د حضرت رسول اکرم او امام جعفر الصادق علیهم السلام نیکمرغه زوکړه)(2
نن ډیر شواهد ددې ښودنه کوي چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې ډير مسلمانان شته دي چې که له رنګ ، توکم نسل او مذهب نه ورتیر د اسلاميت تر بیرغ لاندې راغونډ شي د پيغمبر د زمانې په شان حیرانتیاوې به راوپنځوي. . اسلامي نړۍ په خدای د ایمان په رڼا کې یوه بالقوه طاقت لري چې په وحدت او یو زړه توب سره کولی شي دغه توان فعلیت ته ورسوي او اسلامي نړۍ ته عظمت ستون کړي. هغه عظمت چې د اسلام دښمنان یعې نړیوال استکبار او صهیونزم همیشه له هغه ویریږي. او د هغه د نه تحقق لپاره همیشه په مسلمانانو کې د اختلاف او تفرقې د پیدا کولو په لټه کې دي.
متاسفانه د اسلامي نړۍ ځینې برخه نن په اسلامي ټولنه کې له دغه موجوده پټانسیله ناخبره دي او په ځای د دې چې په مسلمانانو کې یو والي چورلیز وګرځوي . یو بل نفي کوي او د لویدیځو هیوادونو له ارزښتونو او تمو سره غږمله کیږي. له دې غافله چې هغه څه چې اسلامي نړۍ او د مسلمانانو تر مینځ وحدت شاته بیایي له لایک او سیکولر اساساتو او لویدیځو ارزښتونو سره د اسلامي ارزښتونو ګډول دي.
په اسلامي نړۍ کې د دغه تفرقه اچوونکي بهیر په مقابل کې، هغه هیوادونه چې د مسلمانانو تر مینځ د وحدت او ا تحاد په لټه کې دي باوري دي چې مسلمانان له هر مذهب چې وي د ډیرو مشترکو ځانګړنو او د توحید قیامت او نبوت په شان د اسلامي اصولو په بنیاد ددې وس لري چې تر یو بیرغ لاندې راغونډ شي. او اسلام دا ظرفیت لري چې د هر رنګ نسل ،مذهب او قبیلې مسلمانان په ځآن راغونډ کړي هغوی عقیده لري چې اسلامي وحدت له تاوتریخوالي او افراط ګرۍ او ورور وژنې په ډډه کولو سره تحقق مومي. د اسلامي نړۍ زړه سواندي هیڅکله په ورور وژنې پسې نه دي او نورو مسلمانان کافر نه ګڼي هغ وی د ټولو مسلمانانو درناوی کوي او له هغ وی سره د ورورولۍ او برابرۍ احساس لري هر مذهب که وي که شیعه وي که سني یا بل کوم اسلامی مذهب که په خپلو عقیدو کې غلو او مبالغه وکړي او ځآن لوړ وګڼي نه هیڅکله نه شي کولی یو والي او یو زړه والي ته ټول مسلمانان وبلي.
یو بل ټکی د اسلامي دولتونو په ګټو او مصالحو د اسلامي امت د ګټو او مصلحتونو مخکې ګڼل دي. په دې اساس یوازې د وحدت د شعار ورکول کافي نه دي بلکې د هر یو اسلامي دولت عقیدتي او سیاسي اقدامات هم باید د د ټولې اسلامي نړۍ د منافعو او ګټو په لړ کې وي.
ټول مسلمانان ښه پوهیږي چې اسلام د تاوتریخوالي مخالف دی او کومو کسانو چې په وحشی توب او تاوتریخوالي په نامه د ډیرو لوڅو صحنو په ښودلو سره د اسلام په نوم او د لا اله الا الله تر بیرغ لاندې ورور وژنه پیل کړې ده د اسلام حقیقت ته له ګوزار ورکولو پرته بل هدف نه لري دغه کړنې په حقیقت له اسلامه د ویرولو د څپې دوام دی چې لویدیځ د دریمې میلادي پیړۍ له پيله د مسلمانانو په خلاف پیل کړې ده په دې تفاوت سره چې لویدیځو هیوادونو په اوله کې له اسلامه د ویرولو سیاست په خپلو هیوادونو کې او د اسلامي مهاجرو په خلاف پیل کړ او کله چې د بشري حقوقو له ډیرو نیوکو سره مخامخ شول په دې لټه کې شول چې په خپله د مسلمانانو له لارې او په اسلامي هیوادونو کې دننه له اسلامه ویرول جاري وساتي. لویدیځ په دې لټه کې و چې اسلام خلکو ته زیږ او بوږنوونکی دین وښي او مسلمانان ترهه ګر معرفي کړي . نو پّ اسلام د بدګمانۍ د پیدا کولو او دمسلمانانو د نابودولو لپاره تر ټولو ښه لاره د تفرقې پيدا کول او د تش په نامه مسلمانانو چې په اصل کې ترهه ګر دي سنبالول وګڼله .لویدیځوالو په خپلو رسنیو کې د مسلمانانو د د تاوتریخوالي د تصویرونو او فلمونو په خپرولو سره هڅه وکړه په مسلمانانو کې د نفاق او تفرقې په پراخولو سره په نړیوالو دا ومني چې اسلام د تاوتریخوالي دین دی. دغه ترهه ګرې ډلې او دهغوي ملاتړ اسلامي بهیرونه هم په خپلو اقداماتو کې
د تهران ریډیو قدرمنواوریدونکو سلامونه مو ومنئ تاسو ته د وحدت اونۍ او درسول الله مبارک د نیکمرغه میلاد په رارسیدلو مبارکي وایو او دخپرونې په دې برخه کې په اسلامي ټولنه کې د وحدت د ضرورت ، په مسلمانانو کې د نفاق د بهیر د تاریخ دجاج او په نننۍ اسلامي ټولنه کې د وحدت د رامینځته کولو د لارو چارو په هکله درسره غږیږو په دې هیله چې دغه پروګرام مو د استفادې وړ وګرځي.
په مسلمانانو کې وحدت او یووالی یوه ډیره مهمه مساله وه چې رسول الله مبارک (ص) ورباندې په خپل ژوند کې تاکید کاوه . رسول الله مبارک اسلام ته د خلکو دبلنې له همغه پیله هغوی له هر ډول ځآن لوړ ګڼلو او توکم پاله سلوکه منعې کړ او په مسلمانانو دیو بل د لوړوالي معیار یې تقوا وګڼله . نو مدینې ته له هجرته او د ځینو اختلافونو له پیدا کیدو سملاسي وروسته یې د اسلامي ټولنې او حکومت د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړل. دوي اول د ورورلۍ د عقد په تړلو سره مسلمانان د یو بل وروڼه کړل او هڅه یې وکړه اسلامي ټولنه له هر توکم او قبیلې یا قوم چې وو د مشترکاتو په سر متحد کړي او قبیله ای ، قومي او نسلی اختلافات ختم کړي. د هرې قبیلې او قوم مسلمانان د وورورلۍ په سیوري کې د اسلام تر بیرغ لاندې وروڼه شول او د یوې واحدې مشرۍ لاندې له خپلو دښمنانو سره مقابلې ته پاڅیدل. دغه وحدت دومره ښکلی و چې خدای تعای هغه الهی نعمت وګاڼّ او د آل عمران سورې په یو سل دریم آیت کې یې وفرمایل: او په ځان د خدای ( لوی) نعمت یاد کړئ چې څنګه تاسو د یو بل دښمنان وئ او هغه ستاسو په زړونو کې مینه محبت پیدا کړ او د هغه د نعمت په برکت وروڼه وروڼه شوئ.
Add new comment