دحضرت رسول اکرم او امام جعفر الصادق علیهم السلام نیکمرغه زوکړه)3(
پيغمبر اکرم (ص) د خپل عمر تر پایه پورې هڅه وکړه ا جازه ورنه کړي چې په مسلمانانو کې د نفاق او تفرقه زړی وده وکړي. د دوي د رسالت دوران د اسلامي وحدت په رڼا کې د مسلمانان د طاقت او برم د اوج د څرګندیدو دوران و. ځکه چې دوي له اوله د خپل رسالت اساس او بنیاد د مسلمانانو په منیځ کې د زړونو په پیوند او یووالي کیښوده او د هغوی د وحدت او یو زړه توب په رڼا کې د اسلام طلایی دوران جوړ شو.
د پيغمبر له رحلته وروسته د اختلاف او تفرقې لومړی زړی د مسلمانانو په مینځ کې د پیغمبر د جانشینۍ په مساله راوټوکیده په دې زمانه کې او د اختلافاتو په سختیدو سره حضرت علی علیه السلام د د حضرت محمد (ص) د تفکر په پیروۍ او د اسلام په نوخیزه ټولنه کې وحدت او دین د ساتلو لپاره له خلافته ځان لرې وساته . خو متاسفانه اختلاف او تفرقه له اسلامي ټولنې ختمه نه شوه . او اسلامي نړۍ له هغې وروسته په تاریخ کې له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ شوه او هیڅ کله ونه توانیده چې د پیغمبر د زمانې دوحدت اوج ته ستنه شي. د وخت په تیریدو سره پّ مسلمانانو کې وحدت هیر کړی شو او هر کس د مختلفو معیارونو په بنیاد ځان تر نورو لوړ ګاڼه. البته په دې مینځ کې داسې مصلحان او خیر اندیشه کسان هم وو چې د پیغمبر اکرم او اهل بیتو (ع) په پيروۍ سره یې مسلمانانو د وحدت او یووالي فکر کاوه هغوی په دې عقیدې سره چې د اسلامي نړۍ د کامیابۍ او د مسلمانانو د عزت لومړی عامل اتحاد او وحدت دی همیشه خلک همدلۍ او اتحاد ته بلل او اوس یې هم بلي.
خو په خواشینۍ سره د دغه وحدت پالی بهیر په مقابل کې همیشه یو بل بهیر هم و چې پوهه یا ناپوهه یې د اسلامي ټولنې په مینځ کې تفرقې ته لمن وهله .
نن ډیر شواهد ددې ښودنه کوي چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې ډير مسلمانان شته دي چې که له رنګ ، توکم نسل او مذهب نه ورتیر د اسلاميت تر بیرغ لاندې راغونډ شي د پيغمبر د زمانې په شان حیرانتیاوې به راوپنځوي. . اسلامي نړۍ په خدای د ایمان په رڼا کې یوه بالقوه طاقت لري چې په وحدت او یو زړه توب سره کولی شي دغه توان فعلیت ته ورسوي او اسلامي نړۍ ته عظمت ستون کړي. هغه عظمت چې د اسلام دښمنان یعې نړیوال استکبار او صهیونزم همیشه له هغه ویریږي. او د هغه د نه تحقق لپاره همیشه په مسلمانانو کې د اختلاف او تفرقې د پیدا کولو په لټه کې دي.
متاسفانه د اسلامي نړۍ ځینې برخه نن په اسلامي ټولنه کې له دغه موجوده پټانسیله ناخبره دي او په ځای د دې چې په مسلمانانو کې یو والي چورلیز وګرځوي . یو بل نفي کوي او د لویدیځو هیوادونو له ارزښتونو او تمو سره غږمله کیږي. له دې غافله چې هغه څه چې اسلامي نړۍ او د مسلمانانو تر مینځ وحدت شاته بیایي له لایک او سیکولر اساساتو او لویدیځو ارزښتونو سره د اسلامي ارزښتونو ګډول دي.
