دعیبونو لټول

 

د عیب لټول ، یوه اخلاقي ناروغي ده او د نورو د احترام دله مینځه وړلو لامل ګرځي . عیب لټونکي پخپل اخلاقي ضد عمل سره ، د خلکو ارزښت اوعزت له مینځه وړي او خلک پخپلو کې سره بدبینه کوي او هم فساد رامینځةکوي . داسلام په پاک دین کې دغه ځيږ او سپير خوي ستره ګناه ده او په قرآن کریم کې دهغو کسانوپه باب چې ځيږکارونه کوي اوپروپیګنډې خپروي ، دعذاب ژمنه ورکړل شوې ده . دهمزه سورې په لومړي آیت کې لولو:، وائ وي پر هر مسخره باز عیب لټونکي .: هَمز په اصل کې دماتولو په معنا دی ،ځکه عیب لټونکي دنورو شخصیت خرابوي . دغه سوره دخداوندمتعال له خوا په سخت ګواښ اونفرین اونفي کولو سره پیلیږي . داسې نفریّن چې موخه ئې هغه کسان دي چې نور سپکوي او عیبونه پکې لټوي . البته باید پوه شو هغه څوک چې په عیب لټولو او د مومنانو په بې احترامۍ پسې وي ، خداي پاک هم دهغه پټ رازونه ایشوا کوي . پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) هم په دې اړه فرمائي :، دمسلمانانو عیبونه مه لټوئ چې هرڅوک دخپل ورور سپکه کوي او عیبونه پکې لټوي ، خدا وندمتعال دهغه سپکې او عیبونه ایشواکوي .:
دعیبونو لټول دوستۍ اوانسجام له مینځه وړي . له دې امله خداي پاک دحجرات سورېئ له لسم تر دولسم پورې په آیتونو کې دعیب لټول او د نورو په ژوند کې تجسس د وفاق او یوزړتوب له مینځه وړلوعامل ګڼي دټولنو ډير مشکلات له دې امله راپنځول کیږي چې هرڅوک دبل په ژوند کې دخالت کوي ، او دنورو کمزورتیاوې ، او عیبونه معلوموي . بې شکه دنورو دکمزورتیانو ،کمښتونو او عیبونو باندې پوهیدا او د پيژندلو موضوع نه ختمیږي ،بلکې په غیبت او تورونو لګولو سره دوام مومي ،چې پخپله یوه ستره ګناه ده .
قرآن کریم هم په دې باب دنور سورې په نولسم آیت کې فرمائي :، هغه کسان چې غواړي په ایمانداروخلکو کې بدۍ او ځيږې خبرې خورې کړي، په دنیا او آخرت کې دهغوي لپاره دردناک عذاب دی او خداي پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ :.
دلته دا ټکی دپام وړ دی چې قرآن مجید نه وائي هغه کسان چې په مومنانو کې ځيږې او خرابې خبرې خوروي ، اهل عذاب دي ،بلکې فرمائي ، هغه کسان چې غواړي دمومنانو په باب ناروا بدې خبرې خورې شي ،اهل عذاب دي . او داپخپله دلالت کوي پر دې چې دخداوندمتعال په نزد د مسلمانانو عزت څومره محترم دی او هغه اجازه نه ورکوی چې هرڅه دمومنانو به باب ویل اوآوریدل کیږي ، دنورو لپاره هم وویل شي ، ځکه که انسان پخپلو سترګو وویني چا ګناه کړې ده ،نو حق نه لري دا راز ایشوا کړي ،څه دا چې له نوروئې آوریدلي وي اوپخپله ئې نه وي لیدلي .
په یوه روایت کې نقل شوي دي چې یو کس دحضرت امام موسی بن جعفر په خدمت کې ورغی او وې ویل ، له تاقربان شم ،یوه دیني ورور دیوه کارپه اړه یو نقل کړی دی چې دماخوښ نه ؤ ، ماورځيني پخپله وپوښتل خو انکار ئې وکړ، په داسې حال کې چې یوشمیر باوري کسانو دهغه له قوله داخبره کړې ده . امام بزرګوار وفرمایل :، دخپل مسلمان ورور په نسبت آوریدلي اولیدلي خبرې مه منه ،حتی که پنځوس کسان قسم هم وخوري چې هغه دا کار کړی دی او هغه چې ووائي داکار مې نه دی کړی ، نو دهغه ومنه او دنورو قسم خوړلو خبره مه منه ، هیڅکله هغه شی چې د هغه د ننګ اوعیب لامل دی او دهغه شخصیت له مینځه وړي ، په ټولنې کې مه خوروه ، چې له هغو تهمت لګونکو به وې چې خداي پاک دهغو ي په باب فرمائي :، هغه کسان چې غواړي په مومنانو کې بدې خبرې خپرې شي ، په دنیا اوآخرت کې دردناک عذاب سره مخامخ کیږي .
دوستانو اسلام دانسانانو دعزت او ا حترام لپاره ډير ارزښت او اهمیّت ورکوي . له همدې امله دنورو دخصوصي ژوند او دهغو په باب د تجسس اجازه نه ورکوي ،خو کله کله ځيني عیبونه ډير روښانه اوښکاره وي ،خو پخپله انسان هغه عیب ته بې پامه او په بشپړ ډول پر ې ناپوهه وي ، پر دې اساس دیوه ښه دوست دنده ده چې دهغه دوست عیبونه ورته وښائي او دهغو په لیرې کولو کې هڅه وکړي .
البته دامهمه چاره باید په پټه او خصوصي توګه ترسر ه شي څو دانسان شخصیت ته کوم تاوان ونه رسیږي . حضرت امام حسن عسکری علیه السلام په دې باب فرمائی :، څوک چې خپل دیني ورور ته په پټه نصیحت وکړي ، نودهغه عزت ئې خوندي کړی دی ،خو که دنورو په وړاندې ورته نصیحت وکړي ، دهغه دشرمندګۍ لامل کیږي :. حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمائي :، په دیني وروڼو کې هغه کس مې ډير خوښ دی چې زما عیبونه ماته راډالۍ کړي : پر ډې اساس هماغه ډول چې عیب لټول حرام اوبد کار دی ،دعیب پټول هم خیانت دی ،ځکه مومن باید یوه هینداره وي او دخپل دیني ورور ښکلاوې او ځيږوالي نندارې ته وړاندې کوي ، البته نورو ته نه بلکې ،پخپله هغه ته چې هینداره هم همدغه شان ده .

Add new comment