دافغانستان په هملند کښې داعش او طالبان سره نښتي دي .

دافغانستان په جنوب کښې دطالبانواو داعش ترهګرې ډلې ترمینځ په جنګ کښې په لسګونو کسان وژل شوي .
ایرنا خبري اژانس وايي دافغانستان په جنوب کښې دهلمند ولایت په سنګین او کجکي ولسوالیو کښې دداعش ترهګرې ډلې غړي له طالبانو سره ونښتل چې له کبله یې د دواړو لورو پنځوس(۵۰) کسان ووژل شول .
دهلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار په کابل کښې ایرنا خبري اژانس ته وویل دداعش ترهګر په تورو بیرغونو سره پرون له طالبانو سره ونښتل او په پنځوس(۵۰) کسانو وژل کیدا سربیره یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي .
داعش ترهګرې ډلې ته اړونده کسانو دافغانستان دهلمند او کجکي ولسوالیو خلکو ته ګواښ کړی دی چې ددغه ترهګرې ډلې له مشر ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړي او دهغوې په وینا دطالبانو ډلې مشر ملا عمر مړ شوی دی .
له دې مخکې هم دافغانستان په غزني ولایت کښې دداعش تر نوم لاندې دکسانو شتون په هکله خبرونه په رسنیو کښې خپاره شوي وو خو دافغانستان چارواکو په هیواد کښې دداعش شتون ردوه .
امریکا ، سعودي عربستان، ترکیه ، قطر، اسرایل او ځینې نور هیوادونه اوس غواړي چې دداعش فعالیتونه افغانستان او پاکستان ته وغزوي حاله دا چې هلته له مخکې څخه طالبان ،القاعده ، لشکر جهنګوي، سپاه صحابه او نورې ترهګرې ډلې شته چې دا یوازې د نوم بدلول دي .

Add new comment