په امریکا او لویدیځ کښې د واده نه شويو ښځو شمیر زیات شوی(01)

کورنۍ دهرې ټولنې ترټولو اصلي بنسټ دی .
په دې مینځ ومان کښې ښځه د مور په توګه کولای شي د کورنۍاو په نهایت کښې د ټولنې د سلامتیا، پیاوتیا او پایدارۍ چورلیز ووسي .
خو همدا اوس لویدیځه نړۍ دښځو، کورنۍ او دمور دمسلې په باره کښې بندون ته رسیدلي ده ځکه چې دمور د رول د لوبولو لپاره د ښځې فطرې ارزښتونو ته بې پامۍ کوي .
هغه څه چې په لویدیځې نړۍ کښې تیریږي او په اوږدې مودې کښې د کورنۍ د بنسټ د تباه کیدا زمینه برابروي دمجردو ښځو دشمیر زیاتیدل دي .
په دغه پروګرام کښې په لویدیځ کښې د نا واده شوي ښځو دکړکیچ د بڼه دخپلیدا زمینو او دهغوې له کبله رامینځته شويو پایلو ته اشاره کوو .
ګرانو اوریدونکو اوس دتاسو پام دغه په زړه پورې مطلب ته راګرځوو.
نن سبا په لویدیځ کښې هغه کورنۍ چې یوازې مور یا پلار لري تقریبا په یوې عادي موضوع بدلې شوي دي .
دښځې ، خاوند او اولادونو په شمول دکورنۍ بیلګه له پلار یا مور پرته په کورنیو یا بې سر پرستو اولادونو او په تیره بیا د مجردو میرمنو په بیلګې بدله شوي ده .
د سیمون ډنکن او د لینډا ایډورډ په شمول ټولن پیژاندي باوري دي چې دکورنیو په بیلګواو د ښځو او سړیو ترمینځ په اړیکو کښې د اوږدې مودې بدلونونه درامینځته کیدا په حال کښې دي .
ځینې ټولن پیژاندي باوري دي چې د یوه مور یا پلار دکورنیو نیمګړتیا دلویدیځ دموډرن تمدن زیږنده او دهغوې دژوند سبک یا سټایل دی چې هیڅ اخلاقي پاې بندي پکښې نشته .
د یوه رسمي طلاق پرځاې له یوې ښځې څخه د میړه او یا له یوه میړه څخه دښځې دخپلې خوښې جلاکیدل ، خیانت، ناجایزې اړیکې ، او نه غوښتلي بلاربیدل په لویديځو ټولنو کښې د یوه مور اویا یوه پلار د کورنیو د بڼه دخپلیدا ترټولو دود او خپاره شوي عوامل دي .
لویدیځې ټولنې له صنعتي انقلاب وروسته له یوشمیر بدلونونو سره مخ شوې څرنګه چې د کورنۍ په شان مختلفو ارګانونو خپل اهمیت له لاسه ورکړ او له جدي تاوانونو سره مخ شول .
کارپيژاندي باوري دي دژوند نوي رودې د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو شرایطو د بدلیدا پراساس رامینځته شوي دي .
د ژوند دباونه او ډیر کار په لویدیځ کښې د مجردو یا نا واد شویو میرمنو دشمیر دزیاتیدا بل عامل دی .
حاضردمه دښځو کارونو کول او دهغوې اقتصادي خپلواکۍ هم چې دهغوې لپاره ډیره هوساینه برابروي واده کول او دکورنۍ جوړول یعني بچیانو راوړل له جدي چیلنجونو سره مخ کړي دي .
په امریکا او نورو موډر ن لویدیځو هیوادونو کښې د وادونو کول او دکورنۍ جوړول په تیرو دوو(۲) نسلونو کې اساسي بدلونونه لرلي دي چې پکښې د رسمي وادونو کمیدل ، د طلاق دشمیر زیاتیدل ، له واده پرته ګډژوند کول او دناجایزو بچیانو( موټونګیانو ) زیږول شامل دي .
په ننۍ نړۍ کښې لویدیځې رسنۍ په تیره بیا دامریکا دفیلمونو صنعت هالي ووډ (Holly Wood)د کورنۍ دبنسټ په سست کولو کښې اغیزشیندونکی رول لري .
همدا اوس دامریکا دفیلمونو صنعت هالي ووډ (Holly Wood) د سینما او ټیلي ويژن په فیلمونو او ډرامو کښې د کورنۍ داغي او ګډوډ انځور وړاندې کوي .
