» آیت ته په اشارې سره زیاته کړه : تکفیري ډلې د خدای په صریح حکم سترګې پټوي او په مسلمان او کافر ، د مسلمانانو په ویشلو سره هغوی له یو بل سره جنګوي . دوي وفرمایل « په دې حالت سره آیا څوک شک کولی شي چې د دغه بهیر شتون او ورځنې مالي او تسلیحاتي ملاتړ د استکباري دولتونو او دهغ وی د لاس پوڅو د خبیثو امنیت ادارو کار نه د؟»
دم ګړۍ په اسلامي ډګرونو کې فعالې تکفیري ډلې پر دې سربیره چې په نړۍ کې د اسلام څیره بدرنګوي عملا په وروروژنې او د استثمارګرانو د ګټو په لړ کې د ګام په پورته کولو سره نه یوزاې خپل اصلي دښمنان یعنې امریکا صهیونسټ رژیم او نور لویدیځ سلطه غواړي طاقتونه نه کمزورې کوي بلکې په دغه شان اقداماتو سره دخپلو دښمنانو جبهه هم مزبوتوي. داعش نن په نړۍ کې له اسلامه د خلکو د ویرولو او اسلام دښمنۍ لپاره د لویدیځ په یو اوزار بدل شوی دی. د وحدت اونۍ او هغه غونډې چې په دې اونۍ کې په اسلامي هیوادونو کې ترسره کیږي یو فرصت دی چې په اسلامي نړې کې د هر مذهب عالمان او ازاد فکره کسان، خلکو ته دا پوهه او معلومات ورکړي چې د اسلام پیغمبر او اسماني کتاب قران کریم د مسلمانانو تر مینځ د وحدت او پیوستون په چورلیز ولاړ دی او د داعش په شان د ترهه ګرو او افراطي ډلو اقدامات د سوله دوست او عدالت غواړي اسلام د څیرې د خرابولو لپاره دي.

Add new comment