خپلوکورونوته دترهه ګرو ستنیدا(01)

د روانې جنورۍ د اوه مې اتمې اونهمې شپې ورځې دفرانسې په تیره بیا دپآریس ښار د اوسیدونکو لپاره له اندیښنو او خپسکو ډکې وې ، په پاریس کې د شارلي ابدو خپرونې په دفتر وسله واله حمله او ورپسې دبرمتګرۍ دوې پيښې او د اتلسو کسانو وژل کیدو دتکفیری ترهه ګرو دپښو پل د اروپا زړه ته هم وغزاوه . په ۲۰۰۵کال کې دلندن په میټرو کې له بم چاودنو وروسته ، دپاریس ترهه ګرې پيښې په اروپا او دلودیځي هیوادونو په ټولګې کې خورا ستر ترهه ګراقدام ؤ . هره ورځ په عراق او سورئې کې په لسګونو بلکې په سلګونو خلک دتکفیری ترهه ګرو په لاس په وحشي ډوله رودو سره وژل کیږي ، خو دغه جنایتونه د لودیځوالو لپاره دومره عادي چاره جوړه شوې چې له دغو ډير جنایتونه حتی په رسنئ سرټکو کې ئې هم نه راولي ، خو دپاریس ترهه ګرې پيښې سملاسي د نړۍ دخبرونو په سر کې ورغلي دي . په اروپا کې او دفرانسې د خلکو لپاره دپاریس دترهه ګرو پيښو بې ساری کیدا لامل شوې چې د نړۍ دټولو رسنیو او سیاسی ټولنو پام دفرانسې پيښو ته جلب شي . د نړۍ دزیاتره سیاسی شخصیتونو په تیره بیا داسلامی هیوادونو د مشرانو په وسیله د دغه اقدام د محکومیت څپه پاریس ته مخابیره شوه. زیاتره اروپائی مشرانو دترهه ګرو اقداماتو دمحکومیّت او دترهه ګرو پيښو دقربانیانو له خپلوخپلوانو سره دخواخوږۍ لپاره دتیرې یکشنبې په ورځې دپاریس په مظاهرې اولاریون کې ګډون وکړ.
دپاریس ترهه ګرو پيښو دانظریه تائید کړې چې له ترهه ګرو اوتکفیری ډلو سره دیوځاي کیدو لپاره سورئې او عراق ته له بیلابیلو اروپائی هیوادونو دلسګونو زره ښاریزو تلو ته بې پامي، دلودیځوالو ټولنو لپاره هم بالقوه خطرې درلودلی شي . دفرانسې پخواني لومړی وزیر ډومینیک ډویلپه د فرانسې یو هغه ښې پال سیاستوال دی چې دستمبر د یولسمې نیټې له پيښو وروسته ئې هڅه کړې دپاریس په ترهه ګرو پيښو یو حقیقت پال غبرګون وښئ. دفرانسې دغه لوړپوړي سیاستوال د فرانسې له یوه ټيلیوژني چینل سره په خصوصي مرکې کې ویلی دي ، د لودیځ سیاستونه په درستې نړۍ کې دترهه ګرۍ دمرکزونو دپراختیا عامل دي . داعش ترهه ګره ډله د دغو کبرجنو اوبې پایه سیاستونو دترکیب ناروا بچی دی . «
د فرانسې پخواني لومړي وزیر په دغې مرکې کې دترهه ګرو ډلو په پیاوړتیا او مضبوطولو کې دفرانسې رول ته نیغ په نیغه اشاره ونه کړه او د امریکا او د لودیځي هیوادونون ټولګه ئې یاده کړې ده . البته هغه هم پوهیږي چې فرانسې په وروستیو څو کلونو کې دترهه ګرو ډلو په تیره بیا په سورئې او عراق کې د داعش ترهه ګرې ډلې په رامینځةکولو او پیاوړي کولو کې غوره رول لوبولی دی ، خو هغې حساسی او اندیښمنونکي فضا چې دپاریس له پيښو وروسته ئې پرفرانسې سیوری غوړولی دی ، ددې خنډ شوي چې ډومنیک ډویلپه دترهه ګرۍ په مقابل کې دفرانسې دحکومت دوګوڼو سیاستونو ته اشاره وکړي.