په اسلامي نړۍ کې د دغه تفرقه اچوونکي بهیر په مقابل کې، هغه هیوادونه چې د مسلمانانو تر مینځ د وحدت او ا تحاد په لټه کې دي باوري دي چې مسلمانان له هر مذهب چې وي د ډیرو مشترکو ځانګړنو او د توحید قیامت او نبوت په شان د اسلامي اصولو په بنیاد ددې وس لري چې تر یو بیرغ لاندې راغونډ شي. او اسلام دا ظرفیت لري چې د هر رنګ نسل ،مذهب او قبیلې مسلمانان په ځآن راغونډ کړي هغوی عقیده لري چې اسلامي وحدت له تاوتریخوالي او افراط ګرۍ او ورور وژنې په ډډه کولو سره تحقق مومي. د اسلامي نړۍ زړه سواندي هیڅکله په ورور وژنې پسې نه دي او نورو مسلمانان کافر نه ګڼي هغ وی د ټولو مسلمانانو درناوی کوي او له هغ وی سره د ورورولۍ او برابرۍ احساس لري هر مذهب که وي که شیعه وي که سني یا بل کوم اسلامی مذهب که په خپلو عقیدو کې غلو او مبالغه وکړي او ځآن لوړ وګڼي نه هیڅکله نه شي کولی یو والي او یو زړه والي ته ټول مسلمانان وبلي.
یو بل ټکی د اسلامي دولتونو په ګټو او مصالحو د اسلامي امت د ګټو او مصلحتونو مخکې ګڼل دي. په دې اساس یوازې د وحدت د شعار ورکول کافي نه دي بلکې د هر یو اسلامي دولت عقیدتي او سیاسي اقدامات هم باید د د ټولې اسلامي نړۍ د منافعو او ګټو په لړ کې وي.
ټول مسلمانان ښه پوهیږي چې اسلام د تاوتریخوالي مخالف دی او کومو کسانو چې په وحشی توب او تاوتریخوالي په نامه د ډیرو لوڅو صحنو په ښودلو سره د اسلام په نوم او د لا اله الا الله تر بیرغ لاندې ورور وژنه پیل کړې ده د اسلام حقیقت ته له ګوزار ورکولو پرته بل هدف نه لري دغه کړنې په حقیقت له اسلامه د ویرولو د څپې دوام دی چې لویدیځ د دریمې میلادي پیړۍ له پيله د مسلمانانو په خلاف پیل کړې ده په دې تفاوت سره چې لویدیځو هیوادونو په اوله کې له اسلامه د ویرولو سیاست په خپلو هیوادونو کې او د اسلامي مهاجرو په خلاف پیل کړ او کله چې د بشري حقوقو له ډیرو نیوکو سره مخامخ شول په دې لټه کې شول چې په خپله د مسلمانانو له لارې او په اسلامي هیوادونو کې دننه له اسلامه ویرول جاري وساتي. لویدیځ په دې لټه کې و چې اسلام خلکو ته زیږ او بوږنوونکی دین وښي او مسلمانان ترهه ګر معرفي کړي . نو پّ اسلام د بدګمانۍ د پیدا کولو او دمسلمانانو د نابودولو لپاره تر ټولو ښه لاره د تفرقې پيدا کول او د تش په نامه مسلمانانو چې په اصل کې ترهه ګر دي سنبالول وګڼله .لویدیځوالو په خپلو رسنیو کې د مسلمانانو د د تاوتریخوالي د تصویرونو او فلمونو په خپرولو سره هڅه وکړه په مسلمانانو کې د نفاق او تفرقې په پراخولو سره په نړیوالو دا ومني چې اسلام د تاوتریخوالي دین دی. دغه ترهه ګرې ډلې او دهغوي ملاتړ اسلامي بهیرونه هم په خپلو اقداماتو کې له هر ډول فکره پرته د الله اکبر په شعار او د اسلام په ظاهر سره ډیر تاوتریخجن او زیږ اقدامات کوي حال دا چې د رحمت او ښیګړې پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمایي: مسلمان هغه دی چې له ژبې او لاسه یې بل مسلمان په امن کې وي.
