د حضرت رسول اکرم او امام جعفر الصادق علیهم السلام نیکمرغه زوکړه)(1
په دې برخه کې په اسلامي ټولنه کې د وحدت د ضرورت ، په مسلمانانو کې د نفاق د بهیر د تاریخ دجاج او په نننۍ اسلامي ټولنه کې د وحدت د رامینځته کولو د لارو چارو په هکله درسره غږیږو په دې هیله چې دغه پروګرام مو د استفادې وړ وګرځي.
په مسلمانانو کې وحدت او یووالی یوه ډیره مهمه مساله وه چې رسول الله مبارک (ص) ورباندې په خپل ژوند کې تاکید کاوه . رسول الله مبارک اسلام ته د خلکو دبلنې له همغه پیله هغوی له هر ډول ځآن لوړ ګڼلو او توکم پاله سلوکه منعې کړ او په مسلمانانو دیو بل د لوړوالي معیار یې تقوا وګڼله . نو مدینې ته له هجرته او د ځینو اختلافونو له پیدا کیدو سملاسي وروسته یې د اسلامي ټولنې او حکومت د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړل. دوي اول د ورورلۍ د عقد په تړلو سره مسلمانان د یو بل وروڼه کړل او هڅه یې وکړه اسلامي ټولنه له هر توکم او قبیلې یا قوم چې وو د مشترکاتو په سر متحد کړي او قبیله ای ، قومي او نسلی اختلافات ختم کړي. د هرې قبیلې او قوم مسلمانان د وورورلۍ په سیوري کې د اسلام تر بیرغ لاندې وروڼه شول او د یوې واحدې مشرۍ لاندې له خپلو دښمنانو سره مقابلې ته پاڅیدل. دغه وحدت دومره ښکلی و چې خدای تعای هغه الهی نعمت وګاڼّ او د آل عمران سورې په یو سل دریم آیت کې یې وفرمایل: او په ځان د خدای ( لوی) نعمت یاد کړئ چې څنګه تاسو د یو بل دښمنان وئ او هغه ستاسو په زړونو کې مینه محبت پیدا کړ او د هغه د نعمت په برکت وروڼه وروڼه شوئ.
پيغمبر اکرم (ص) د خپل عمر تر پایه پورې هڅه وکړه ا جازه ورنه کړي چې په مسلمانانو کې د نفاق او تفرقه زړی وده وکړي. د دوي د رسالت دوران د اسلامي وحدت په رڼا کې د مسلمانان د طاقت او برم د اوج د څرګندیدو دوران و. ځکه چې دوي له اوله د خپل رسالت اساس او بنیاد د مسلمانانو په منیځ کې د زړونو په پیوند او یووالي کیښوده او د هغوی د وحدت او یو زړه توب په رڼا کې د اسلام طلایی دوران جوړ شو.
د پيغمبر له رحلته وروسته د اختلاف او تفرقې لومړی زړی د مسلمانانو په مینځ کې د پیغمبر د جانشینۍ په مساله راوټوکیده په دې زمانه کې او د اختلافاتو په سختیدو سره حضرت علی علیه السلام د د حضرت محمد (ص) د تفکر په پیروۍ او د اسلام په نوخیزه ټولنه کې وحدت او دین د ساتلو لپاره له خلافته ځان لرې وساته . خو متاسفانه اختلاف او تفرقه له اسلامي ټولنې ختمه نه شوه . او اسلامي نړۍ له هغې وروسته په تاریخ کې له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ شوه او هیڅ کله ونه توانیده چې د پیغمبر د زمانې دوحدت اوج ته ستنه شي. د وخت په تیریدو سره پّ مسلمانانو کې وحدت هیر کړی شو او هر کس د مختلفو معیارونو په بنیاد ځان تر نورو لوړ ګاڼه. البته په دې مینځ کې داسې مصلحان او خیر اندیشه کسان هم وو چې د پیغمبر اکرم او اهل بیتو (ع) په پيروۍ سره یې مسلمانانو د وحدت او یووالي فکر کاوه هغوی په دې عقیدې سره چې د اسلامي نړۍ د کامیابۍ او د مسلمانانو د عزت لومړی عامل اتحاد او وحدت دی همیشه خلک همدلۍ او اتحاد ته بلل او اوس یې هم بلي.
خو په خواشینۍ سره د دغه وحدت پالی بهیر په مقابل کې همیشه یو بل بهیر هم و چې پوهه یا ناپوهه یې د اسلامي ټولنې په مینځ کې تفرقې ته لمن وهله .
Add new comment