دلویدیځو هیوادونو د سینما او ټیلي ویژن په فیلمونو او ډرامو کښې د یوه مور یا یوه پلار د کورنیو ځینې نیمګړتیاوې چې د لویدیځ د موډرن تمدن زیږنده او له اخلاقۍ پاې بندۍ پرته دژوند دسبک نتیجه ده په ښه ټوګه لیدل کیږي .
د ارین بروکویچ، کرامر د کرامر پرضد ، دیوه ماشوم په باره کښې ، دخوشبختۍ په لټه کښې په شان ځینې فیلمونه په معلومه توګه د کورنۍ پرضد فعالیت کوي .
ددغوټولو ذکر شویو فیلمونو پیغام دادی چې په ناجایز ډول دښځو بلاربیدل ، دمجردو یا نا واده شویو میرمنو ژوند، له پلار او مور څخه د بچیانو محرومیدل ، دپلار لخوا د کورنۍ پریښودل ، موازي اړیکې دیوې عادي چارې په توګه ګڼل کیږي .
نن سبا دټولنیزو چارو کارپیژاندي په کورنۍ دداډول فیلمونو د منفي اغیزونو په باره کښې خبرداری ورکوي .
له بلې خوا دفیمینزم (Feminism)په نوم غورځنګ د جنسیتي برابرۍ ، د واده او مور دجوړیدا دسپکاوي کولو ، دکورنۍ له چوکاټ څخه د ښځو دخلاصیدا په شان د هدفونونو او شعارونو په تبلیغولو سره د مجردو میرمنو د شمیر د زیاتیدا بهیر زیات ګړندی کړ .
دسرزورو فیمینسټانو یوه (۱)ساده عقیده دا ده چې بچیان د پلار وجود ته ضرورت نلري او دلویدیځو هیوادونو میندې د خپلو معاشونو د زیاتیدا په مرستې سره داسې ټکي ته رسیدلي دي چې سړي یوازې دسپکو کارونو کولو لپاره ګټور بولي .
خو دغو بې اساسه اعتقاداتو یوازې دښځو مشکلات زیات کړي دي .
دامریکا لیکواله میرمن بیټي فریډان لیکي : داڅرنګه ممکنه ده هغه میرمنې چې په داډول مشکلاتو، خطر او ګډوډ کړکیچ کښې دي خوشبخته وګڼل شي . مشکل څه دی .؟ د ښځې او سړي دحقوقو برابریدل دي چې ددغو ټولو بلاګانو سبب شوي دي . ښځې خپه او غمګینې دي ځکه چې ازادې دي . ښځې د ازادۍ مریونې او بندیوانې شوي دي ....... »
دلویدیځو په تیره بیا دامریکا غلط سیاستونه میندې په مجرد ډول ژوند کولو ته هڅوي .
په ۲۰۱۲ میلادي کال کښې دامریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو اخري نتیجو وښودله چې دامریکا مجردو میرمنو اوسني ولسمشر باراک اوباما ته په انتخاباتو کښې زیاتې رایې ورکړي دي .
نو واک ته د باراک اوباما په بیا رسیدا سره د حکومت دسیاست له کبله د مجردو میرمونو شمیر هم ډیر زیات شو .
د امریکا د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز یعني پیو(PEW) د تحقیقاتو دمرکز پراساس له هرو څلورو(۴) کورنیو څخه یوه کورنۍ مجرده مور لري چې تراوسه یې واده نه دی کړی .
ددغه مرکز دتحقیقاتو پراساس په ۱۹۶۰ میلادي کال کښې مجردې میندې چې وادونه يې ونکړل دمجردو میندو څلور(۴) فیصده وې خو په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې دغه اندازه څلورڅلویښت(۴۴) فیصدو ته رسیدلي ده .
دغه راز د امریکا دسرشمیرنې دمرکز داطلاعاتو پراساس په امریکا کښې په ۲۰۱۲ میلادي کال کښې دیوه پلار یا مور دلرونکو کرونیو شمیر څه دپاسه دولس(۱۲) میلیونه ثبت شوی چې په دوې کښې کابو لس(۱۰) میلیونه کورنۍ مجردې کورنۍ دي چې کابو څلوراتیا(۸۴) فیصده کیږي .
یعني په امریکا کښې په هرو دریو(۳) ماشومانو کښې یو ماشوم له پلار پرته لویږي .

Add new comment