خپلوکورونوته دترهه ګرو ستنیدا(02)

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو آیا دمینځنی ختیځ د دزرګونو خلکو دهرې ورځې دوژلې کتونکي کیدلی شو ،او تمه درلودلی شو دغه تاؤتریخوالي دنړۍ نورو سیمو ته ونه غزیږي ؟ که پاریس ۴۸ساعته په وحشت او ویرې کې ؤ ، نو دمینځنی ختیځ خلک او دافریقا دځينو سیمو خلک لسګونو کلونه کیږي چې دغه وحشت او ویره پکې دوام لري . ترڅو چې په اروپا کې توکمپالنه ، له اسلامه دویرولو بهیرونه او اسلامی ضد ګوندونو اوتنظیمونو د فغالیتونو لپاره زمینه جوړونه روانه وي ، تل به دنړۍ ګوټ ګوټ ته ددغه پيښودغزیدا او تکراریدا خطرې هم موجودې وي . د داعش ځواک یوه مهمه برخه هغه ځوانان دي چې له لودیځي هیوادونو ورځي . د داعش او نورو تکفیری ډلو په زرګونو سړي خواره قاتلان په سورئې ،عراق اودعراق په کردستان کې دمسلمانانو له بې رحمه وژلو وروسته په لودیځ کې خپلو زیږنځایونوته بیرته ستانه شوي دي او تیار دي نوي ترهه ګرې پيښې او جنایتونه وکړي . سورئې ،یمن او عراق ته ددغو کسانو تلل او د داعش اوالقاعدې په څير له تکفیری او ترهه ګرو ډلو سره ئې یو ځای کیدل ،له ترهه ګرۍ دفرانسې پشمول دلویدیځي حکومتونو له دوه ګوڼي تعریفه سرچینه اخلي . . لودیځوالو ترهه ګري په ښو اوبدو دوو ډلو ویشلې ده . هغه ترهه ګري چې دلودیځي هیوادونو او د هغوي دمتحدانو دحکومتونو ګټې او د ښآریزو امنیت ئې له خطرې سره مخامخ کړی ، بده ترهه ګري ده ،خو که همدغه ترهه ګرې ډلې دلودیځي حکومتونو دسیاستونو په خدمت کې وي ، او په اسلامی هیوادونو کې دلسګونو زره مسلمانانو ژوند قرباني کوي ، نو هیڅ غبرګون ورته نه ښودل کیږي او دا په اسلامی هیوادونو کې تاؤتریخوالی اوافراط پالنه ګڼي او له اسلام سره ئې تړي . لودیځوال حکومتونه په دې هم بسنه نه کوي او په ډيرو موردونو کې دخپلو سیاستونو دپرمخ بیولولپاره له دغو ترهه ګرو اوجنایتکارو ډلو ناوړه استفاده کوي . چې مثالونه ئې په عراق ،سورئې اولبنان کې د داعش او د هغې په څیر د نوروترهه ګرو ډلو سپيره اوغیر انساني اقدامات دي . د فرانسې حکومت او دهغې اروپائي متحدانو په سورئې کې دشخړې په رامینځةکولو او دبشار اسد دحکومت دنسکورولو لپاره دترهه ګرو، تکفیری اوجنایتکارو ډلو د راپنځولو ، پیاوړي کولو اوپه هرډول وسلو د سنبالولو اقدامات وکړل . لودیځي چارواکي په دې اند وو چې په سورئې کې دترهه ګرو اوتکفیریانو په غونډولو سره ، به پخپلو هیوادونو کې دهغوي له خطرو اوګواښه په آمان کې وي او پر دې سربیره دبشار اسد دحکومت دنسکورولو پشمول په مینځني ختیځ کې دلودیځ موخې هم پوره کیږي . له ې امله سورئې ،عراق او لبنان ته دلسګونو زره د اروپائي ښآریزو د تلو لاره ئې هواره کړه .
په حقیقت کې ترهه ګرو اوتکفیري ډلو په آسانۍ سره په اروپائي هیوادونو کې خپل تالی څټي او ګوډاګیان جذب کړل او هغوي ئې د ترکیې او اردن له لارې سورئې اوعراق ته منتقل کړل . خو په نهایت کې ، د اوور بلؤونکي پخپل اوور کې وسوزیدل ... دترهه ګرو او تکفیری ډلو په مقابل کې دسورئې او دعراق دخلکومقاومت دلودیځي حکومتونوسیاست ته ماتي ورکړه او اوس په لسګونو زره اروپائي ښآریز دبې ګناه مسلمانانو په ضد دجرم اوجنایتونو د تجروبدد په ستر پيټي سره سره خپلو هیوادونوته بیرته ګرځي اویا ګرځيدلي دي . درسمي احصایو په اساس دفرانسې هغه دوه سوه کسان چې سورئې او عراق ته تللي وو بیرته فرانسې ته ستانه شوي دي او داروپائي هیوادونو لپاره ټایم بم حسابیږي . دپاریس پیښو دنورو اروپائي حکومتونو لپاره هم د خطرې ټلۍ ګړنګولې ده .

Add new comment