دد غه شان اقداماتو په لیدلو سره دي چې د اسلامی وحدت داعیان په نننۍ نړۍ کې په اسلامي ټولنې کې دد غه شان افراطي او تاوتریخجنو بهیرونو په انکار او نفي کولو سره له هماغه لومړیو د ترهه ګرو د افراطي بهیرونو او د تفرقه اچوونکو حرکتونو په وړاندې مقابله او جوت دریځونه پیل کړل هغه ترهه ګرې ډلې چې د اسلام په نوم راپاڅیدلې دي. خو په حقیقت کې د صهیونزم او نړیوال استکبار د اهدافو او سیاستونو د ترسره کولو لپاره یو اوزار دي. په اسلامي نړۍ کې د وحدت بیرغچیان باوري دي چې د مسلمانانو په مینځ کې د وحدت د رامینځته کولو تر ټولو ضروري اقدام دا دی چې باید له هر څه مخکې دهغو کسانو په وړاندې چې د اسلام په نوم د وحشیانه عملونو په کولو سره د اسلام جرړې غوڅوي غږ پورته کړی شي او هغوی له اسلامه جدا وګڼل شي. ځکه چې په دې اړه چوپتیا او د صفا دریځ نه اعلانول په خپله د اسلام او د مسلمانانو د وحدت لپاره یو لوی خطر ګڼل کیږي.
په حقیقت کې تر ټولو اساسي ټکی چې باید د مسلمانانو د وحدت په باره کې ورته پام وشي د یو اسلامي هویت بیان او له مسلمانانو د غیر مسلمانانو جدا کول دي. متاسفانه د مسلمانۍ او اسلامي هویت د یو واضح تعریف د نیشتوالي له امله نن په لویدیځ او صهیونزم پورې تړلې افراطي او تاوتریخجنې ډلې ځآنونه مسلمانان معرفي کولی شي او د اسلام په نامه هر غیر اسلامي اقدام چې دهغوی لویدیځوال ملاتړي یې غواړي ترسره کړي. که د هر ې فرقې او مذهب مسلمانان موجود مشترکو ټکو ته په پام سره د مسلمانۍ مشخص تعریف ولري نور نو د دغه شان کسانو له پاره د ځان ښودلو او دې مقدس دین ته د ځآن د نسبت ورکولو لپاره کوم فرصت نه پاتې کیږي.
اسلامي هیوادونه همداراز باید له دې ټکي خبر وي چې د دې لپآره چې وحدت ته ورسیږي په نړیوال استکبار پورې له پییلتیا ځان خلاص کړي او خپل واقعي استقلال لاسته راوړي. مسلمانان باید د نړیوال استکبار په چلولونو پوه شي او د اسلامي موجودیت د احیاء او بیا موندلو په لټه کې شي. هغوی باید پوه شي چې د صهیونزم او نړیوال استکبار په مشرۍ لویدیځ هغه اصلي هدف چې د داعش په شان د تفرقه اچوونکو بهیرونو له ملاتړه یې لري د مسلمانانو پّ مینځ کې د وحدت خرابول او په نهایت کې د اسلامي نړۍ تباه کول دي. نو ځکه په اسلامي نړۍ د د وحدت مدعیان باید د دښمنانو له چلولونو د هوښیارۍ په ترڅ کې د واحد اسلامي هویت په بیان سره په اسلامي ټولنو کې په اختلاف مسالو د ګوتې کیښودلو په ځای د اسلام په وحدت بخښونکو تعلیماتو او درسول الله مبارک په سیرت ټینګار وکړي او وحدت اواتحاد ته رسیدل په اوسنۍ نړۍ کې خپل اصلي هدف وټاکي.
له هر ډول فکره پرته د الله اکبر په شعار او د اسلام په ظاهر سره ډیر تاوتریخجن او زیږ اقدامات کوي حال دا چې د رحمت او ښیګړې پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمایي: مسلمان هغه دی چې له ژبې او لاسه یې بل مسلمان په امن کې وي.

Add new comment