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو پوهیږئ چې فرانسه په اروپا کې دمسلمانانو خورا ستر نفوس لرونکی هیواد دی . د اروپا کابو لس فی صدي نفوس مسلمانان دي . په عین حال کې صهونیسټي لابي په اروپائي هیوادونو کې په فرانسې کې خورا زیات نفوذ لري . صهونیسټي لابۍ همداراز په اروپاکې له اسلامه د ویرولو دبهیر په دودولو کې هم جدي رول لوبوي . دشارلي ابدو خپرونې خاوندان صهونیسټان دي ، د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد (ص) دسپکو کارټونونو خپرول د مسلمانانو دلمسولو لپاره دشارلي ابدو دخپرونې دصهونیسټي خاوندانو له خوال یو لمسونکی حرکت دی . شارلي ابدو خپرونې په وروستیو څو کلونو کې په ځلونو هڅه کړې څو دبیان دآزادۍ په پلمه د نړۍ دیونیم میلیارډ مسلمانانو دسپيڅلتیاؤ سپکاوي وکړي .. دغې خپرونې په دغه ډول اقداماتو سره یو شمیر ترهه ګرو ته داپلمه په لاس ورکړې چې داسلام په نامه په دغې خپرونې حمله وکړي . مسلمانان هماغه ډول چې اسلامی سپيڅلتیاؤ ته د شارلي ابدو خپرونې سپکاوي محکوم کوي ، دپاریس ترهه ګرې پيښې ئې هم محکومې کړي دي . خو آیادغه شان احساس د لودیځ په سیاستوالانو ،سیاسی او رسني ټولنو کې هم شته چې ټوله ترهه ګرې پيښې له دې ورتیر چې دقربانیانو ملیّت او مذهب کوم یو دی ، او دنړۍ په کوم ځاي کې ترهه ګرې پيښې شوي دي ، محکوم کړي ؟. دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو په لګسونو ولسمشران او لوړپوړي چارواکي دپاریس دجنورۍ دیولسمې ورځې په میلیوني لاریون کې په لومړنۍ لیکه کې دفرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره یوځاي شول څو دفرانسې له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي . «چپه خوله لاریون «داسې عنوان ؤ چې فرانسویانو خپل لاریون ته ورکړی ؤ . په داسې حال کې چې په فرانسې کې دغه لاریون ترسره کید، د همدغې مځکې دکرې په یوې بلې برخې دلبنان په طرابلس کې یو کس ځان مرګی برید وکړ او دلبنان نهه شیعیان ئې ووژل ، له دې پيښې څو ورځې مخکې هم دعراق دټاټوبي په یوې برخې کې دسامرا په یوه بازار کې په یوې ځان مرګي حملې کې په لسګونو کسان پخپلو وینو کې لیت پیت شول ،او له دې څو اونۍ مخکې هم دپاکستان طالبانوډلې د خیبرپختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې په یوه ښونځي په وحشي ډوله ډله ایز برید کې دڅه دپاسه یو سل څلویښت زده کونکي ماشومانوپشمول کابو یو سل پنځوس کسان په خپلو وینو کې لیت پیت کړل . یو داسې قتل عام چې نړۍ ئې ولړزوله خو له هغوي سره هیڅ ډول پیوستون اعلان نه شو .
په دې مینځو میان کې داسې کومه ورځ نشته چې په جنګ ځپلي او بې وزله افغانستان کې یو کس او یا څوکسان ونه وژل شي . پوښتنه داده چې دترهه ګرۍ او په امریکا یا اروپا کې له وژلو سره په منیځني ختیځ کې وژلې څه توپیر اوفرق لري ؟ترهه ګري ، په هرځاي او هر ټاټوبی کې کرکجنه اومحکومه ده . بې شکه دفرانسوي کارټونیسټو وینه ، دنیجریه د هغو لسګونو ځوانانو له وینو چې د درس په کلاس کې دبوکو حرام دتکفیریانو په لاس قتل عام شوي ، یا دهغو پاکستانیو څه دپاسه یو سل څلویښت زده کونکو چې پخپلو وینو کې لیت پیت شول یا هغه عام خلک چې دبغداد یا سامرا په بازارونو کې وژل شوي ، لا پَنډه اورنګینه نه ده . ځکه په لودیځ کې ټول دپاریس د وژلو په ضد یوه خوله کیږي ، خو په مینځني ختیځ کې که خلک سره یوه خوله شي ، نو په لودیځ کې داسې غوږونه نشته چې ئې چغه واوري ؟ د دغو دوو وژلو فرق آخر څه دی ؟

Add new comment