په امریکا او لویدیځ کښې د واده نه شويو ښځو شمیر زیات شوی(02)
دیوه مور او یا پلار کورنۍ له مختلفو روحي ، کړچاري ، اقتصادي اوټولنیزو مسایلو سره ښکیلې دي .
اقتصادي شخړې دیوه مور او یا پلار ترټولو مهم مشکل دی .
محققان باوري دي په یوه مور یا یوه پلار کورنیو کښې دپلار نشتون یوازې دسړي دعایدو له لاسه ورکول نه دي .
هغه سړي چې خپلې ښځې یې طلاق کړي دي دخپلو بچیانو دمعاش له تامینولو لاس اخلي او میندې مجبوریږي چې دکورنۍ ټول مالي بار پرغاړه واخلي .
داقتصادي دباو له کبله میندې د ماشومانو دڅارنې لپاره کم فرصت لري .
په دوې کښې اکثره ماشومان مجبوره دي چې د پلار د نشتون له پلوه له مالي چیلنجونو سره مخ شي او سخت فقر تجربه کړي .
مجردې میندې اکثره دځانونو او خپلو بچیانو لپاره د ناهیلۍ یو پړاو تجربه کوي .
هغوې اکثره ځوانې او بې تجربې دي او معمولا یې کافي فرصت نه دی لرلی چې خپلې زده کړې بشپړه کړي .
دغه میندې د کار د مهارتونو د نه لرلو په دلیل اکثره په کم عاید لرونکو کارونو بوختیږي .
په دې سربیره له کور څخه بهر کار کول دامنیت او دماشوم دڅارنې له پلوه ډیر مشکلات ځان پسې لري .
په امریکا کښې د یوه مور لرونکي کورنۍ په بې وزلۍ او فقر کښې ژوند کوي .
دامریکا کابو شپیته(۶۰) فیصده ماشومان په داسې کورنیو کښې ژوند کوي چې یوازې پکښې میندې شتون لري .
دیوه سرپرست کورنیو یو چیلنج د ماشومانو تربیت دی .
میندې یوازې په کم ډول کولای شي له تربیتي زده کړو او تجربو ګټه پورته کړي .
ځکه چې اکثره کارونه چې کافي عاید لري د زیات وخت لګولو ته ضرورت لري .
دوروستیو کلونو تحقیقاتو ښودلي ده هغه بچیان چې یوازې له مور یا پلار سره ژوند کوي په رواني او روحي بیماریو دوه(۲) برابره اخته دي .
هغوې دغه راز د نشه ایزو موادو او د شرابو دڅښلو په ارتباط د ناروغیو او خودکشۍ د احتمال په باره کښې دوه(۲) برابره زیات له خطر سره مخ دي ځکه چې په دغو ماشومانو د غور او څارنې سویه دنورو په نسبت ډیره کمه ده .
د یوه مور یا پلار لرونکو کورنیو ډیر غړي دکړچار له مشکلاتو سره مخ دي .
محققان باوري دي د پلار نشتون په انجلیو او هلکانو متفاوت کړچاري اغیزونه لري .
دمور په سرپرستۍ سره په کورنیو کښې هلکان دټولنیزو قواعدو خلاف ورزۍ ته زیاته ګروهنه لري .
ځينو مطالعاتو ښودلي ده چې ماشومان په هغو کورنیو کښې چې هلته پلار نشته کم دبیان ، وینا او هوش قدرت لري .
دپلار نشتون د هلکانو په نسبت د انجلۍ دبیان په ډول ډول والي اوتکلم ډیر اغیز لري .
په هغو ماشومانو چې پلاران نلري د رواني تاوانونو د پیژندنې مطالعې ددې ښودنه کوي چې هغه ځوانان چې میندو یې هیڅ کله وادونه نه دي کړی او یا په مجرد ډول ژوند کوي زیات غمګین او افسرده دي .
هغه هلکان چې له پلار پرته کورنیو کښې ژوند کوي کم مردانه حالت لري او زیات زنانه حالت خپلوي .
دلویدیځ محقق او لیکوال بورټ پرلوټسکي لیکي : هغه میندې چې مجردې دي په یوازې ځان نشي کولای خپل بچیان تربیت کړي او ددې جوګه نه دي له خپلو هلکان ښه سړي جوړ کړي . هغوې په خپل ژوند کښې داسې عملي بیلګې ته ضرورت لري چې ځینې مردانه کړچارونه زده کړي .»
هغه کورنۍ چې سرپرستان یې ښځې دې دزده کړې له پلوه هم یو شمیر مشکلات لري .
دلویدیځ دټولن پیژاندو تحقیقات ددې ښودنه کوي هغه ماشومان چې له میندو سره وسیږي د زده کړې د خرابیدا ، له ښوونځي له ایستلو ، او دماشومانو له ګډوډۍ سره مخ کیږي .
هغه بچیان چې دیوه مور یا پلار په کورنۍ کښې ستریږي له هغو بچیانو چې په مور او پلار لرونکو کورنیو کښې لویږي د فارغ التحصیلې احتمال ډیر کم دی.
په دې ډول په مور او پلار سره د طبیعي کورینو لرل د ماشومانو لپاره دژوند ترټولو اصلي ،ښه او دوام لرونکی حالت دی خو په لویدیځ کښې د کورنۍ د بنسټ د سست کیدا بهیر چې مجردې میرمنې دهغوې یوه پایله ده ددغو ټولنو زوال ځان پسې لري .
Add new comment